پر هدیرو حاکمان په وینو نشه دي

0 1,175

افغانستان د خونړۍ بیالې پر داسې څنډه ډډه وهلې چې روانې وینې یې توپاني سمندر ته وربهېږي او هلته پکې سرې وینې د اسمانې اوبو هومره ارزښت نه لري.
د هرې ورځې په تېرېدو سره یې هدیرې پراخېږي او د کفن او تابوت‌پلورنې دوکانونه یې زیاتېږي. په نړۍ کې افغانستان ممکن له څو هېوادونو یو وي چې خلک یې په ۲۴ ساعتونو کې د ژوند کولو پر ځای په مرګ او د خوښۍ پر ځای په غم ډېر فکر کوي. د رسنیو د سر سر خبر یې پر وژنو او چاودنو څرخېږي او له بریدونو او ورانۍ پرته یې ماشومان بل څه نه پېژني.

د کلي د پیتاوي کیسې یې د هغه او دغه پر جنازې او تابوت ور ټولې وې او په جومات کې تر عبادت د مړو په فاتحو ډېر مخلوق بوخت وي. د مجلسونو کیسه یې د طالب پر جګړو او ستاینو راټوله وي او د ګودرونو خوږې نغمې یې د پېغلو په ساندو ډکې شوې دي. په ښوونځیو کې یې دکتاب او لوست پر ځای د ورځنیو جګړو فلمونه او ویډیوګانې له یوه او بل سره شریکېږي او ښوونکيو یې د عصري او دیني علومو د تدریس پر ځای پر واکمن نظام خوله ورخلاصه کړي او د سیاست چاړه په سوهان تېره کوي.

د کور کیسه یې د کلي شوه او د کلي غم یې د کور پر نغري ایښی. یتیمان او کونډې له خلکو هېرې دي او د بچو د خېټې له غمه یې د سمندرونو په تل کې له کبانو سره راشه درشه پیل کړې.

سیاست یې له دفتره، بازار او له بازاره کوڅې ته رسولی چې سیسي ماشومان یې پکې ځان د دې کوڅې بادار او سردار ګڼي. د پلار او مور پر ځای د کلي د اخوند خبره ورته د کاڼي کرښه ښکاري او خپل ټول شته یې د بل لپاره په سیند لاهو کړي. په دې پمنه لوبه کې نه چا ته خپل مالومېږي او نه ورته پر دی ځان ښيي.

د افغانستان په نوم دې هېواد کې د هر څه بیې اسمان ته ختلې، خو د وینې د بهېدو قباله د هر ماشوم او چڼي د جېب په سر کې پرته ده. د سرکار په حساب د ورځې تر دېرشو پورې ځوانان یې د سرتېريو په نوم په داسې جګړه کې هدیرو ته کښته کېږي چې هره غاړه یې د ځان لپاره سپېڅلې ګڼي، خو په حقیقت کې له بشپړې تباهۍ پرته هیڅ تقدس نه پکې ښکاري او د پردیو د ګټو مصنوعي ډرامه روانه ده چې د افغانستان په هدیرو کې تر خاورو یو نیم مټر لاندې یې رښتیني اتلان پراته دي.

د جګړې په یوه بله خوا کې چې د جهاد نوم یې ورکړی د وژل کېدونکو شمېر له حسابه وتلی او د پنجاب د ګټو لپاره یې د افغان تنکیو ځوانانو ککرۍ په نذرانه کې پیش کوي.
د افغانستان په وروستي ۱۸کلن ناورین کې تر ټولو خونړۍ ورځې او میاشتې را روانې ښکاري.
حکومت یې د خپلو سرتېريو د امنیت له ساتلو بې‌پلانه کړی او وايي چې په شرموونکي انداز کې وايي چې تېره میاشت یې څه باندې ۵۰۰ سرتیريو یوازې د اردو له چوکاټه د دې هېواد په ننګه سرونه ایښي.

که همدومره نور پولیس هم وژل شوي وشمېرل شي، په دې ډول په کال کې تر زر ځوانان یوازې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې له یوې نړۍ ارمانونو سره د تل په مخه خپلې ځوانۍ قربانوي.
د دغو شمېرو دوه تر درې برابره نور یې ټپیان کېږي چې په یوه لسیزه کې دافغانستان د ټولو امنیتي ځواکونو په شمیر ځوانان د یوې نامالومې جګړې لپاره قرباني ورکوي چې کورنۍ یې د تل په مخه د نورو پر اوږو ور بارېږي.

بل خوا یې طالب دی چې په GHQ کې د روزل شوي ورور له راتلونکې نه دی خبر او د یوه او بل د سر څټلو ته یې تیاروي. که د تلفاتو دا شمېره د طالبانو په لیکو کې هم د افغان سرتېريو هغومره وبلل شي، په تېره یوه نیمه لسیزه کې به سلګونه زره ځوانان د امریکا، پاکستان، ایران، روسیې، چین، سعودي او نورو د ګټو لپاره قربان شوي وي. که همدومره ملکي افغانان د ښکېلو جنګي پړانګانو په بریدونو کې شهیدان او ټپیان شوي وي، د دغې یوې لسیزې د روانې جګړې بشري تلفات تر میلیون اوړي.

که یوازې د دغه څلوېښت کلن ناورین بشري اړخ ته یوه دقیقه سوچ وشي، د ۲۱مې پېړۍ د انسان پر بدن وېښتان نېغ درېږي، خو د افغان په نوم انسان یې په خپله تله کې د روان کړي ناتار ګټه او زیان تر اوسه نه دی تللی.

د افغانستان د سیاست لوبغاړي د خپلو سیاسي مزو د دوام په موخه سهار او ماښام د یوه او بل د ټلیفون د شمېرو په موندلو پسې ستړي دي، خو سرتېري یې د خاورې د دفاع په نامه په غرو او سردرو کې په وچه خېټه د داسې چا لپاره سر قربانوي چې دده پر بچوڼو د واک چلولو په نشه کې هره شپه سر په پالنګ ږدي، خو ښکاري چې دغې جګړې په جنګیالیو سربیره د ملکیانو د وژل کېدو له اړخه دومره سور رنګ خپل کړی چې د دې هېواد سیاستوالو ته د خپل افغان بچي له وینو ډک جام د جنت شراب ښکاري او لا یې د نشې له کبله ماغزه کار نه کوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply