داځلي اوربند به د سولې رنګ راوړي؟

0 556

محمد روښان ښاد

تېر ځل اوربند ته هېوادوال په دو لحاظو زیات خوشاله و، لومړی دلیل یې دا و چې اوربند په هېواد کې بېخي نوې تجربه وه، خصوصاً په وروستیو اولسو کالو کې، نو له همدې امله خلکو اوربند د دایمي سولې لپاره پیلامه باله. دویم دلیل یې دا وو چې اوربند تقریباً تر سولې هم ور اخوا وو، ځکه د کوچني اختر په ورځو کې طالبان د حکومت او حکومتي او امنیتي کسان د طالبانو سیمو ته له خپلو وسلو او بیرغونو سره لاړل او راغلل.

ولس د دې هر څه ننداره کوله او هغوی هیڅ دا باور نه کاوه چې ګوندې بیا دې دغه دواړه ډلې په خپلو کې یو بل ته د توپکو میلونه ونیسي او یو پر بل دې مرګوني بریدونه وکړي، ځکه د اختر په ورځو کې یې یو بل په غېږو کې ونیول، خواله او خبرې یې سره وکړې او خوښۍ یې په شریکه سره ولمانځلې. حکومت د ولس دغې هیلې ته د رسېدو په درناوي خپل اوربند لس ورځې نور هم وغځاوه، خو له بده مرغه چې طالب وسله والو د اختر په څلورمه ورځ بیا جنګ، وحشت او وژنو ته مخه کړه.

دا ځل بیا د اوربند اوازې ګرمې دي او حکومت خو د تل په څېر لا د وخته د سولې هڅې پیل کړي او غواړي چې بیا اوربند اعلان کړي او د دې لپاره یې د ټولڼې له بېلابېلو اقشارو سره سلا مشورې هم کړې دي، مګر دا ځلي اوربند ته نه ولس چندان ډېر هیله من دی او نه هم د تېر په څېر ورته خوشاله دی، ځکه ولس ولیدل چې له تېر اوربند وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې سخت جنګونه وشول، بې ګناه خلک ووژل شول او له بده مرغه دغه لړۍ لا هم جریان لري.

دا ځل د ولس شر او وړاندیز دادی چې که اوربند کېږي نو دایمي اوربند دې وشي، ترڅو د دایمي او باعزته سولې لامل شي. د څو ورځو اوربند نه ولس غواړي او نه یې هم د هېواد په خیر او ګټه بولي. حکومت لا دمخه دایمي اوربند او سولې ته تیار دی، خو اوربند باید دوه اړخیز وي او طالبان هم باید سولې او اوربند ته خپل چمتووالی وښیي، مګر له یوې خوا د طالبانو په لیکو کې خپل منځي اختلافات زیات دي او له بل لوري دوی چندان په خپل واک کې هم نه دي نو له دې امله به سخته وي چې طالبان دې دایمي اوربند اعلان کړي.

د دایمي او دوه اړخیز اوربند لپاره یو کار کېدلی شي چې نړیواله ټولنه پر پاکستان فشار زیات کړي او رښتینی فشار ورباندې راوړي. تر څو د پاکستان له لارې طالبان یا اوربند ته مجبوره شي او یا هم بېخي له جنګ څخه لاس واخلي. تر هغو چې پاکستان ونه ګواښل شي، منابع او ګټې یې په خطر کې ونه لوېږي او دا حس نه کړي چې د نړیوالو له لوري به منزوي او له بندیزونو سره مخ شي، نو تر هغو به نه پاکستان د طالبانو له هر اړخیز ملاتړه لاس واخلي او نه به هم طالبان دایمي او دوه اړخیز اوربند اعلان کړي.

ولس اوس دې نتیجې ته رسېدلی دی چې یوازې له افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني مه واره نه طالب سولې او اوربند او دې هېواد او ولس ته ژمن دی، نه پاکستان، نه ګاوندیان او نه هم د امریکا په ګډون نور بهرني هېوادونه د جنګ پایته رسېدل غواړي. نو که دا ځل کېږي دایمي اوربند دې وشي چې د سولې رنګ راوړي، ځکه مهالني اوربندونه سوله او د سولې رنګونه له ځانه سره نشي راوړلی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply