افغانانو، وطنوالو او طالبانو! ګاونډیان مو وطن له بیخه ورانوي

0 728

روان پښتون  

ګاوندیان(ایران او پاکستان) او د افغانانو نور لرې او نږدې قسم خوړلي غلیمان خپله او هم د خپلو لاسپوڅو په لاس پر ټول توان هڅه کوي افغانستان یو ځل بیا لوټې لوټې کړي او هغه د چا خبره ډبر پیر ته یې ستون کړي.

دوی کله هم نه شي زغملی چې افغانستان دې ودان او افغانان د عزت خاوندان شي.

بدنیته ګاونډیان دا نه شي زغملی چې افغانستان او افغانان دې دولت، دولتي بنسټونه، ادارې، وسله وال پوځ او په ټوله کې انساني ژوند ولري.

اوس چې ایراني متعصب چارواکي له یوې خوا د امریکا بندیزونو لیوني کړي او له بلې خوا یې پر خپلو ناسمو او غیرعلمي کړنلارو ایران د وچکالي تورې بلا سره مخ کړی نوره لار ترې ورکه شوې لکه خرووړي سپې پر موږ بګورې را لکوي.

له بله پلوه پاکستاني پوځي فاشیستان چې له ترهګرۍ د ملاتړ په غبرګون کې هم د امریکې له غضب سره مخ او هم په دغه جعلي هېواد کې د پښتنو، بلوڅو، سندیانو او نورو اسیرو قومونو د قهر له توپان سره مخ شوي، یوازېنۍ د تښې او ژغورنې لار د بې ګناه افغانانو وینو تویولو کې لټوي او پر خپل ټوان یې افغان وژنۍ او افغانستان ورانونې ته زور ورکړی دی. د افغان او افغانستان دغو دواړو تاریخي غلیمانو یوازې پر خپلو هڅو بسنه نه ده کړې بلکې د افغانانو بل تاریخي او قسم خوړلی غلیم؛ روس یې هم ورسره شریک کړی دی.

دوی په بیلابیلو بڼو او له بېلابېلو لارو هم د خپلو وسله والو لاسپوڅو او هم د افغانستان سیاسي نظام اډانه کې د خپلو اجیرو تش په نوم سیاسي ډلو ټپلو، قومي ټیکه دارانو او نورو جاسوسانو په لاس د افغانستان له بیخه ورانولو ته زور ورکړی دی.

کله چې محقق وایي: «زه افغان نه یم، زه هزاره یم او پر نورو د افغان هویت منل به د کورنۍ جګړې په مانا وي». دغه راز، محقق په یو بل نادره کشف کې ویلي چې «طالبان د افغانستان پر ۷۰ تر ۸۰ سلنه واکمن دي.»

له دې داسې ښکاري چې دا د ده خبرې نه دي بلکې ورته ویل شوي پر ټول توان د دولتي واکمني ننګولو او بې اعتباره کولو له پار کار وکړي. که داسې نه وي کله چې ده د افغانستان ولسي جرګې غړي او اجرایه رییس دویم مرتسال په توګه لوړه کوله په هغه کې یې د افغانستان اساسي قانون منلو قسم کړی دی. د افغانستان اساسي قانون څلورمه ماده کې راغلي چې: « دافغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کېږي»  خو نن بیا وایي چې دی هېواد کې د کورنۍ جګړې اور بلوي خو د افغان کلمه نه مني. دغه راز، محقق چې په پخوا کې ځان د طالبانو دوښمن ګاڼه اوس بیا څه ډول د طالبانو د ځواکمني ډنډورچي دنده مخته وړي؟ سره له دې چې په دې وروستیو کلونو کې د ای اس ای او ایران اطلاعاتو په منځګړیتوب او لارښوونه د طالبانو او محقق تر منځ په غزني او نورو هزاره میشته سیمو کې نااعلان شوی اوربند ټینګ شوی او ورسره ددواړو لورو ترمنځ د وسلو او مهماتو خورا ګټوره سوداګري روانه ده خو په ښکاره محقق پلوه رسنۍ طالب دوښمنه خو په اصل کې پښتون دوښمنه تبلیغات کوي.

د محقق له وروستیو اپلتو د انسان ذهن ته ټیک د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ګواښونه راګرځي چې ویلي یې دي: « که افغانستان اوبه رانه کړي له خپلو ډېرو غوراویو به کار واخلو» اوس چې له افغانستانه، ایران ته لسګونه میلیارد مترمکعبه اوبه وړیا روانې دي خو دوی نورې هم غواړي او په پام کې لري چې ټول عمر د افغانستان اوبه وړیا خپلې کړي او دا هغه وخت شونې ده چې په افغانستان کې حکومت نه وي. اوسني حکومت چې له ډېرو ستونزو سره سره بیخي لږ اوبه راګرځولي همدغه حالت پرایرانیانو اور بل کړی او نه یې شي زغملي نو ځکه خو یې له یوې خوا په فراه، نیمروز او نورو لوېدیځو سیمو کې د جګړې اور بل کړی، له بله پلوه محقق او نور ایران پلوي کورنۍ جګړې ته هڅوي.

همدا اوس چې کوم پوځي او سیاسي کړکیچ په افغانستان کې روان دی له شک او تردید وتلې خبره ده چې په دې ټولو کې د همدغو هېوادو استخباراتي دوزخي سازمانونو لاس دی.

که په ځیر سره وګورو، افغانانو په ډېرو خواریو، ستونزو، د خپلو او پردیو نادودو، جفاګانو  او د نړیوالو په مرستو او خورا زیات کړاو په دغو شاوخوا ۱۷ کلونو کې افغانستان تر دغه ځایه راورسولو خو اوس داسې کړۍ شته چې هڅه کوي افغانستان یو ځل بیا د تنظیمي انډوخر پړاو ته بوځي. دا اوس چې د لنډمهاله حکومت جوړولو او لویې جرګې راغوښتلو …څه… او… او… څه؟  په اړه ځینې پېژندل شوې کرغېړنې څېرې کومې ډنډورې خپروي ددې تر شا همدا موخه پرته ده چې افغانستان کې بیا د تنظیمي غویمنډ پیر تکرار کړي. په دې کې شک نه شته چې اوسنی دولت هم ډېرې ستونزې او نیمګړتیاوې لري چې هره یوه یې خپل ځانګړي لامل زېږنده ده خو دا بیا ددې مانا نه لري چې دغه هرڅه دې ړنګ او ولس دې بیا په ناتار کې راګیر شي. ښایي ځینې دغه کسان د خپلې لنډ فکرۍ او له غوړې شورا

باتې کېدو غچ اخیستنې احساس په لمبو کې سوزي او پردې نه پوهېږي چې ددغه تونل پای کوم ځای وتلی خو داسې ډلې ټپلې او کسان شته چې د همدې موخې( دافغانستان له بیخه ورانۍ ډبر پیر ته وروګرځولو)له پاره یې دنده اخیستې.

کله چې د ستر ملي ایتلاف په نوم د اکثریت غلو، لنډغرو، جنګي جنایتکارانو او مفسدینو ټلواله د ولسي جرګې ټاکنو کې د درغلي مخنیوي په موخه داسې شرطونه وړاندې کوي چې په هیڅ منطق عملي نه دي او تر بل هرچا دوی خپله ښه پرې پوهېږي چې په بایومتریک سیستم د رایه ورکونکو نوملیکنه ناشونې ده، سیاسي ګوندونو ته اوس په ولسي جرګه کې ونډه ورکول ناشوني دي… خودوی دواړه پښې به یوه موزه کې ننه ایستلي چې که داسې ونه شي ټاکنې نه مني او دوی به دا… او… هغه… وکړی. دا په دې مانا ده چې دوی هسې پلمې لټوي او دا پلمې یوازې او یوازې د دولتي سیستم له ورانولو بل څه نه شي تعبېرېدی.

اوس چې د ستر ملي اختلاف سرلاري وایي چې له طالبانو سره خبرو ته چمتو دي دا د دوی کومه اختراع او نوښت نه دی بلکې دا هم د ای اس ای دسیسه ده چې په دې توګه غواړي د افغانستان حکومت مشروعیت له پوښتنې سره مخ او زیانمن کړي، په داسې حال کې چې ای اس طالبانو ته له خپل پلار سره لا د خبرو اجازه نه ورکوي، نو څنګه شونې چې د ملي اختلاف له سر لارو سره چې دېر یې د هغوی پخواني غلیمان دي د خبرو اجازه ورکړي. دا یوازې د دولت په نوم سیاسي جوړښت له منځه وړلو خطرناکه دسیسه ده او بس.

ای اس ای په هیڅ بیه چمتو نه ده چې طالبان په سوله ییز ډول واک کې شریک شي.        د ملاعبیدالله، ملابرادر، ملا اغاجان معتصم، مولوي عبدالرقیب او نورو برخلیک ټولو ته لکه لمر روښانه دی چې سولې ته یې ماټکې لیوالتیا ښودلې وه.

ها خوا چې د سولې له پاره د ویرجنو، کونډو، رنډو، یتیمانو، بورو، ورارو ساندو کوکو د هېواد غرونه رغونه پر سر اخیستي او د کوچني اختر اوربند پر مهال خپله طالبانو په وازه خوله وویل چې له جګړې ستړي شوي او نور سوله غواړي خو په بشپړ باور ویلی شو چې له اوربند لږ ځند وروسته دا ای اس ای و چې خونړیو جګړو ته یې طالبان بیا پورې وهل. عامو خلکو، افغان ځواکونو او په خپله طالبانو ته د غزني ناورین یوازې او یوازې د سولې بهیر سبوتاژ او د افغان او افغانستان تباهي په موخه رامنځته شو.

طالبانو ته وایم: دخدای پار دی ای اس یوازې پر تاسې هېواد ورانوي او بس. ای اس ای هغه ډول چې مجاهدین له نجیب سره سولې ته پرېنښودل او هېواد یې پرې وران کړ، نو طالبانو تاسې هم سولې ته نه پرېږدي د ای اس ای موخه د یو هېواد په توګه د افغانستان له منځه وړل دي. اوس چې امریکا هم چمتو شوې له تاسې(طالبانو) سره خبرې وکړي، دغه فرصت له لاسه مه ورکوﺉ! په دې سره به ستاسې او هم ددغه قوم عزت خوندي شي. هرڅومره چې سوله ځنډوﺉ یوازې د افغانانو زیاتې وینه تویوﺉ او بس!

اولس ته وایم، د خدای روی ته وګورﺉ! راویښ شئ قسم خوړلي غلیمان مو د هېواد له بیخه ورانولو ته ملاتړلې! که نن خپل هېواد او پېژند ونه ژغورﺉ سبا به ډېره ناوخته وي، زما دې غاړه خلاصه وي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply