د جګړې او اوبو مدیریت/ اېمل پیاوړی

0 655

افغان حکومت چې جګړه یې  مجبوریت او اوبه یې ضرورت دی، په یو وخت کې د دواړو مدیریت ته ور غاړې وتلی دی. حکومت کوښښ کوي چې لومړی پر هېواد تحمیل شوې جګړه مهار کړي. مګر دغه بدمرغه او استخباراتي جګړه ورځ تر بلې پراخې چې د هېواد او ولس لپاره پراخ او ویجاړونکي زیانونه لري، خو لکه څنګه چې جګړه پردۍ ده، نو همداسې یې مهارول هم یوازې د افغان حکومت په وس پوره نه ده.

د جګړې د مهارولو لپاره نړیوال ملاتړي په کار دي، ژمن او په خبره ولاړ ملاتړي. سره له دې چې نړیواله ټولنه او ګڼ هېوادونه په دې برخه کې له افغان حکومت سره د ملګرتیا سر ښوروي او ځواکونه یې هم په افغانستان کې مېشت دي، مګر افغان ولس د دوی په صداقت او ملګرتیا شکمن دی.

ولس استدلال کوي چې که نړیوال په ځانګړي ډول امریکا وغواړي، نو سر له نن څخه په افغانستان کې جګړه ودرولی شي، خو نه یې ودروي او له بل لوري څلوېښت کلنې جګړې افغانستان هم دومره له پښو غورځولی دی چې په نړیوالو هغسې فشار چې ښایي نشي واردولی، ځکه افغانستان له اقتصادي پلوه دومره کاواکه دی چې خپله عادي بودجه هم له بهرنیو مرستو پرته نشي برابرولی او که د بهرنیانو مرستې نه وي، نو حکومت یوه میاشت د خپلو مامورینو معاشونه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېرو ته تېل، وسلې او نور امکانات نشي برابرولی.

له دغه مالي احتیاجه د راوتلو او په خپلو پښو د خلکو د ودرېدو لپاره حکومت د بهرنیو مرستو د افغاني او داخلي بدیلونو په اړه فکر او تمرکز کوي. په تېرو درېوکلونو کې، حکومت د اوبو مدیریت او د هغې د ضایع کېدو څخه د مخنیوي او اغېزمنې استفادې لپاره پراخ تدابیر نیولي دي، چې پایله کې یې د اوبو لګولو لپاره شاوخوا ۵۵۲ پروژې پلې شوي.

د اوبو د مدیریت ګټه داده چې له یوې خوا د هېواد د برېښنا اړتیا ورسره پوره کېږي. له بل پلوه د کار موندنې، د ځمکو د خړوب، د کرنیزو محصولاتو د ودې او د خلکو د ژوند د وضعیت په ښه والي کې پام وړ رولی لرلی شي، مګر ایران او پاکستان نه غواړي چې افغانستان د اوبو د مدیریت په برخه کې اساسي ګامونه واخلي. حکومت د دوی د تهدیدونو پروا نه لري او په ټول جدیت یې د اوبو د مدیریت په برخه کې خپل کارونه شروع کړي دي.

د جګړې او اوبو د مدیریت په برخه کې د حکومت ترڅنګ د ولس عملي هڅو ته اړتیا ده. عملي په دې مانا چې دوی باید په خپلو کلیو او سیمو کې طالب، ترهګر، داعش او تخریبکارو خلکو ته اجازه ورنه کړي او له خپلو سیمو یې وشړي، بل لورته باید د حکومت د انکشافي برنامو ملاتړ وکړي. ولس باید په دې کې خپل سهم پرې کړي. تر هغو چې ولس حرکت ونه کړي، نو تر هغو به یې د ژوند وضعه هم بدله نشي.

تر هغو چې ولس له طالب او ترهګر سره خواخوږي کمه نه کړي او له هغوی څخه خپله لاره جلا نه کړي او د طالب پرځای له حکومت سره خپله همکاري زیاته نه کړي، نو تر هغو به حکومت نه د جګړې او نه د اوبو د مدیریت په برخه کې هغسې بریالی وي څنګه یې تمه کېږي. د جګړې او اوبو د مدیریت په برخه کې د حکومت پاتې راتلل  په خپله د خلکو پر ژوند مستقیم او بد اغېز لرلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply