ويښ ملت‎ / نورالله زهير

0 593

«ويـښ  ملـت» د هـند د ولـسمشر عبـدالـکـلام ازاد  ارزښتـناک اثر دی چي لعل الدين عـاطف ئې پښـتو ژبـاړه کړېده. ما ترې ځيني مرغلري«ويناوي» را اخيستي له تاسو سره ئې هم شريـکوم.
د ژبـاړن دا وينا ترې مخکي کوم
«ويښ ملتونـه د هيواد د پرمختګ اوټولني د هوسايني لپـاره کارکوي دعلم او پوهي لـه لاري بدمرغۍ، ځانځـانۍ او ناخوالـو تـه د پـای ټکی ږدي.»
پيـل  د عبدالکلام ازاد پـه  دې وينـا:
زه  دا  کتـاب  د دې لـپاره ليکم څو هغو خلکو تـه پرې ماتـه ورکړم چي موږ تـه ئې د يوې منـډيـۍ سوچ کــړی او خپل خام توکي پر موږ  پلوري. د دې کتاب  ځوان لوستونکي بايـد زموږ   غږ واوري او پـه حرکت  راشي.
*بريـاليـتـوب لـه ناکامۍ څخه لاسـتـه راځـي.
*علم د پرمختـګ او خوښۍ سـبـب دی.
*د نورو دروازې ټکول هيـڅ ګـټـه نـه  لري د خپلو خيالونو د ريښتيا کولو لپاره موږ حل لاري تـه اړتـيـا لري.
*زه په دې عقيده چي که موږ پرخپلو موخو باور ولرو نو هغه خوبونه چي موږ ئې وينو ضرور پـه حقيقت بـدلـيـږي.
*دا خبره ښکاره ده چي له زيار و زحمت پرته هيڅ کار هم نه تر سره کيږي او په زيار و زحمت سره هر ډول سخت کارتر سره کيږي.
*غوره خلک د انسان د ښه والي لپاره کارکوي خو انسانان د بربادۍ  او تباهۍ وړتـيا هم لري.
*ځان پېژندل هيله بښونکی نظر  دی.
*موږ بـايـد خپـل  ويـده ځواک را بـيدار کړو لو لـه خپل تېر وخت نه درس واخلو.
*ځوانـان د هيواد شتمني ده، ځوانانوته بايد د خپل ژوند دښه والي  لپاره لارښوونـه  وشي.
*د رغـونـکو  هلو- ځلـو لپـاره بـايـد مـلا  وتــړو.
*ذهـنـونـه داسي روښـانـه کړو چي د مـلـت لـپاره د سولي، خوښي، برکت او نـېکبختۍ سبـب شي.
*موږ بـايد د خپل ژوند لپاره موخي وټاکو ځکه موخي ټـاکل ذهنونه بيـداروي.
*نور خلک نشي کولای چي موږ نـاکام او بريـالي کـړي يوازي موږ يو چي  دا کار تر سره کولای شـو.
*که هر څومره لـه ستونزو سره مـخامخ کيږو بايـد زغم او حوصله له لاسـه ورنـه  کړو.
*کـه موږ  موخـه  ولـرو  نو پـر مخـتګ  هم  کولای شـو.
*د داسي سيـاست پوهانـو د رامنـځتـه کېـدو لپاره دعا وکړئ چي د هيواد  د پر مختګ لپاره کار وکړي.
*زموږ تـاريخ، دودونـه اوکلـتورهم زموږ د پوهنتونـونو پـه څـېر د علم او پوهي سرچينې دي.
*ای خدايـه، زما د هيـوادوالـو پــه ذهـن کي فکـر او عمل  دواړه پيدا کړې  او هغوی پـه اتـفاق ولـرې.
*زما د هيواد مذهبي مشرانـو تـه دا توفيق ورکـړې چي هغوی خلک لـه قـومي او مذهبي جګړو  وژغـوري.
*مشرانو او عـامـو خلکو تـه دا فکـر  وکـړې چي  د افـرادو پــر ځای د ټـولو هيوادوالو خـدمت وکړي.
* ای خدايـه، زما خلکو تـه همت ورکړې د هيواد د ابـادۍ او د خلکو  د خوښۍ لـپـاره کار وکـړي.
*ای خدايـه،تـه زموږ خلکوتـه دا ځواک ورکړې چي شر او ناامنـۍ له منځـه يوسي او زموږ هيواد او خلکوتـه خوښي ور پـه بر خـه کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply