Browsing Tag

همت عمرزوی

  پرادبیاتو خبري: استاد پژواک

  پرادبیاتو خبري:             خو پخپله ابدي نوی مضمون یم:               استادپژواک د لویو او نومیالیو شخصیتونو د ابدیت راز د دوی په معنوي ژوند او طبیعي ماهیت کې نغښتی دی، نوی نسل او اخلاف يې هغه وخت د متبحیراومدبرمعنوي شخص په توګه…

د پښتون د فکري دنیا د انقلابي اوښتون شعوري سرلاری

د پښتو ادب د داستاني جهان د زړه ور ليکوال ارواښاد استاد سعدالدین شپون د وفات تازه ورځي اوشپې وې، د راډیو د ملګرو سره مي دا موضوع شریکه کړه چې د استاد د یاد اودرناوي په پاربه یوه خپرونه خاص د ده لپاره ځانګړي کوو او د نوموړي پرشخصیت او…

پرادبیاتو خبري

ادبیات ترډېره بریده د خیال او ذوق د دنیا سره سروکار لري، د انساني اګاه اوناخوداګاه جهان پر غولي د خپل معنوي ځواک زین کړی نیلی په ټوپونو او غورځنګونو ځغلوي، او د (ټاکلي مرام) پر هسکه جنډه د خپل فتح کړي منزل د یادګارمٌهر ټاپه کوي، د انسان…

د پښتو ادب د راغ اوباغ بې خزانه پسرلی

پرادبیاتو خبري: د پښتو ادب د راغ اوباغ بې خزانه پسرلی: د ادبي دنیا د معنوي خاصیت او دروني ماهیت په اساس، ژوند ته کتل او ليدلوری د خالصانه انساني عواطفو او مینه ګرو هیلو په لوراندو ولولو معطوف وي، دلته د سپېڅلي غیرنفساني محبت خوږه فضا…

پر ادبیاتو خبري: په شعرليکلو کې ارادي هڅه

ریاضت يې د شکلونو تقاضا ده. کنه شعر د یاغي الوت فضا ده. د شعري الهام په راتګ کې خورا  زیات بحثونه اومناقشې ترسره سوي دي، د(آمد) او (آورد) په اړه هم ډېردلایل او توجیهات وړاندي سوي دي، اودا طبیعي ده چې هره تیوري اونظریه خپل پلویان او…

پر ادبیاتو خبري

ژبه د فکر ږغ دی، ژبه د درون د دنیا د کشف او اِدراک د مخ پټو اومرموزو رازونو د انعکاس رسا جرس دی، ژبه د انساني منطق د تظاهر هنري سټېج دی، ژبه د اشرف المخلوقات د تعقلي امتیاز غوره ممیزه ده، ژبه د انساني تمدنونو د همغالیتوب اوتفاهم بې پېچ…

پر ادبیاتو خبري: ادیب د بلي دنیا فاتح اتل

ادب د انسان د دروني دنیا د اګاه اوناخوداګاه ګوټونو د شنني، پالني او ارزوني خورا مهم بستردی، هو کله چې دننه دنیا په ادبي درملني ورغول سوه نو طبیعي ده چې بهرنې دنیا به هم له روحي لحاظه د سکون اوصحت څخه برخمنه سي، اوس بحث دادی چې دې نړی ته د…

پر ادبیاتو خبري: خوب او خیال د لاشعور د نړی چاود لرونکي دروازې

پر ادبیاتو خبري:  خوب اوخیال د لاشعور د نړی چاود لرونکي دروازې د شاعر او د رواني زمانې اړیکه نېغه او حتمي ده، دده د شعر د چيني رڼي اورواني اوبه د خپل زمان اومکان له خروشانه تخیلي، فکري اوشعوي سردرواو سرچشمو څخه د الهام تومنه اخلي، هو دا…

د اوږدو زمانو، ښېرازه پسرلی

پر ادبیاتو خبري: د اوږدو زمانو، ښېرازه پسرلی لوړ هنر، هنرمند ته تلپاتي ژوند ورکوي، پنځونکی يې د جسم له قیده  وزي ولي د معنا په دنیاکې ابدي ژوند ته په روحي سینګار اومعنوي ښکلا دوام ورکوي، دی د خپل عالي هنر په زینتي پردو کې د لوړو خیالونو…

د فکرونو پسرلی، د څلوريځو په قالب کې

پرادبیاتو خبري: د فکرونو پسرلی، د څلوريځو په قالب کې: د کایناتو پرودګاره. جهان دي جوړ کړ د چا د پاره؟ که مقصد مونږ وو څه رانه جوړ سوه؟ چې دوه مو نه ځي په یوه لاره. استاد پسرلی. څلوريځه د پښتو شعر د قالبونو په لړ کې هغه لنډ…