سالم تنقید او یا ښکاره تخریب!/عبدالله وردک

0 685

ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وی.

ګرانو او عزتمنو لوستونکو!

د سالم تنقید او ښکاره تخریب تر منځ ډېر لوی فرق دی. قدرمن وروڼه او خویندې، باید ددېاستعداد او پوهه ولري چې سالم تنقید د ښکاره تخریب نه جدا، او هغه هېڅکله یو له بله سره ګډنکړي. الحمدالله، مونږه ټول په ترتیب سره، مسلمانان، او افغانان یو. نو د ښکاره تخریب خو بایدهېڅ سوال پیدا نه شي، او دا ځکه چې هېڅ هوښیار او پوه سړی به هېڅکله خپلې پښې پخپلهپرې نکړي. نو هیله ده، چې د سالم تنقید او ښکاره تخریب تر منځ په سمه توګه توپیر وکولایشو.

سالم تنقید، د فشار هغه آله او وسیله ده، چې د هغو پذریعه د یوې ټولنې او یا د یوه ملککارکونکي خپلو مسٔولیتونو ته په ښه توګه متوجه کېږي.

که چېرې په یوه ټولنه کې سالم تنقید رواج ونلري، نو ډېر امکان شته، چې د یوې ټولنې کارونهچې څرنګه لازم وي، په هغه توګه په مخ ولاړ نشي.

د ښو کارو تخریبول خو په هېڅ صورت کې باید هېچا ته د منلو وړ نه وي، او د دغه شانته تخریبمخنیوی باید ډېر ژر وشي.

سالم تنقید، هغه تنقید ته ویل کېږي، چې هغه په سمه توګه، د یوه کار د ښه کولو دپاره په مناسبوخت او مناسب ځای کې وشي، او په هغه کې هېڅ ډول، شخصي غرضونه او هدفونه، نغښتي نهوي. که چېرې همدغه سالم تنقید، په سالمه توګه سر ته ونه رسېږي، نو کېدای شي، چې دغه سالمتنقید بیا په تخریب بدل شي.

د مثال په توګه: که یو څوک خپلې دندې ته هر وخت ناوخته راځي، او بیا ډېر وختي بېرته ځي، اود خپلو نیږدې ملګرو نېکې مشورې بابیزه ګڼي، نو پدغه صورت کې خلک حق لري، چې په دغهنفر تنقید وکړي.

یا په بل عبارت ځینې وروڼه او خویندې چې د یوه کار مسٔولیت په غاړه اخلي، او خلکو ته د خدمتکولو غوړې وعدې ورکوي، او چې کله د یوه کار دپارهٔ تعین شي، نو بیا هغه وعدې تر پښو لاندېکوي، او هېڅ کار نکوي. نو که څوک په دغه ورور او یا خور تنقید وکړي، نو دغه تنقید ته باید دتخریب په سترګه ونه کتل شي.

همدارنګه، که یو څوک د خپل هدف د لاسته راوړلو په خاطر، ناحقه، بېځایه، او بې وخته، تنقیدونهکوي، او کومه د حل لاره هم نه وړاندې کوي، نو دغه شانته تنقید ته، ښکاره تخریب ویل کېږي.

د یادولو وړ ده، چې د سالم تنقید د تشویق مخه هېڅوک هم باید ونه نیسي، او هغه باید د زړه لهکومي تقویه کړي، او هېڅوک هم له سالم تنقید څخه معاف کېدای نشي.

همدارنګه، د یادولو وړ ده، چې داسې ونشي، چې د سالم انتقاد تر نامه لاندې، ښکاره تخریبصورت ونیسي. په تخریب کې ټول شخصي غرضونه او هدفونه پټ وي، او د تخریب پېژندل دومرهسخت کار هم ندی، او تخریب له ورایه تخریب ښکاري.

وروڼه او خویندې، باید ډېر ځیرک او هوښیار و اوسي، چې د سالم تنقید او ښکاره تخریب پهمنځ کې توپیر وکولای شي.

تخریب کار هر وخت کوښښ کوي، چې خپل تخریب ته د حق بڼه ورکړي، او خپل ځان په خاصمهارت سره، حق په جانب وشیي. تخریب کار، هر وخت د پاکو وروڼو او خویندو له پاک نیت اواعتماد څخه ناوړه ګټه پورته کوي، او هغه خپل زهر، په هر مناسب ځای او وخت کې، په خاصمهارت سره، د دوا تر نامه لاندې خلکو ته ور پېچکاري کوي.

د بېلګې په توګه: یو سړی په پټه یوه بده خبره د یوه ورور او یا یوې خور په حصه کې درته کوي،او بیا درته وایي، چې دغه خبره یوازې تاته کوم، او دغه خبره امانته ده، او بل چا ته یې ونکړې. نودغه تخریب کار، خپل تخریب په همدغه ناوړه توګه سرته رسوي، او دا ځکه چې هغه خو ښهمطمىٔن وي، چې دغه پاک مسلمان خو زما نوم نه افشاء کوي، او هغه خپل تخریب ته په ډېرهسپین سترګۍ په ډاډه توګه دوام ورکوي. نو د وروڼو او خویندو دپاره لازمه ده، چې دغه تخریبکار، په همغه لومړنۍ مرحله کې پوه کړي، او د هغه تخریب خنثٰی کړي.

که چېرې دغه تخریب کار ته غوږ ونیول شي، نو پوه شئ چې هغه د خپل مطلب کار وکړ. یعنې،که مار ته یو ځلې په سینه باندې، د ګرزېدو اجازه ورکړل شي، نو بیا به د هغې چاره په ډېرهسختۍ سره وشي.

د پام وړ ټکي:

ځینې خلک خپل تخریب د سالم تنقید تر نامه لاندې په ښه توګه پر مخ بیایي، چې دغه کار د ټولونېکو اصولو خلاف دی، او قدرمن وروڼه او خویندې باید دغه شان تخریب کارو ته ډېر متوجه وي.

همدارنګه، هغه وروڼه او خویندې، چې سالم انتقاد، د یوه کار د اصلاح او ښه والي دپاره کوي،هغوی باید تشویق شي، او په هېڅ وخت کې هغو ته د تخریب کار په سترګه و نه کتل شي، بلکه،هغو ته د مصلحینو او نېکو خلکو په سترګه وکتل شي.

هېره د نه وي، چې دغه سالم تنقید، د غیبت بڼه ځانته غوره نکړي. یعنې، د سالم تنقید، اصليموخه باید اصلاح وي.

همدارنګه باید په یاد ولرو چې: هغه چاته چې الله(ج) عزت ورکړی وي، هغه هېڅوک هم بې عزتهکولای نشي، او هغه چاته چې الله(ج) عزت نه وى ور په برخه کړی، هغو ته هېڅوک هم عزت نشيورکولای. نو راځئ، چې خپل عزت په اسلام کې ولټوو.

هېره د نه وي، چې ځینې خلک به زمونږه په نېغه او سمه لاره کې هر وخت اغزي پاشي. زمونږهدنده داده، چې دغه اغزي به یو په بل پسې له خپلې لارې په سمه توګه لرې کوو، او د اسلام پهرڼا کې به خپل ځانونه، خپل اصلي منزل ته په ډېر احتیاط سره رسوو.

دا باید په یاد ولرو، چي د خپل حرکت، خط سیر ته هر وخت ډېره پاملرنه وکړو، چې الله مکړه، بلطرف ته روان نه و.

په پای کې د الله(ج) د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم، چې الله(ج) د مونږه ټول وروڼه اوخویندې په هر وخت، هر ځای، او هر حالت کې په صراط المستقیم برابر ولري. آمین.

زه یو ځل بیا په ډېره عاجزۍ سره خپل دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او بښونکي دربار ته پورتهکوم، او دعا کوم چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغهالله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply