کندهار په وینو سور دی/ عبدالباري جهاني

0 1,295

کندهار په وینو سور دی د زلمیو جنازې دي
برېتور دي چي ښخېږي د زمریو جنازې دي

سر که پورته جمال خانه ستا په خپل کور کي ناورین دی
پر کیسو یې ساندي اوري د پېړیو جنازې دي

کور په کور کلي په کلي بوري وراري دي چي ګرزي
د سرتورو انګولا ده د بګړیو جنازې دي

ما ویل چي به ډوبيږي جاله وان او جاله دواړه
د توپان غرغړې اورم د بېړیو جنازې دي

پر لکړه یې دروړمه هدیرې لمن دي نیسه
د بوډا پر اوږو غبرګي د لمسیو جنازې دي

نه یې شور سته د بلبلو نه یې شرنګ سته د غزلو
شالمار په وینو رنګ دی د مستیو جنازې دي

پرون بُست ژړل په ساندو نن ارغند پر پاتا ناست دی
په تندي کي مو لیکلي د سپرلیو جنازې دي

د رقیب دي زړه را سوړ کی زړه دي وچوه اسمانه
د غمونو ورا یې راغله د ښادیو جنازې دي

څوک به لیکي پر کیږدیو ترانې د دنګو ښکلیو
له پېزوانه اوښکي څاڅي د پاولیو جنازې دي

پل یې هېر دی له دښتونو یکه زار له جګو غرونو
له شپانه سره یې وړي د شپېلیو جنازې دي

اوس به څوک په لپو لپو د پېغلوټو دیدن غلا کړي
په ګودر کي لنډۍ ژاړي د منګیو جنازې دي

نه « نوري » سته نه « هینداره » چي مو شپې کړو ورته سپیني
له ملوک سره وتلي د بدریو جنازې دي

جهاني قاصد راغلی ساه ختلې ده له ښاره
د جانان دي زکندن دی د سلګیو جنازې دي.

د اکټوبر نولسمه ۲۰۱۸
ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply