د اوږدو زمانو، ښېرازه پسرلی

همت عمرزوی

499

پر ادبیاتو خبري: د اوږدو زمانو، ښېرازه پسرلی

لوړ هنر، هنرمند ته تلپاتي ژوند ورکوي، پنځونکی يې د جسم له قیده  وزي ولي د معنا په دنیاکې ابدي ژوند ته په روحي سینګار اومعنوي ښکلا دوام ورکوي، دی د خپل عالي هنر په زینتي پردو کې د لوړو خیالونو او ښکلو ذوقونو د کمال پر نړی د بیا بیا الهامونو خوږلني اوروي، او د دې جهان، هنرمین وګړي يې د خپلو ذوقي زړونو په ورېښمینو اومینو رګونو کې د خپلي تخیلي تندي د خړوب په پار هرکله بیا، بیا پالي اونازوي، دا طبیعي ده چې د هرهنر کیف او کان، خوند اورنګ، جمال اوجلوه خپل لېوال او بېل مینه وال لري، د مختلفو ذوقونو د خړوب لپاره مختلف هنرونه او ډول ډول کمالونه شتون لري، هر هنرمند د خپل هنرپرذوقي او تخیلي بازار ځان ته مشتري اومخاطب لري، د هنر سودا ترډېره ذوقي، تخیلي او ذهني پروسه ده، ددې دوامداري لړی لپاره انساني طبیعت داسي لوړ هنر او باقي  تخیلي تخلیق ته اړتیا لري چې د خپلي معناپه نړی کې د خپلي ذوقي لوږي اوتندي د غذا او خړوبتیا بسایني ته و رسېږي، دی روحي تغذيې ته اشده اړتیا لري او ددې مړښت یوازنی ادرس د لوی هنرمند د هنري دنیا د لوړو تخیلاتو پر معنوي مېنه موندلای سي اوبس.
مونږ په دې لیکنه اوشننه کې د پښتوژبي د هنري دنیا پر یو داسي چا خبره کوو چې ددې بختوري ژبي د هنر جهان ته يې د ناپایه پسرلي هنري_ تخیلي رنګونه اوخوندونه وربخښلي دي، په دې دنیاکې به تل همداسي د هنراوکمال دا زرغون پسرلی ښېرازه او نورازه وي.
ارواښاد محمد صدیق پسرلی زمونږ د هنر د لوړ آسمان د خیال اوکمال تلپاتي واقعي هنر مند دی، داسي هنرمند چې زمونږ نسلونه نسلونه ذوقي اوتخیلي دنیابه را خړوبوي، د استاد د هنر منفرِد انداز دادی چې مونږته د هنر په ژبه د خیال په خوږو کې هغه خوږه خبره کوي چې مونږته همداشېبه هم نوي اوهم جالبه ده، یعني زمونږ د حال وخت، د همغه ماضي زمان له ژورلیدونو څخه همدا اوس هم په هنري او تخییلي لحاظ د خپل هنري تبحر تر پوښښ لاندي راولي، نو دا د رښتیني هنرپنځوال مهارت دی چې مخاطب يې کلونه او پېړی وروسته هم دده د هنر په هست کړې نړی کې لاهم خپل ځان اوجهان ګوري.
یعقوب که په یوسف پسې سو ړوند عجیبه نه ده.
قصه کوه د هغو چې ولس پسې ړندېږي.
استاد په دې بیت کې چې کابو ټول يې د یو عیني اوتلمیحي واقعیت پربناراټول دی مونږته داخبره کوي چې جنتیکي او ارثي عاطفه او اړیکه خو طبیعي اوبې اختیاره ده، اودا حتمي مسله ده، اصلي خبره داده چې جمعي يا ټولیز عواطف اوخواخوږي د ولسونو د ژوند اوبقا د خوندیتوب تضمین کوي، ولس خواخوږو مشرانوته اړتیا لري اومشرانوته بویه چې د ولس سره د خپلو اولادونو په څېر مینه اوخواخوږي ولري، دابیت په زماني قید کې نه ایسارېږي، تلپاته اونوی دی، زړښت نه لري.
نقاشه څو رنګونه ګډ وډ وشينده دېوال ته.
شاید چې څو خو ورته شي زما لیوني خیال ته.
د سوو زړونو سوې اېره هم آخر وړي باد.
په خپل انجام چې پوه یو څه حاجت نه لرو فال ته.
خیال ترډېره بريده یاغي وي، اولکه وحشي مرغه سهار په خړه کې یوه سرپکه وکړي د زړه ویده کونجونه و تخنوي نور بېرته خپلي دنیا ته الوت وکړي، لوی هنرمنداولوی شاعر دا توان او وړتیا لري، چې د ده (خیال) په دغه ثانه اي حضورکې د خپل تخلیق د رنګ اوښکلا معنوي اسباب ورنه واخلي او د زړه په تارونو يې وتړي، د خیال مهارول اوصيقل کول د هرعادي وګړي تر وس وتلې چاره ده، خو داسي ويښ او بینا زړونه لکه د استاد په څېر بیا دا لیونی داسي را نیسي چې ترهغو يې نه پرېږدي ترڅو چې خپل هنري تخلیقي مرام ته نه وي پرې رسېدلی، دلته په پورته بیتونوکې مونږ وینو چې استاد د خیال د اېلولو او تخیلي پړاوته د داخلولو يو هنري تجربه انځوروي همداشان مونږته د یو طبیعي پروسي د آغاز اوانجام پایلیزه خبره هم بشپړوي، دلته هغه د مولانارومي خبره هم ذهن ته داعي کېږي چې( خام بودم، پوخته شدم و سوختم)، استاد هم مونږته د ژوند د ماهیت او منطق راز په داسي هنري انداز وايې چې هرکله دا خبره د غور اوفکرکولو لپاره په نوي بڼه ځان ښکاره کوي، د هر وخت اوهرزمان پرحال مصداق لري.
خپل معنویت دی چې ښایست ته تقدس وربخښي.
د تمباکو پاڼي به څوک ګڼي سپېڅلي پاڼي؟
د هري پديدې ماهیتي اومعنوي وجود تر ظاهري اوشکلي وجود په مراتبو حیاتي ارزښت لري، د تمباکو پاڼه هم کله چې د خپل رشد او ودي په اوج کې وي زرغونه او رنګینه ښکاري البته د ظاهري رنګ اوشکل له لحاظه، ولي په ماهیتي لحاظ تمباکو د دخانیاتو او مخدره موادو ماهیت لري وجودي فلسفه يې د انسان په زیان اوبربادی بنا ده، بنا” نو ښکلا اومعنوي ارزښت نه لري، دا استاد ددې بیت پخه اوکره خبره د هر وخت په حالاتو کې مخاطب ته نوې اوله پېغامه ډکه ده.
پایله اولنډون:
د ښادروان استاد محمد صدیق پسرلي د عالي اوباقي هنر په سینګارتون کې د هر وخت نندارچې د ذوق پر بنا د خپلي خوښي هنري تابلوګاني او جذابي هنري منظرې لېدلای اوتجربه کولای سي، ددې نګارستان هرسيلاني خپل منتخب او خوښ کړي انځورونه ورڅخه را ټولولای او را اېستلای سي، د استاد د لوړ اولوی هنر کیفیتونه اوظرافتونه ګڼ او متفاوت دي، هرڅوک به د خپل ليد په اندازه دا خوشنما هنري دنیا ګوري.
د لاس او پښو خاونده هڅوته خنډونه څه وي؟
چې رالوېدلی سیوری هم تردېوالونه اوړي.
په پېرزوینه او درناوي.
٣١\٢\١٤٠٢

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.