محمد نبي په یو ورځنیو سیالیو کی دویم مقام خپل کړ / دعوت میډیا

0 979

محمد نبي په یو ورځنیو سیالیو کې دویم مقام خپل کړ

دعوت میډیا ۲۴ (دوشنبه، ۸ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی او تکړه منځنی توپوهونکي محمد نبي د کرېکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې دویم مقام خپل کړ.

د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه خپره شوې درجه بندۍ کې محمد نبي عیسی خیل د یو ورځنۍ سیالیو په آلراونډرانو کې د پاکستان لوبډلې آلراونډر محمد حفیظ یو نمره شاته کړ او پرځای يې دویم نمبر شو.

محمد نبي د ۳۲۳ نمبرو په لرلو سره د یو ورځنیو سیالیو په آلراونډرانو کې دویم مقام خپل کړ، له بل اړخه محمد حفیظ چې ډیره موده په توپ اچونه کې د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا پرې بندیز لګیدلی و د ۳۲۲ نمبرو په لرو سره درېیم مقام ته ښکته شو.

همدا ډول محمد نبي عیسی خیل چې د افغانستان په ملي لوبډله کې ستر رول لوبوي د شل اوریزو سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې د استرالیاوي ګلین میکسویل وروسته د ۳۲۱ نمبرو په لرلو سره دویم مقام لري.

نوموړی دا مهال د انګلستان په کورنۍ سیالیو کې لوبیږي، چې د توپ اچونې په پرتله په توپوهنې برخه کې ښه ځلیدلی، د محمد نبي سربېره په دغو سیالیو کې راشد خان او مجیب ځدراڼ هم لوبیږي.

افغانستان ملي لوبډلې په تېره نیږدې کې په ځانګړي ډول د توپ اچونې په کې خورا ښه ټیلنټ وړاندې کړ، چې درې یاد سوکه لوبغاړي یې په نړیواله کچه د هر کورني لیګونه برخه ګرځي او یو شمېر بریاوې يې خپلې کړې دي.

دا مهال راشد خان د یو ورځنیو سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې د جسپریټ بومرا نه وروسته دویم او په شل اوریزو سیالیو کې د ۸۱۳ نمبرو په لرلو سره لومړی مقام لري.

په ټیسټ سیالیو کې د استرالیا لوبډلې سټیو سمیت په توپوهنه کې لومړی، توپ اچونه کې د انګلستان جیمس انډرسن او په آلراونډرانو کې د بنګلدیش شګیب الحسن لومړی مقام لري، چې په یو ورځنیو سیالیو توپوهنه کې لومړی هندوستانی ویرات کوهلي، توپ اچونه کې راشد خان او آلراونډرانو کې بنګلدیشی شکیب الحسن شامل دي.

همدا ډول د شل اوریزو سیالیو توپوهنه کې لومړی استرالیاوي آرون فینچ، توپ اچونه کې راشد خان او آلراونډرانو کې استرالیاوي ګلین مکسویل لومړی مقام خپل کړی دی.

د یادونې وړ ده چې په ټیسټ سیالیو کې لومړی هند لوبډله، په یو ورځنیو سیالیو کې لومړی انګلستان او په شل اوریزو سیالیو کې لومړی پاکستان لوبډله ځای لري، چې د افغانستان ملي لوبډله په یو ورځنیو سیالیو کې لسم او په شل اوریزو سیالیو کې له سرېلنکا وړاندې اتم مقام لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply