حکومت دې جدي شي/ اېمل پیاوړی

0 570

پرون په ننګرهار کې خلکو د تروریستي برید په پایله کې د وژل شویو جنازې او د پېښې ټپیان داسې حال کې پورته کړل چې د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي هېوادونو جید علما، خطیبان او دیني سکالران د افغان جګړې د غندلو او د سولې او ثبات د تامین په موخه سره راټول شوي دي.

په دغه غونډه کې ټولو په یوه خوله په افغانستان کې روانه جګړه حرامه او فتنه وبلله او د هغې ودرول یې د ټول اسلامي امت ګډ مسوولیت وباله او وړاندیز وکړ چې علما دې د دغې جګړې د پایته رسېدو لپاره سره جرګه او دښکېلو غاړو ترمنځ منځګړتوب وکړي.

بل لورته ولسمشر غني د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ بروکسل کې د ناټو د مشرانو په جوړېدونکې غونډه کې د ګډون په موخه بجلیم ته رسېدلی دی. افغان ولسمشر غواړي د افغانستان د انکشاف او ودې ترڅنګ د روان جنګ د ودرېدو، د سولې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه د بېلابېلو هېوادونو مشرانو سره په کتنو کې بحث او خبرې وکړې.

مګر درېغه چې نن سهار د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا په جلال اباد ښار کې د پوهنې په ښاري څانګه برید وکړ او زموږ یو شمېر هېوادوال یې په دغه پېښه کې شهیدان او ټپیان کړل. طالبانو، داعش او نورو تروریستي ډلو چې په نړیواله کچه یې خپل ماهیت بایللی او دوی یوازې او یوازې د وحشت له خورولو، د انسانانو له وژنې، ورانۍ او دربدرۍ بل هیڅ فکر نه لري، کوښښ کوي چې د هېواد په داخل او بهر کې د سولې رامنځته شوې اجماع، فکر، باور او هیله مندي له منځه یوسي.

د افغانستان دښمنانو د دوی د بهرنیو ملاتړو په لمسون هره لحظه زموږ د خلکو د وژلو، بدبخته کولو او د هېواد بربادۍ او ویجاړۍ په فکر کې دي. دوی نه خدای مني، نه ولس مني، نه سوله او ثبات پېژني، ځکه دوی د نورو ایجنټان او لاسپوڅي دي او بهرنیان چې ورته کومه د ورانکارۍ پلان او پروګرام ورکوي، نو همغه تطبیقوي.

افغان حکومت ته ښایي چې له خپلو نړیوالو متحدینو په ټینګه وغواړي چې د ترهګرو د وژلو پرځای د ترهګرۍ په له منځه وړلو فکر وکړي. د دوی ځالې ویجاړې کړي او ملاتړي یې تر فشار لاندې ونیسي چې یا د ترهګرۍ له پالنې لاس واخلي او یا هم په ښکاره ورسره ودرېږي، تر څو نړیوال د دوی په اړه جدي اقدام ونه کړي، نو فکر نه کوم چې یوازې د ترهګرو په وژلو دې دغه بدمرغه لوبه او جګړه کراره شي.

زموږ امنیتي ځواکونه، زموږ ماشومان، ښځې، سپين ږیري، علما او ولسونه هره ورځ د جګړې قرباني ورکوي، دوی هره ورځ په نښه کېږي، وژل کېږي، مګر نړیوال لا هم د ترهګرۍ او د هغې د ملاتړ و پر وړاندې جدي اقدام نه کوي. نور نو باید قاطع اقدامات وشي. نور ولس د جګړې قېمت نشي ورکولی. ولس سخت ستړی دی. د جګړې د زغم تاب یې له لاسه ورکړی دی.

افغان حکومت ته ښایي له ایران، پاکستان، روسیې او نورو هغو هېوادونو سره چې د ترهګرۍ تر شا یې پټ او ښکاره لاسونه دي واضح او جدي خبرې وکړي. له امریکا دې هم وغواړي چې یا له جدیته کار واخلي او یا دې دغه خپل څو زره ځواکونه هم له هېواده وباسي چې ترهګرو او بهرنیانو ته هیڅ د جګړې پلمه پاتې نشي.   

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply