د (ښه ژوند تګلارې) کتاب چاپ ته واستول شو

0 2,984

 

د “ښه ژوند تګلارې” کتاب د ارواپوهنې برخه ده چې د ښوونځېو زده کوونکو، د پوهنتون محصلینو او استادانو لپاره پکې بېلابېل نوي او ګټور موضوعات ځای پر ځای شوي دي. دا کتاب له هېواده بهر د بېلابېلو نومتو پوهنتونونو استادانو/ارواپوهانو ګټورې لیکنې دي چې په انلاین بڼه له بېلابېلو نومتو ویبپاڼو راخیستل شوي دي چې د هېواد د نوي کهول ځوان ليکوال او ژباړن “استاد حضرت عثمان نوري” راژباړلی دی.

استاد له دې وړاندې لومړی کتاب (د ژوند اووه رازونه) تر نامه لاندې ژباړلی وو چې له چاپ وروسته ډېر ژر وپلورل شو،  دا یې دوهمه هڅه ده چې ژباړه یې روانه، فصیحه او مننونکې ده. د کتاب لومړۍ، منځنۍ او د پای برخه ګټوره او په زړه پورې موضوعات لري او د نن عصر د ځوان کهول لپاره خورا ښه او ارزانه درملنه پکې تر سترګو کېدای شي.

د “ښه ژوند تګلارې” کتاب باندې بیا کتنه او سموونه ادیب ملګري “اختر محمد ژوندون” کړې ده او تقریظ یې هم پرې کښلی دی، دغه راز پرې له ډېرې مینې ګران ملګري “نور عمر” هم تقریظ کښلی دی.

ددې کتاب چاپچارې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپیږي چې په پلازمېنه کابل کې یې له اکسوس او مستقبل کتاب پلورنځېو، لغمان کې یونس کتابخانه، ګردیز ښار کې علمي او روحاني بابا کتاب پلورنځېو، خوست کې له ژوندون کتاب پلورنځي، په لوی کندهار کې له سنځر خپروندویه ټولنې او په لوی ننګرهار کې به یې له ټولو کتاب خانو ترلاسه کولای شئ.

کتاب به ډېر ژر له چاپه را ووځي او تر تاسو به یې ورسوو. چاپ یې پر موږ او لوستل یې پر تاسو.

سهار خپروندویه ټولنه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply