ننګرهار دغه ډول ژغورل کېدی شي!/ودان روښان

0 689

په دې وروستیو کې ننګرهار د ګلو هار او جلاکوټ د اور په لمبو کې داسې سوزي چې دودونه یې هره ورځ اسمان ته پورته کېږي. داسې ښکاري چې دغلته قیامت راکښته شوی او ځمکه او اسمان سورتنور ګرځېدلي او بېوزله ننګرهاریان لکه نینې په کې تړکېږي. داسې ښکار چې د افغانستان د ویاړ غلیمان له دغه بالاتشبه سر په دنیا جنته غچ اخلي او په جهنم یې بدلوي. په همدې څو ورځو کې داسې مرګوني او ترهګریز بریدونه وشول چې په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې یې په هیڅ ولایت کې ساری نه و لیدل شوی.

د بېلګې په توګه د سې شنبې ورځ په جلال اباد ښار  کې د کډوالو چارو پر ریاست ځان مرګه برید ۱۵ مړه او ۱۵ ټپیان پرځای پرېښودل. په وژل شویو کې یو پولیس او د ای او ام یوه ښځینه کارکونکې وه او ۱۳ نور ټول ملکي وګړي وو. له خپل همیشني تکتیکه په ګټنې لومړی یو بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د کډوالو چارو ریاست مخې ته والوزولو او وروسته دوه نور بریدګر د کډوالو چارو ریاست ودانۍ ته ننوتل او له امنیتي ځواکو سره په جګړه کې ښکېل شول چې له شاوخو اشپږ ساعته جګړې وروسته امنیتي ځواکونو له پښو وغورځول. له دې یوه ورځ مخکې ځان مرګه بریدګر خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر ولسي جرګې ته نوماند، د کوټ ولسوالۍ ولسي پاڅونوالو قوماندان او د مومندو قومي مشر حاجي حایت خان له موټر سره جنګولی و. په هغه برید کې حاجي حیات خان او درې ساتونکي یې ووژل شول.  دغه راز، د همدې اوونۍ د شنبې ورځ په جلال اباد ښار ښار کې د قابله ګانو روزنې پر یو مرکز ډله ییز ځان مرګه برید شوی و چې په پایله کې یې د قابله ګانو روزنې مرکز دوه ساتونکي او یو موټر چلونکی ووژل شول.

تردې مخکې پوځي یونیفورم والا وسله وال ننګرهار کې پنځه پاڅونوال وژلي وو. په هغه پېښه کې د پوله ساتو ځواکونو په یونفورم کې وسله وال کس د نازیانو ولسوالۍ ولسي پاڅونوالو پر موټر برید کړی، چې موټر کې ناست د ملک دهقان پنځه پاڅونوال یې ووژل  او یو بل یې ټپي کړ .

د جولای میاشتې پر ۱۵ طالبانو د ننګرهار ولایت غني خېلو ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته برید کړی و، چې ۷ سیمه ییز پولیس یې وژلي دي.

دغه راز، د جولای پر یوولسمه نیټه د جلال اباد ښار پنځمه ناحیه کې د پوهنې پر ښاري مدیریت ډله ییز ځانمرګه بریدونو کې ۱۱ کسان وژل او لس نور ټپیان شوي وو.  

د ورکړل شویو مالوماتو له مخې د جولای پر لسمه د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند د خالص فامیلیو څلور لارې کې د تېلو یو پمپ سره نږدې ځانمرګه برید کې د ملي امنیت دوه کارکونکي او اته ملکي وګړي وژل او څلور کسان نور تپیان شوي وو چې یو ملکي او درې پوځیان وو.

د جولای میاشتې په لومړیو کې  په جلال اباد ښار کې ځانمرګه برید سک او هندو افغانان په نښه کړل چې په ترڅ کې یې د ورکړل شویو رپوټونو له مخې  ۱۹ کسان وژل او ۲۰ نور ټپیان شوي وو. د مالوماتو له مخې په وژل شویو کې ولسي جرګې ته د سک او هندو لږه کیو ېوازیني نوماند اوتار سینګ په ګډون  ۱۲ یې سک او هندو افغانان وو.  

دې پېښو ته په کتو داسې ښکاري چې اهریمن د ننګرهار د سوزولو له پاره کلک هوډ کړی دی. په پخوا کې به ترهګریزو بریدونو کې یوازې پوځي او امنیتي بنسټونو یا هم د ځانګړو هېوادو څانګې لکه د هندوستان قونسلګري او دې ورته بنسټونه په نښه کېدل خو وروستیو بریدونو وښوده چې د ننګرهار هره څانګه، ان هره ونه بوټی ورته هدف دی.

یو لامل خو یې ښایي دا وي چې په دې وروستیو کې د ترهګرو پر پټنځایونو او ځالو د بې پېلوټه او پیلوټ والا الوتکو بریدونو زور اخیستی، پر هغوی یې کاري ګوزارونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې وراړولې ده. بله دا چې د ننګرهار ولسونو په دې وروستیو کې خپله لار له ترهګرو دلو بېله کړې او نه یې ورته ویلي نو ځکه خو ترهګرو چې په ولسوالیو کې ماتې خوړلې ښار ته یې مخه کړې. د بېلګې په توګه تېره اوونۍ د هسکې مینې ګورګوري سیمه چې له ډېرې مودې راهیسې د خراسان په نوم دداعشیانو ستر او ټینګ مرکز ګڼل کېده د افغان او نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې تر دولتي واکمني لاندې راغله. دغه راز، په اچین، کوټ او ځینو نورو ولسوالیو کې هم مخالفو وسله والو ماتې خوړلې او ولس د دولت ملاتړ کوي چې دغه حالت ترهګر سخت ناهیلي کړي دي.

ځایي خلک او شنونکي د پورتنیو لاملونو ترڅنګ د جلال اباد په ناامنیو کې دوه نور لاملونه هم اغیز من ګڼي:

لومړی دا چې په دې وروستیو کې د ټول هېواد په کچه د خپلسره ډلو ځینې سرلاري نیول شوي لکه فاریاب کې نظام الدین قیصاري، بدخشان کې هدایت الله چې د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي ورور دی، په ارزګان کې رحیم الله او په فراه کې د داوود مبارز نومونه یاد شوي دي نو ځکه خو دننګرهار زورواکي او خپلسري وسله وال ولا وېرېږي نه چې ددوی نوبت هم راورسېږي نو ځکه خو له ترهګرو ډلو سره مرسته کوي چې ښارته ننوځي او ترهګریز بریدونه وکړي.

ځینې شنونکي بیا په دغو بریدونو کې د فسادګرو د پښو پل هم ویني په دې مانا چې مفسد چارواکي د سندونو له منځه وړلو په موخه ترهګر پر خپلو ادارو ورخیژوي او سندونه پرې سوزوي. ویل شوي د ننګرهار پر مستوفیت او هم د کډوالو چارو ریاست کې بریدګرو ځانونه د سندونو خونو ته رسولي او سندونه یې سوزولي دي.

په هرصورت اوس پوښتنه داده چې ددغو بریدونو مخه څه ډول نیول کېدی شي؟ په لومړي ګام کې خو همدا اوس یو پرځای اقدام شوی چې د جلال اباد ښار امنیت یې د ملي اردو ځواکونو ته سپارلی خو زما وړاندیز دادی چې له ځنډ پرته دې ننګرهار ته یو هوډمن، باانظباطه او پاک نفسه جنرال د والي په توګه له عام او تام واکونو سره وګومارل شي. باید دغسې یو کس دې دندې ته غوره شي چې د هیچامخ او څټ ونه ګوري او پر ټولو قانون ښه په نره تطبیق کړي. والي ته باید په ټولو دولتي څانګو کې د هر فاسد او بډې خواره د لرې کولو او ان محاکمې واک ورکړل شي.  

د ملي اردو ځواکونه دې له ښاره بهر او د ښار دننه څلور لارو، درې لارو، دوه لارو نورو حساسو ځایونو کې ټینګې موضع ګانې جوړې کړي. په لومړي سر کې دې له ټولو خپلسره وسله والو ښار ته د نه ننوتلو او خپلو وسله سپارلو خبرداری ورکړي.  له توغندي ویشتونکو سره ګوته به ماشه پوځیان دې په پوستو کې ځای پرځای او پرسرغړونکو په تېره خپلسره  وسله والو دې د زرې په اندازه هم رحم ونه کړي او تر اور لاندې یې ونیسي. پوځیان دې له ځند پرته د ښار ټولې شکمنې سیمې په داسې بڼه تالاشي کړي چې ان یوه چاړه یا چاقو یې هم له نظره پټ پاتې نه شي.

چارواکو، وکیلانو او نورو هغو مخورو ته چې په رښتیا سره ساتونکو ته اړتیا لري، په پوځي یونیفورم کې ثابت ساتونکي وګومارل شي خو په هیڅ صورت یې شمېر له ۴ زیات نه او وسلې یې ثبت او راجستر شي. زه باوري چې په لنډه موده کې به د جلال اباد امنیت کې ۳۶۰ درجې مثبت بدلون راشي.

په دغه کار کې هیڅ خطر نه شته بلکې ګټه یې له تصوره هم لوړه ده دا ځکه چې د ننګرهار ولس د خپلو لوړ شعور او عالي کرکتر په لرلو سره د هیڅ زورواکي ناقانونه کړنو ملاتړ نه کوي، بلکې د قانون په ټینګښت کې هر راز قرباني او سرښندنې ته هم چمتو دي.

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply