د خرهاري کولو بشپړه درملنه/ ژ: داکتر فريد احمدصافى

0 750

د خوب په وخت کښي خرهاری کول یو عمومي مشکل دی چي ستاسي د خوب په کمي کښي زیات والی راولي او د خوب کمي هم یو غټ مشکل دی

خرهاري کولو والا خلک د ساه بندېدلو په ناروغي اخته کیږي چي هغه ددې لامل ګرځي چي بیا د شپې په واري واري د خوبه راکښېني او خوب یې خراب سي ، نوؤ څېړنو دا مالومه کړې چي خرهاري کولو والا خلک کېداسي تر نورو ژر د زړه په ناروغۍ باندي اخته سي او داسي نوري ډیري ناروغۍ دي چي د خرهاري کولو له امله انسان ته ور پیښیږي دلته څو مهم شیان دي چي په کولو سره یې د خرهاري په ختمېدو کښي مثبت تمامیږي.

۱- د خوب د ګولیو د خوړلو څخه ځان ساتل : خرهاري کولو والا خلکو ته پکار ده چي د خوب ګولۍ ونه خوري ځکه چي د خوب د ګولیو په خوړلو سره د انسان خوب ډیریږي او کله چي د انسان خوب ډیر سو نو خرهاری ورسره زیاتیږي.

۲- ځان له حد څخه زیات پنډول : عموماً چاغ خلک خرهاری کوي پکار ده چي ځان ډېر پنډ یا چاغ نه کړو او که چاغ خلک په خرهاري اخته وي نو د بدن د ډنګروالي هڅه دي وکړي چي خرهاری پخپله ورسره ورکیږي.

۳- د داسي څیزونو استعمال چي په ساه کښي هوسايي راولي : اوس په بازار کښي داسي ډیري سپرې ګاني سته چي انسان کولای سي په استعمال سره یې په آسانۍ سره ساه واخلي ، که چیري ستاسي د پزي پیپونه تنګ وي نو تاسي د یو ډاکټر څخه داسي دوا واخلئ چي په استعمال سره د انسان د پزي پیپونه پراخوي چي بیابه په آسانۍ سره ساه اخیستلای سئ او د خرهاري د کولو څخه به خلاص سئ .

۴- د خوب کولو ډول : هر څوک یو ډول د خوب کولو عادت لري څوک پر یوه راسته بغل پروت وي ، څوک ستوني ستخ ، څوک بیا چپه پرېوزي د خرهاري کولو والا خلکو ته پکار ده چي خپل عادت بدل کړي یعني که پر بغل بیدیږي باید د ستوني ستخ په خوب ځان عادت کړي کېدای سي پدې سره یې خرهاری ورک سي .

۵- د شیدو څخه جوړ سوي شیان : د شپې لخوا د د شیدو څخه جوړ سوي شیان په استعمال سره په غاړه کښي بلغم پیدا کیږي چي ډېر زیات بلغم د خرهاري کولو لامل ګرځي نو ښه خبره داده چي ددې شیانو څخه پرهېز وکړو.

۶- د نشیي توکو د استعمال خاتمه : نشیي توکي د غاړي د مرۍ دود غټه وي چي وروسته د خرهاري لامل ګرځي .

۷- د پزي د سوریانو صفا کول : د شپې د بیدېدلو څخه مخکي خپله پزه په صیح توګه سره صفا کړئ چي دا هم د خرهاري په کمولو کښي ډېره مرسته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply