پر غزني د طالبانو بريد؛ د پردې تر شاه څه تېريږي؟ / خوشحال آصفي

0 565

وروسته له هغې چې د وسله والو طالبانو او امریکايې چارواکو تر منځ مخامخ خبرې رسنيزې شوې؛ وسله والو طالبانو د پخوا په پرتله خپلو غلچکي تهاجمي بريدونو ته زور ورکړی دی. د تيرې جمعې شپه وسه والو طالبانو د غزني پر ښار ډله ییز بريد وکړ چې د دغه ډلې د ویاند په خبره طالبانو د ښار ځینې برخې ونیولې. ويل کيږي طالبانو د غزني د موبایل ټېلفونونو شبکې ویجاړې کړي او له غزني ښار سره هر ډول ټېلفوني تماس پرې کړی دی. په ښار کې دوکانونه بند دي، خلک لا هم وارخطا دي او وايي چې د ښار په ځینو برخو کې یې طالبان لیدلي او له خلکو تلاشي اخلي.

که څه هم غزني لا له وړاندې د سقوط پر کرښه ولاړ و او د ولسوالي د مرکزونو پرته نورې برخې يې د طالبانو په لاس کې وې؛ خو له څلور خواوو د غزني پر ښار بريد يې سياسي اهداف تعقيبوي.

پر غزني د طالبانو د بريد تر شاه

وسله وال طالبان پر غزني ولايت په داسې مهال بريد کوي چې له يوې خوا د وسله والو طالبانو او د امریکايې چارواکو تر منځ مخامخ خبرې روانې دي او له بلې خوا په وروستيو کې سیاسي ګوندونو او خوځښتونو د پخلاینی د بهیر له پاره د یو ملي پلاوي د ټاکلو اعلان کړی دی. د دوه موخو لپاره پر غزني وسله والو طالبانو برېد کړی دی.

لومړی: وروسته له هغې چې په افغانستان کې د طالبانو د جګړې په اړه په کور دننه او بهر د اسلامي عالمانو لخوا فتواوې صادرې شوې او ټولو په يوه خوله په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله نو له وسله والو طالبانو د جګړې د مشروعيت ډال واخيستل شو. په رسنيو او خپل منځي مجالسو کې د هر چا په خوله همدا خبره ډېره تکرارېدله چې د طالبانو جګړه نور مشروعيت نه لري او دغې ډ‌لې خپل قوت له لاسه ورکړ. نو د دې لپاره چې طالبان بېرته خلکو ته وښيې چې دغو فتواوو د دوی پر روحيې او جګړې کوم اغيز نه دی کړی؛ پر ښارونو بريدونو ته يې مخه وکړه. له څلورو خواو د طالبانو بريدونو او له لومړیو امنیتي کمربندونو ماتول او ښار ته ننوتلو سره دوی غواړي وښيې چې چې طالبان لا هم خطرناک پوځي ځواک دی.

دویم: دا چې په وروستيو کې له يوې خوا د وسله والو طالبانو او د امریکايې چارواکو تر منځ مخامخ خبرې روانې دي او له بلې خوا ځينو سیاسي ګوندونو او خوځښتونو د سولې بهیر لپاره د یو ملي پلاوي د ټاکلو اعلان کړی دی؛ اوس وسله وال طالبان د ډېر امتياز په لټه کې دي. طالب غواړي چې په لويو ښارونو د بريدونو له لارې افغان حکومت، امريکا او د سولې بهير د پر مخ بيولو لپاره د سياسي ګوندونو او خوځښتونو د ټاکل کېدونکي پلاوي څخه زيات امتياز وشکوي.

دا سمه ده چې اوسمهال د وسله والو طالبانو او امريکا تر منځ په خبرو کې افغان دولت شتون نه لري، دخيل نه دی خو دا هم امکان نه لري چې د افغان دولت له مداخلې پرته دې جګړه پایته ورسيږي او يا دې طالب او امریکا نتيجې ته ورسیږي. حتی نړيوال قدرتونه هم د افغانستان د دولت له مداخلې او شتون پرته نشي کولی چې د افغانستان د مسالې سياسي حل پيدا او طالب ته په سياسي اډانه کې ځای ورکړي. طالبان پوهيږي چې افغان دولت به خامخا د خبرو يوه برخه وي نو د دې لپاره چې له افغان دولت سره له لوړ موقف خبرې وکړي او ورته خپل پوځي ځواک وښيې؛ په لويو ښارونو يې بريدونه پيل کړي چې غزنی يې يوه بېلګه يادولی شو.

بل لور ته په جوزجان کې د طالبانو لخوا د داعش ډلی ځپل، ننګرهار کې د داعش پر خلاف د طالبانو د سرې قطعې چمتوالی او بالاخره پر غزني د طالبانو وروستي بريدونو سره طالبان افغان حکومت، امریکا او نړيوالې ټولنې ته ښيې چې دوی اوس هم په د يو پوځي ځواک په توګه له افغان حکومت سره جنګيږي او له لوړ موقفه به افغان دولت او امریکا سره خبرو ميز ته حاضريږي. پس ويلای شو چې د غزني جګړه هم د امتياز پر سر د طالبانو، افغان حکومت او امریکا تر منځ د چنو وهلو جګړه ده چې د سولې راتلونکو خبرو لپاره ډېر امتياز ترلاسه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply