د حکومت سکوت، غزنی تر سقوطه ورساوه

0 623

د حکومت سکوت، غزنی تر سقوطه ورساوه
د غزني جګړه امنيه قواماندان په يوازې ځان مهار کړه

وړمه شپه شاوخوا يوه بجه طالب ترهګرو پر غزني ښار له بېلابېلو خواوو ناتار بريدونه پيل کړل او بيا د دواړو غاړو تر منځ نښتې پيل شوې چې د پرون ورځې تر پايه هم خال خال ډزې روانې وې.
طالبانو له څو ولسواليو پر غزني ښار د بريد پلان جوړ کړی و او په يوه وخت يې پر ښار هجوم ورووړ.
دوی د ښار د کمربند پوستې يو په بل پسې سقوط کړې، خو ښار ته له رسېدو سره سم، حالت ناڅاپه تغيير وکړ او طالبان په حيرانوونکې توګه له مرګ او ماتې سره مخ شول.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې طالبانو له څو ورځو راهيسې پر غزني ښار د بريدونو پلانونه جوړول او په دې اړه يې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې غونډې کولې.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، دوی په څو ولسواليو کې په ټانکونو او غټو موټرو کې بمونه ځای پر ځای کړي وو او تابيا يې کړې وه چې ښار ته له ننوتو سره سم به دغه موټر بمونه د ښار په منځ کې الوځوي، خو د غزني امنيه قوماندان يې پر پلان وار له مخه خبر شوی و.
ده ټولې هغه لارې تړلې وې او يا يې ورباندې کمينونه نيولي وو چې طالبانو غوښتل له هماغو لارو ښار ته په بمونو بار موټر او ټانکونه ننباسي.
په دې سربېره، وړمه شپه وار له مخه د ښار په بېلابېلو کوڅو او حکومتي ودانيو کې سرتېري ځای پر ځای کړل شول وو چې د طالبانو له بريدونو سره سم به، دفاع کوي.

همدا لامل و چې طالبان ښار ته له ننوتو سره سم، له بېلابېلو خواوو تر بريدونو لاندل شول او درانه تلفات يې ورکړل.
د غزني د پښتون‌اباد سيمې اوسېدونکی حضرت شاه وايي، طالبانو د ښار په ځينو کورونو کې مورچې ونيوې او له عامو خلکو څخه يې د ډال په توګه کار اخيست.
دی وايي، لارې او کوڅې د طالبانو په جسدونو ډکې دي.
د غزني امنيه قوماندان فريد مشعل بيا پرون ماسپښين سرخط ته وويل چې د ښار په ځينو سيمو کې د طالبانو د هغو جسدونو شمېر چې پر سړکونو پراته دي، تر سلو اوښتی دی.

ده وويل، تر پلونو لاندې او له سترګو په ګوښه سيمو کې هم پرېمانه جسدونه پاتې دي چې ښايي وروسته يې شمېرې په ډاګه شي.
د قوماندان په خبره، په دې سربېره، طالبانو له ځان سره د پرېمانه کسانو جسدونه وړي دي او په دې سربېره، د طالبانو مرستې ته له بېلابېلو سيمو پر را روانو نورو جګړه‌مارو بمبارۍ شوې دي چې هلته هم درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
د غزني په دغه جګړه کې امنيه قوماندان د جګړې اتل شو او په يوازې ځان يې درسته جګړه نه يوازې مهار، بلکې وګټله.
له ده سره تر هغه وخته پورې چې جګړه سړېده، حتا په غزني ښار کې د ملي اردو له قرارګاوو هم هيڅ ډول مرسته و نه‌شوه.
د غزني ځوان او مدني فعال نوروز شرافت وايي، په دغه ولايت کې د امنيتي ارګانونو تر منځ هيڅ همغږي نه‌شته او همدا لوی لامل دی چې درست ولايت په اور کې سوځي.

دی وايي، امنيه قوماندان او ملګري يې د شپې له دوولسو بجو د غرمې تر دوولسو بجو په توده جګړه بوخت وو، خو له پوليسو پرته يې هيڅوک مرستې ته نه ورغلل.
شرافت وايي، د غزني د ناامني بل لوی لامل د حکومت سکوت و چې ولايت يې تر سقوط پورې ورساوه.
دی وايي، دا څو کاله کېږي چې د ولايت ګڼې ولسوالۍ سقوط دي، هره ورځ له ولسواليو څخه ښار ته جنازې او جسدونه را روان وي، خو حکومت ورباندې خوله پټه نيولې ده.

په دې سربېره، د ښار په څنډو کې زياتې شپې جګړې روانې وي، پوليس وژل کېږي، ترورونه اوج ته رسېدلي دي، خلک چيغې وهي، خو داسې ښکاري لکه حکومت ته چې يې غم تر واوره سوړ وي.
“دا دوه درې کاله کېږي چې طالبان د ښار له دوکانونو څخه باج اخلي، هره مياشت يې کسان راځي، پر دوکانونو ګرځي او خپلې پيسې ټولوي. حتا د ښار د ښوونځيو له ښوونکيو هم پيسې وړي، ځينې داسې اوازې هم دي چې د ولايت مقام کارکوونکي لا طالبانو ته باج ورکوي، خو حکومت دا هر څه په سترګو ليدل، مګر اقدام يې نه کاوه.”
د همدې ښار يو بل مدني فعال حيدر اندړ وايي، حکومت له کابله اعلانونه کوي چې طالبان هدف ته و نه رسېدل او ماتې يې وخوړه، خو وايي، طالبانو خپل کار وکړ.

دی وايي، هغوی ته د خپلو کسانو مرګ او مړينه هيڅ ارزښت نه لري. يوازې دا ورته ارزښت لري چې پر خلکو وېره تېره کړي او ودانيو ته اور واچوي.
“طالبان راغلل خپل کار يې وکړ. هغوی ته دا مهمه نه ده چې څو کسه يې ووژل شول او څو يې ژوندي وتښتېدل. دلته يې يوه ورځ او شپه پر خلکو وهم تېر کړ، ودانيو ته يې اورونه واچول او تمامه ورځ په مطبوعاتو کې د ښار د سقوط اوازې وې، دا د طالبانو لپاره لويې لاس ته راوړنې دي. اوس که حکومت هر څومره اعلان وکړي چې طالبان يې مات کړي، هغوی خپل کار کړی دی.”
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، د غزني په بريدونو کې تر پرون ناوخته پورې د پنځه‌ويشتو تنو په شاوخوا کې عام وګړي ټپيان شوي وو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.

دوی د طالبانو په هغو هاوانونو او توغنديو ژوبل شوي چې د ښار له څنډو يې د ښار پر لور ويشتل او پر کورونو را پرېوتل.
په دې سربېره، په دغو نښتو کې د پوليسو يو افسر او يو عام وګړی هم شهيدان شوي، خو ځينې سرچينې وايي، د ښار پر کمربندي پوستو په بريدونو کې سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې دقيق شمېر يې لا نه دی په ډاګه شوی.
هاخوا بيا ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، په يوه خپره کړې اعلاميه کې ادعا کړې وه چې د يو سل او څلوېښتو په شاوخوا کې پوليس يې شهيدان کړي او د ښار بېلابېلې سيمې يې نيولې دي.
ده خپلې غاړې ته اوښتې مرګ ژوبله بابېزه او د ګوتو په شمېر بللې وه.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply