ما خو داسې فکر کاوه!/عبدالله وردګ

0 631

ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الله(ج) د وکړي، چې روغ او جوړ وی.

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

ما هر وخت داسې فکر کاوه، او اوس هم دغه فکر لرم، چې حقیقي مسلمانان، باید د ژوندانه پهټولو برخو کې، تر هېچا کم نه وي. ځینې مسلمانان، او په ځانګړي توګه، ځینې افغانان، هر وختد خپل ځان د بربادۍ او ناکامۍ پړه په نورو ور اچوي. یو مسلمان افغان باید، ډېر عادل، ځیرک،پوه، هوښیار، د اسلامي اخلاقو څښتن، او د ښه قضاوت خاوند وي. یو مسلمان افغان باید دخپل دین، چې څرنګه لازمه ده، استازیتوب وکړي.

د یادولو وړ ده چې تر کومه وخته پورې به مونږه افغانان، خپلو ځانو ته بازي ورکوو؟ او د خپلونیمګړتیاوو او ناکامیو، مسىٔولیت به په بل چا ورټپو.

مونږه افغانان، باید ښه په غور او دقت سره فکر وکړو، چې آیا، دغه شانته ځواب، به الله(ج) تهقبول وي، او کنه؟ مونږه ټول افغانان باید ښه پوه شو، چې پدغه شانته ځوابونو، بهانو او عذرونو،د الله(ج) د حساب او کتاب څخه ځانونه نشو خلاصولای!

نو راځئ، چې دغه اخلاقي جرأت پیدا کړو، او د زړه له کومي ټول مسلمان افغانان اعترافوکړو، چې ځینو افغانانو پخپله د دغه اوسنیو ناوړه شرایطو زمینه، برابره کړې ده. یعنې، مونږهځانونه مسلمانان او افغانان بولو، لېکن، کارونه بیا د اسلام د سپېڅلي دین، او د افغاني اصولوخلاف کوو.

ډېره ځورېدونکې خبره خو داده، چې ځینې افغانان وایي، چې افغانان، هر وخت، د بهرنيوملکونو په اشاره، په جنګ اچول کېږي. یعنې افغانان، خپل فکر نلري، او یا د نورو خلکو څخه پهعقل کې څه کمي لري.

ولې یو افغان دومره ساده شي، چې د خپل دښمن په امر، د خپل مسلمان ورور او خور، عزت اومال، لوټ کړي؟ ولې یو مسلمان افغان د پیسو او چوکۍ په خاطر، د خپل مسلمان ورور او خور،آبرو او وینه تویې کړي؟

یوه مسلمان ته، باید هېڅوک هم دوکه ورنکړای شي، او هغه باید خپل دوست او دښمن ښهوپېژني. له دوست، سره دوستي وکړي، او د دښمن د دسیسو له غوړېدلي جال څخه ځان باخبره،او لرې وساتي. هېچا ته اجازه ورنکړي، چې له یوه مسلمان افغان څخه ناوړه ګټه پورته کړي، اوهغه د خپلو شومو هدفونو دپاره استعمال کړي.

مسلمانانو ته دا توصیه په واضح توګه شوې ده، چې هرکله، یوه چا خبر درته راوړ، په هغه کېښه پلټنه وکړی، او خپل ځان ته ښه حقیقت معلوم کړی.

همدارنګه، یوه مسلمان ته په واضح توګه امر شوی دی، چې په بدو کارو کې له هېچا سره کمکونکړې. نو بیا ولې ځینې افغانان، د خپلو شخصي ګټو او قدرت په خاطر، هر وخت غیر متجانس،اىٔتلافونه جوړوي.؟

یو افغان، ولې د دنیوي ګټو په خاطر، د دښمن په صف کې درېږي، او د خپل مسلمان ورور، وینهاو عزت په ناحقه د پردیو په اشاره تویوي.

دغه شانته، مثالونه ډېر زیات دي.

د پام‌ وړ ټکي:

راځئ، چې مونږه ټول افغانان خپل سرونه، خپلو څیرو ګرېوانو ته لږ ټیټ کړو، او له الله(ج) سرهیو ځل بیا د زړه له کومي تعهد وکړو، چې د خپل وطن او خلکو سره به هېڅ ډول خیانت  او جفاءنکوو، او ښو ته به ښه، او بدو ته به بد وایو. که چېرې بدو ته بد نشو ویلای، نو لږ تر لږه، خو د چاښو ته بد، او د چا بدو ته ښه ونه وایو!

همدا شانته، ولې مونږه افغانان، څو څو ځلې، له یوه پېژندل شوي غار څخه، ډېر په کلکه چیچلکېږو، او له خپلو دردناکو غلطیو څخه هېڅ پند هم نه اخلو؟

ولې ځینې افغانان، دوست ته د دښمن، او دښمن ته د دوست په سترګه ګوري؟ تر کومه وخته به داشغالګرو او نورو بهرني ملکونو د ګټو جګړه، په یوه او بل نامه پر مخ بیایو؟

آیا هغه وخت به راشي، چې د خپل وطن، د اصیلو بچیانو او نېکو مشرانو، په قدر پوه شو؟

آیا هغه وخت به راشي، چې پخپل کلي او وطن کې په عزت او د هر ډول ډار نه پرته ژوند وکړایشو، او د مونږه عزت به د سیاسي ګوندونو، او قومي لوبو قرباني نه شي؟

ځینو افغانانو ته خو دا یادونه پکار ده، چې آیا په ریښتیا ډول، دوی یقیناً د حساب او کتاب، پهورځ باور لري او کنه؟

په پای کې دغه ټکی باید ټولو افغانانو ته واضح شي، چې الحمدالله، په افغانستان کې ډېر زیات خلک هم شته، چې هغه په ریښتیا سره په اسلام او وطن مین دي، او هغوی به ان شاءالله،هېڅکله، د اسلام په رڼا کې افغانستان او د هغه مظلوم ملت ته خیانت ونکړي.

همدارنګه، الحمدالله، پدغه ویران او میراث وطن کې، تر اوسه ځینې غیرتي مشران هم شته، چېان شاءالله، دوی به د پخواه، په شان، د اسلام د دښمنانو هر ډول توطیې په نطفه کې خنثٰیکړي.

زه یو ځل بیا په ډېره عاجزۍ، دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعاکوم، چې الله(ج) دې هغه شانته سوله په اففانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې الله(ج) تهقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

والسلام

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply