ولې له خپل هېواد سره مینه؟/ ژباړه او لنډیز: اېمل پیاوړی

0 825

مشهوره مقوله ده چې وایي: حب الوطن من الایمان. له وطن سره مینه یوازې د ولسمشر دنده نه ده. وطنپالنه یوازې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولیت نه دی. یوازې ښوونکی، د دین عالم، ډاکټر، انجنیر، ژورنالیست، هنرمند، معمار، دواکاندار او کارګر، بزګر او…  نه، بلکې موږ هر یو باید له وطن سره چې مور دی مینه ولرو او موږ هر یو که په هر موقف او مقام کې یوو باید خپل مسوولیتونه د وطن پر وړاندې په ښه توګه ادا کړو.

هیڅ پردی نه زموږ له غمه مړ دی او نه زموږ ابادۍ ته راځي، نه مو دفاع ته راځي او نه دا اندېښنه ده ورسره چې زموږ د هوساینې او پرمختګ پلان جوړ کړي.

که شاعر د وطن په مینه کې شعر وایي او یا موږ  پر افغان او افغانستان ویاړلو ته هڅوي یوازې شعر نه وایي، بلکې د وطن په اړه خپل احساس د شعر په چوکاټ کې راوړي، تر څو د نورو زړونو ته لاره ومومي. موږ هم باید له شاعرانو او نورو لویانو څخه زده کړه وکړو.

یا که ډاکټر او انجنیر د نسخې او خپل پلان له لارې د وطن فکر کوي موږ هم باید په خپل وار له هغوی او نورو مشرانو دا زده کړو او د خپل افغان ولس او ګران افغانستان لپاره کار او فکر وکړو.

افغان او افغانستان عادي نومونه نه دي، دا د سولې، مېړانې، زړورتیا، سرښندنې او نورو ارزښتونو ویاړلي نومونه دي.

راځئ ابن الوقت خلکواو هغو مهرو او حلقو ته نور فرصت ورنه کړو چې هره ورځ موږ له شا څخه په توره وهي . کله د قوم په نوم پر موږ سوداګري کوي او غواړي د خپلو شومو موخو لپاره د افغانستان وروڼه قومونه چې د یو ملت تر چتر لاندې یې د افغان په نوم په دې هېواد کې ژوند کړی په جنګ سره واچوي، مګر دوی به هیڅ وخت خپلې دغې شومې موخې ته ونه رسېږي. د وطن ساتنه یوازې د افغانستان د وسلوال پوځ دنده او رسالت نه دی، دا زموږ د فرد فرد دنده او مسوولیت دی.

زده کوونکی او محصل باید د وطندوستۍ په روحیه وروزل شي او حداقل د ورځې لس دقیقې ورته تبلیغ وکړي په دې اړه. د جوماتونو ملا امامان دنده لري چې په خپلو خطبو کې له وطن او وطن دوستۍ دفاع وکړي او د وطن پالنې روحیه پیاوړې کړي.

رسنۍ او د رسنیو استازي دنده لري چې خپلې ملي ګټې، ملي موخې، ملي امنیت، ملي غرور، ځمکنۍ بشپړتیا، اساسي قانون، ملي بیرغ، ملي سرود، ملي حاکمیت چې زموږ مهم ارزښتونه او سرې کرښې دي  په خپلو نشراتي پالیسو کې ورته پام وکړي او دا ارزښتونه تر پښو لاندې نه کړي.  

کورنۍ په ځانګړي ډول میندې او پلرونه وظیفه لري چې خپل اولادونه په وطن دوستۍ یاد کړي او هغوی په پیاوړې ملي روحیه وروزي او د وطن او وطن دوستۍ په اړه باید د خپلو اولادونو لپاره ښې نمونې وي. د سیاسي ګوندونو مشران، مدني او سیاسي فعالان باید د خپلو شخصي ګټو لپاره ملي ګټې تر پښو لاندې نه کړي. وطن مور دی او له وطن سره خیانت له مور سره خیانت دی.

 هغوی چې د مخالفینو په لیکو کې دي او د مسلمانو وروڼو او افغانانو پر وړاندې جنګ کوي که دوی واقعاً مسلمان وي او افغانان وي نو د خپلو وروڼو او هېوادوالو له وژنې او د هېواد له بربادۍ باید لاس واخلي او د غلامۍ ځنځیر نور له خپلې غاړې لیرې کړي او راشي له خپلو نورو وروڼو سره تر یو چت لاندې په واحده جغرافیه کې په افغانستان کې ژوند وکړي او نور له دې وطن سره خیانت ونه کړي. موږ باید همغږي واوسو او د دې وطن دښمنان په دا خوله کلک سوک ووهو او د افغانستان په نوم وویاړو. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply