حامد کرزی ټیک د ببرک کارمل پر پلونو روان دی

0 888

ودان روښان

په تاریخ کې ډېرې داسې څېرې لیدل کېږي چې په ځینو کړنو یا د برخلیک له پلوه یو بل ته ډېرورته وي دا ځکه چې ددوی کړنې د خپل ذاتي کرکتر له مخې بڼه اخلي نو ځکه خو یې حساس تاریخي دریځ او برخلیک هم په لږ او ډېر توپیر یو بل ته ورته وي. په دې څېرو کې کرزی او ببرک کارمل تر ډېره واک ته د رسېدو په بڼه، د واک په وروستیو ورځو کې د خپلو ولینعمتانو پرضد دریځ غوره کولو او هم د خپلو ځایناستو پرضد دسیسو جوړلو کې بیخي یو بل ته ورته دي البته د تاریخي شرایطو او جوړښتنو توپیر ته په کتو یې د عمل بڼې څه ناڅه جلا دي خو پایله یو شان ده.

دوی دواړه (کارمل او کرزی)کمزوري خو د واک لیونيان وو، څرنګه چې وویل شول دواړه ډېر کمزوري وو نو ځکه خو یې مخامخ د واک نیولو توان نه درلوده(۱). دواړه خپلو کمزوریو اړکړي وو چې ټګي برګي، دسیسو او غولولو ته مخه کړي. کارمل او کرزی دواړه د بهرنیانو پرمټ واک ته ورسېدل(ببرک کارمل د روسانو او حامدکرزی د امریکانو په زور)

د ببرک کارمل ساتونکي هم په ارګ روسان او د حامدکرزي ساتونکي هم په ارګ امریکایان وو. ببرک کارمل هم په وروستیو کې له روسانو خوابدی او کرزي هم د امریکایانو خلاف له هیڅ راز، څرګندونو مخه نه اړوله. کرزي د ایران تورو کڅوړو کې د عمر داوودزي په لاس اخیستو پیسو په بدل کې یو ځل له افغانستان سره د امریکا ۲ میلیارده کېدونکې مرستې په لته ووهلې.

د کرزي ګلانو کرلو وروستۍ د بېلګه داده چې د دوستم، معلم عطا او محقق په مشرۍ یې د نوې جوړې شوې ګډولې(افغانستان لوی ملي ايتلاف) ملاتړ اعلان کړی دی.

په ښکاره خو دغه ايتلاف په هیواد کې د ملي یووالي، په ټاکنو کې د رڼښت او په ټاکنو کې د درغلیو مخنیوی په موخه اعلان شوی خو د یادو څېرو تېرو او ان روانو کړنو ته په کتو دوی کله هم د ملي یووالي پلویان نه وو بلکې د ملي یووالي اصلي غلیمان همدوی دي او نه یې هم کړنې رڼې دي ځکه د دغو کسانو کوم کارونه راڼه دي، انسان وژنې، د دولتي او شخصي ځمکو غصب، د نشه یي توکو قاچاق، له بشري حقونو څرګند تېري او جنسي زورونې دا هم ګنې رڼې وې؟! چې دوی د رڼو ټاکنو غوښتنه کوي یا یې پلویان واوسي!

سره له دې چې خپله کرزي ددې ګډوله ټلوالې د شتون اعلان په غونډه کې ګډون نه و کړی خو په بې رحمه او جاهله کورنۍ پورې تړلو د هلمند اخوندزاده ګانو او ځینو نورو بړیڅو یې استازولي کوله او ټول پوهېدل چې ددې ملي ایتلاف په حقیقت کې ملي اختلاف یوه ضلع او نوښتګر د عصر الفساد بنسټګر حامد کرزی دی.

ده( حامد کرزي) پخوا هم ځینې کسان د اوسني حکومت پرضد بغاوت ته لمسولي وو. داسې هم ویل شوي چې معلم عطا او ځینې نور جنګسالاران د کرزي له کوره د دوستم هرکلي له پاره هوایي ډګر ته ورغلي وو.  

د رپوټونو له مخې حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې د لوی ملي ایتلاف (اختلاف) په ملاتړ سره ویلي چې دغه جوړښت د افغانستان د خلکو تر منځ د یووالي پیاوړتیا او د رڼو ټاکنو له پاره جوړ شوی دی.( هغه ملي یووالی چې د ښاغلي کرزي په واکمني کې و؟! له پېښوره راغلی تنکی ځوان چې پاړسو یې نه وه زده او د پښتو ویلو په جرم د څرخي پله د تالاشي پوسته کې لنډغرو ووژلو، له شمالي ولایتونو پښتانه په زور وایستل شول ځمکې او کورونه یې غصب شول) هغسې رڼې ټاکنې چې کرزي او ورونو یې له کابل بانکه د یو میلیارد ډالرو غلا کړیو پیسو په زور وکړې چې تاوان یې ډېرکلونه ولس پرې کړ)  

ده ( حامد کرزي)همداراز، ویلي چې ګډې هلې ځلې د بهرنیانو د لاسوهنو او په هیواد کې د نفاق مخه نیولی شي.هغو بهرنیانو لاسوهنې مخنیوی چې کرزی یې واک ته ورسولو او د میلیاردونو ډالرو غلا زمینه یې ده او د ده د خوښې وړ لنډغرو ته برابره کړه)

رښتیا بلې خبره خواته لاړه نه شي مطلب مې د کارمل او کرزي په کړنو کې ورته والی یا کرزی د کارمل پر پلونو روان ښودل و چې یو څه رڼا پرې واچول شوه خو غواړم د دواړو وروستۍ کړنې هم پرتله کړم.

کارمل د نجیب پرضد د دوستم او مسعود ترمنځ جوړجاړي ته زمینه برابره کړه په دې تمه چې ده ته به په کې یو څه ورسېږي خو پر دې نه پوهېده چې هغوی هر یوه خپله اجنډا درلوده نو ځکه خو جوړ جاړی وشو خو کارمل په کې لکه… بهر پاتې شو. اوس کرزي هم هماغه لوبه رااخیستې خو په دغه توپیر چې د وخت شرایطو ته په کتو کرزي بیا هرځای چې غل غدوی، لنډغر، جنګسالار، د نشه یي توکو قاچاق وړونکي او دده په عصر الفساد کې تر ټولو ډېر فاسد لیدلی سره یوځای کړي په دې تمه چې ولسمشر غني ته سرخوږی جوړ کړي. دی داسې ګڼي چې غلو او جنګسالانو دده په واکمني کې ښې مزې چړچې وکړې نو هغوی به یوځل بیا دی واک ته ورسوي چې په خپل خام فکر به بیا دده او جنګسالارانو پير پیل شي خو دی پر دې نه پوهېږي چې لومړی خو جنګسالاران اوس هر یو خپل خپل ګاک لري چې ډول ته یې ګډېږي نو ځکه خو فکر نه کېږي چې بیا به کرزی واک ته ورسوي خو که دغه کار وهم کړي له دې وروسته خو امریکایي الوتکې نه شته چې د بدمعاشي پروخت د دوستم د کور د پاسه هوایي بم وچوي او دوستم خلیلزاد ته ووایي«داکترصایب سال یکبار ادم خر میشه مه ام خر شده بودم بس است اشتکا میترسه»هغه وخت به د کرزي په خوله څوک پیاز هم نه وړوي. خو تر ټولو مهمه خبره داده چې که د کرزي په لارښوونه یا هم پر خپل سر جنګسالان یا نور څوک له ناقانونه لارې د واک غصب او یا د واک مشروعیت له منځه وړلو هڅه وکړي هیڅ ګټه هم نه شي کولی ځکه اوس طالبان په دوو پښو ناست دي همدا چې کومه ګډوډي جوړه شي بیا څوک د طالبانو مخه نه نیسي او هغوی به له کوم خنډ پرته پر ښارونو راخوشې او نر به هغه جنګسارلار وي چې په تېښته ځان ترکولیاب یا مشهده ورسوي. ښه خبر داده چې کرزی او نور جنګسالاران په هېواد کې د باعزته سولې له پاره کار وکړي له دې دسیسو دې تېر شي ځکه چې بیا هم وایم ګټه نه شي کولی خو زیان به یې بیا هم ملت او خپله دسیسه ګرو ته ورسېږي.  

(۱)ببرک کارمل د حفیظ الله امین په شان د سازمان ورکولو کاري وړتیا نه درلوده، نو ځکه خو یې د روسانو په زور خپل سیال ووژلو او د واک پرګدۍ کیناست. کرزي هم د واک نیولو له پاره کوم پوځي سیاسي ځواک نه درلود، ده د مسعود، ګلبدین، ملاعمر او نورو په شان کومه پیاوړې ډله جوړه نه شوه کړی او لا یې هم نه لري     نو ځکه خو د امریکایي ځواکونو په زور واک ته ورسېد. دغه دواړه (کارمل او کرزی)په اصل کې د تاریخ تر ټولو ستر دوپه ګان دي چې په دسیسو او غولولو کې اتادي ته رسیدلي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply