جنګ او ناامني د ګرځندوی وده زیانمنه کړې/ محمد روښان ښاد

0 760

د افغانستان طبیعي ښکلا، غرونه، سیندونه، تاریخي ځایونه او ښکلې منظرې له جګړې دمخه کلونو کې د ډېرو بهرنیانو د سیلانیانو د ورتګ شاهدانې وې، ځکه هغوی به په خپلو رخصتیو کې افغانستان ته راتلل.د دوی د راتګ ګټه به دا وه چې افغانستان ته یې عاید درلود، هغوی به یو نوی فکر او تجربه له ځانه سره راوړه او بېرته به چې ستنېدل نو د افغانستان ډېرې او خوږې خاطرې به یې هم له ځانه سره یووړې.

خو له بده مرغه د جګړې په کلونو کې بهرنیو سیلانیانو له افغانستان څخه مخ واړاوه، ځکه چې دلته یې ژوند په خطر کې دی او ځانونه خوندي نه احساسوي. له همدې امله جګړې او نا امنۍ په هېواد کې د توریزم د پراختیا او ودې خنډ شوي خو حکومت د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې هڅه کړې چې حد اقل زیربناوي او تاریخي او توریستي ځایونه بېرته ورغاوي، مناسب پلانونه او پروګرامونه جوړ او د تاریخي ابداتو ساتنې لپاره لارې چارې ولټوي.

پر اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سربېره، د توریزم او ګرځندوی په چارو کې د دولت وزارت جوړېدل په خپله په دغه برخه کې د حکومت اهتمام ښیي.  په افغانستان کې د ګرځنده سیاحت فرهنګي، اقتصادي او ټولنیز ظرفیت ته په پام سره، له بده مرغه، د کار بازار کې د دغه سکټور ونډه د یو سلنې څخه کم (٪ 0.65٪) او د ناخالصه تولیداتو ونډه یې 0.59٪  اعلان شوې. په داسې حال کې چې د دې برخې مالي عوایدو کچه ناچیزه ده، خو شمېرې ښیي چې د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې مخ پر ودې ده.

زموږ د ټولو ستونزو او بدمرغیو اصلي لامل جنګ او ناامني ده، ځکه د توریزم په برخه کې یوازې دا ستونزه نه ده چې بهرني سیلانیان افغانستان ته نه راځي، بلکې د جګړې ناوړه اغېزو زموږ د ډېرو سیلاني سیمو ښکلا متضرره کړې، ډېرې سیمې او تاریخي ځایونه مو د زورواکانو او جنګسالارانو له لوري غصب شوي دي او هغوی په شخصي جایدادونو بدل کړي دي. که چېرې د جنګ لمن پسې وغځېږي، نو د هېواد د نورو برخو تر څنګ به ګرځندوی برخه هم زیاته متضرره شي.

سوله چې زموږ د ولس اساسي غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب دی له تامین سره به یې د نورو برخو د ستونزو د اساسي حل تر څنګ د ګرځندوی برخه هم وغوړېږي، ځکه زیانمنې شوې برخې او سیمې به ورغاول شي، غصب شوې برخې به له زورواکانو څخه بېرته واخیستل شي. د بهرنیانو د ورتګ او سیل نوې سیمې به تشخیص شي.

څومره چې په افغانستان کې د تفریح او سیل سیمې زیاتې شي، نو همغومره هم له مالي پلوه او هم له ذهني پلوه د افغانانو لپاره ګټه لري، ځکه زموږ خلک چې څومره د تفریح او ساعت تېري لپاره زیاتې پلمې او ځایونه ولري، نو همغومره دوی د تشدد، افراطیت، ورانکارۍ او تخریبي کارونو څخه راګرځي، سوله ییز او عادي ژوند ته ورګرځي، هم له خپل ژوند څخه خوند اخلي او هم نورو ته له ژوند څخه د خوند اخیستلو فرصتونه او اسانتیاوې برابروي.

څومره چې افغانستان زیات امن وي، نو همغومره ګڼ بهرني سیلانیان او کورني سیلانیان به د افغانستان بېلابېلو برخو ته لاړ شي. دغه سیلانیان به خپلې تجربې او ګټور افکار افغانستان ته او یا هم د افغانستان له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته یوسي. د دوی شناخت به سره زیات شي، خواله او خواخوږي به یې زیاته شي او بالاخره به په ژوند کې له هغو څخه ګټه واخلي. په پایله کې به یې ټولنه کې سوله ییز فکر او یو د بل زغم لا بنسټي شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply