سیاسي احزاب دې د قانون مطابق ځانونه عیار کړي/ محمد بشیر یوسفزوی

0 611

سیاسي احزاب د ټولنې او خلکو اشد ضرورت دی، خو دغه احزاب باید د هېواد د اساسي قانون د فرمایش مطابق خپل ځانونه عیار کړي. اساسي قانون حکم کوي چې سیاسي ګوندونه باید بې وسلې وي، مالي سرچینې یې رڼې او مشخصې وي او همدارنګه دوی باید سراسري وي، د قوم ، سیمې او ژبې په اساس نه وي.

که چېرې زموږ د اساسي قانون دغه فرمایشات په هغو ډلو چې ځانونو ته سیاسي ګوندونه وایي تطبیق شي، نو یو یې هم دغه معیار نشي پوره کولی، ځکه له یوې خوا تقریباً اته نوي سلنه سیاسي احزاب ټول وسلوال ګروپونه لري چې دغه ګروپونه د خلکو په ځورولو، د قانون د حاکمیت د مخنیوي، د ځمکو په غصب، د سیمو په ناامنیو او نورو ناوړه کړنو بوخت دي.

دویمه موضوع داده چې زموږ سیاسي ګوندنه، نه یوازې د اساسي قانون د حکم مطابق سراسري نه دي، حتی قومي او سیمه ییز هم نه دي، بلکې بېخي د کورنیو په کچه دي. دوی هیڅ اصول او نورمونه نه لري اونه یې مراعتوي. زموږ سیاسي ګوندونه په شاهي نظامونو بدل شوي، د هر ګوند مشر که پلار دی، نو مرستیال او ځایناستی یې زوی دی، جمعیت، جنبش، حزب، اتحاد، محاذ او نور ګوندونه د دې ښکاره بېلګې دي. کله چې پلار څنډې ته کېږي او یا مړ کېږي، نو ځایناستی یې زوی ټاکل کېږي.

دریمه موضوع داده چې د دغو ګوندونو هیڅ مالي سرچینې رڼې نه دي، دوی معلومدار له بهرنیو هېوادونو، سفارتونو او حتی استخباراتو څخه پیسې اخلي او د خپلو سیاسي او ملي برنامو پرځای بهرنۍ برنامې پرمخ بیایي او د هغوی طرحې تطبیقوي.

زموږ هیڅ سیاسي ګوند په هیڅ ملي موضوع کې فعال او مطرح نه دی، ځکه دوی نه نفوذ لري، نه طرحه او برنامه لري او نه هم د هېواد د ابادۍ سوچ او فکر لري. دوی ټوله ورځ په خپلو شخصي سوداګریو او معاملو سره بوخت دي، هیڅ درک یې نه وي، یوازې د انتخاباتو په ورځو کې د ائتلافونو په شکل سره راڅرګند شي او یوازینۍ موخه یې همدا وي چې څنګه د ځان لپاره له حکومت او بهرنیانو څخه امتیاز ترلاسه کړي.

سیاسي ګوندونه باید خپله مشخصه برنامه ولري او یا د حکومت ملاتړی واوسي او یا هم د حکومت د اپوزیسیون په توګه حکومت او چارواکي خپلو تېروتنو او نیمګړتیاو ته متوجه کړي، په هغوی نقد وکړي او د چارو د ښه والي لپاره بدیلې او ګټورې طرحې وړاندې کړي. سیاسي ګوندونه باید د ملي برنامو په تطبیق کې یا د حکومت ملاتړي او همکار وي او یا هم مثبت فشار وارد او حکومت لا زیات خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي.

مګر موږ ګورو چې په افغانستان کې سیاسي ګوندونه یا مطلق ګونګیان دي او یا هم ښکنځلمار دي. د نقد پرځای ښکنځلې، بدر رد او توهین امیزه چلند کوي چې دا نه یوازې د اصولو خلاف کار دی، بلکې کومه ګټه نه لري.

سره له دې چې حکومت او ولسمشر غني په تېرو څلورو کالو کې په هره سیاسي او ملي موضوع کې سیاسي ګوندونو مشران ورغوښتي، له هغوی سره یې مشورې کړي، د دوی نظریات او طرحې یې غوښتي دي، مګر تراوسه هیڅ سیاسي ګوند په هیڅ برخه کې کومه طرحه نه ده وړاندې کړې، ځکه دوی نه د دې وړتیا لري او نه هم مثبت فکر لري. ځکه دوی نه د مسوولیت احساس کوي او نه هم د مسوولیت منلو ته تیار دي، دوی یوازې او یوازې د مقام، څوکۍ او امتیاز په فکر کې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply