په تصویرونو یې غلط نه‌‌شئ

0 812

ټیک دوې ورځې وروسته به د افغانستان لوی او کوچني ښارونه په داسې پېژانده او ناپېژانده تصویرونو ولړل شي چې فکر کېږي دا هېواد له دوی پرته څوک نه‌شي اداره کولای او همدا دنګې شوې غړۍ د ولس د کور اصلي حقداران دي.

ولس به له خیره د شنبې له ورځې وروسته د داسې غوړو او کاغذ‌پېچ ژمنو او شعارونو شاهد وي چې ممکن عملي کول یې په امریکا او اروپا کې هم د ډېرو نظامونو له وسه پورته خبره وي. تر ۲ نیم زره ډېر داسې لوستي او نالوستي، زورور او کمزوري، ښکرور او سوداګر، جنګسالاران او د دوی پلویان په یوه پېچلې لوبه کې میدان ته را بهر شوي او هڅې کوي چې د ولسي جرګې ۲۵۰ چوکيو ته ځانونه ورسوي.

له ملت سره د ژمنو دا نوې څپه به هم د ۲ پخوانیو دورو غوندې لکه چې په هوا ځړول کېږي هماغسې په هوا کې پاتې شي او د تر سره کېدو چاره یې د ډېرو له وس او قانوني واکه پورته خبره ده.

دپارلماني ټاکنو په تیرو ۲ ځلې کمپاینونو کې ډیرو له دې ملت سره داسې ژمنې کړې وې، چې ترسره کیدل یې دمقننه قوې له چوکاټه بهر موضوعات دي او له وکالت وروسته بیا همغه کسان خپلو کمپایني ژمنو ته په ورکتلو سره د شرم احساس کوي. خو دافغانستان ملت به راتلونکې اونۍ بیا له نوې سیاسي فضا سره مخامخ وي ، چې ښارونه به یې نوې بڼه غوره او هرې خوا به رنګه او ښایسته تصویرونه او شعارونه سرونه راپورته کړي.
بله شنبه د پورته کېدونکيو شعارونو په لړ کې به له هېواد او ولس سره د مینې دومره ویناوې زمزمه او ولس ته به په سترګو ور وویشتل شي چې د مینې او کار پر ځای به له مینې او خدمته د ډېرو په زړه کرکه او وینې ور واوړي.

د ولسي جرګې تېرو ټاکنیزو کمپاینونو ته په کتو به د کاندیدانو د اکټونو سیالي هم کمه نه وي او د خلکو د تیرایستنې لپاره به تر پخوا ډېر له ملي بیرغ، ملي څېرو او ملي مشرانو سره د خپلو تصویرونو چاپولو ننداره وړاندې کړي.
په ټول عمر به یې سټېج نه وي لیدلی، خو په تصویر کې به یې ځان داسې مایکونو ته برابر کړی وي چې ته به فکر کوې د ملګرو ملتونو ناستې ته په وینا بوخت دی.

په سر کې به یې ډز شوی وي، خو په خپلو کمپایني بینرونو به یې ټول ولس ته نصیحتونه کړي وي. ځینو به په خپلو تصویرونو کې داسې ګوتې او لاسونه پورته کړي او خوله به یې یو مټر خلاصه کړې وي چې ته به وايې له چیګوارا او هټلر سره یې په یوه سنګر کې نظامي او انقلابي مبارزه کړې ده.
د تېرو ټاکنو خلاف دا ځل لوی شمېر ځوانانو ځانونه کاندیدان کړي او د ټولنیزو رسنیو له څپو خو داسې ښکاري چې ښکلا هم د ټاکنو لپاره دا ځل ډېرو ته د یوه معیار په توګه په ټولنه کې منل شوې او ځینو هڅې پیل کړې چې په خپلو ښکلو تصویرونو د خلکو پام ور واړوي.

په دې برخه کې ډېر پام د ځوانو ښځینه کاندیدانو پر لور دی چې پر فیسبوک او ټویټر یې تصویرونو یو شمېر له مخه لا لیوني کړي او د ښار واټونو ته د هغو د څو مټره تصویرونو په راوتلو به ډېر نور هم د خپلو دفترونو پر لور ور مات کړي.
ښکلا د نړۍ په وروسته پاتې هېوادونو کې ډېرو ته د سیاسي غوراوي یو معیار ګڼل کېږي او په افغانستان کې هم دا مساله یو واقعيت دی.

د ۲۰۱۰ او ۲۰۰۵ کلونو په ټاکنو کې هم په ځینو ولایتونو کې د ځینو ښځینه کاندیدانو تصویرونه د پلور تر کچې رسېدلي وو او ځینو یې د خپلو تصویر کړو څېرو له برکته د ولسي جرګې تر تالاره لاره ومونده.
داسې تمه کېږي چې په را روان کمپاین کې به دا مساله یو ځل بیا د بحث یوه مهمه موضوع وي او ممکن بیا ځینې ځینې د خپل فوټوشاپ کړو تصویرونو په مټ د ملت د کور غړیتوب تر لاسه کړي.

یو شمېر نورو ته کمپاین د خلکو د تېرایستلو یوه ساده ډرامه ښکاري او پخوانیو تجربو ته په کتو سره یې باور دا دی چې درغلۍ او جعل دوی د بري پوړیو ته رسولای شي، خو له ډېرو سره د بایومټریک د عملي کېدو موضوع جدي اندېښنې پیدا کړې او هغه فکر یې له سره ختلی چې دپارلمان په دروازه دې په اسانه ور دننه شي.

خو د نورو ټولو مثبتو او منفي اغېزو په خوا کې د دغه پیلېدونکي کمپاین تر ټولو مثبت اړخ د هغو ډالرو رابرسېره کېدل او په کور دننه مصرفېدل دي چې په قانوني او غیرقانوني ډول ځینو یې تر لاسه کړي دي.
د کمپاین په دغه مرحله کې به زرګونه بې‌کاره خلکو ته کارونه وموندل شي او لږ تر لږه د یوې نورې میاشتې په مخه به هم د پلازمېنې او لویو ښارونو چاپخونې، مطبعې، او د بینرونو او تصویرونو ځړوونکيو ته ښې بوختیاوې پیدا شوې وي.

سره له دې چې قانون هر کاندید ته د یوې خاص اندازې د لګښت اجازه ورکړې، خو تېرو تجربو ته په کتو فکر کېږي چې ځینې ځینې د قانوني لګښت لس او شل برابره زیات لګښتونه کوي چې که له اقتصادي اړخه ورته وکتل شي د راکړې ورکړې د زیاتوالي سبب کېږي، خو له سیاسي اړخه د کمپاین انډول له منځه وړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply