پر ادبیاتو خبري: ادیب د بلي دنیا فاتح اتل

همت عمرزوی

533
ادب د انسان د دروني دنیا د اګاه اوناخوداګاه ګوټونو د شنني، پالني او ارزوني خورا مهم بستردی، هو کله چې دننه دنیا په ادبي درملني ورغول سوه نو طبیعي ده چې بهرنې دنیا به هم له روحي لحاظه د سکون اوصحت څخه برخمنه سي، اوس بحث دادی چې دې نړی ته د ادبي ليدلوري څخه ورکوزېدل اوهلته په دې مخروبه اونافتح سوي جهان کې روحي ریاضتونه او تطهیري علاجونه څنګه ترسره کېدلای سي؟
ځواب: د دغي نامريې دنیا د ليد او ادراک لپاره مونږته اړینه ده چې د ادیب پرپلونو خپل د مزل موزی په پښو کړو، داولي؟ داځکه چې ادب د خپل نرم کشش او ګرم تپِش په وسيله مونږ د ناخوداګاه ترپولو په جادویې سفر رسولای سي، اوهلته مو د يوې بلي دنیا د تورو نندارو وېرونکو خو عجایبو او تلوسې پيداکونکو صحنو ته درولای سي، یاده دنیا د نورو لارو هم ليدل کېدلای او درک کېدلای سي خو د ادب له ذره بین څخه يې تماشه لاجذابه او بې عذابه احساسولای سو، په شلمه مېلادي پېړی کې د افغان ملي ادب په پراخ جهان کې زمونږ يوازني نومیالي فلیسوف پوهاند سید بهاالدین مجروح ددغي دنیا د ژورو د درک او فتحي علمي او فسلفي غوره اوګټوره هڅه وکړه، ياده ناپایه او ناليدلې نړۍ يې په خپل ټول علمي اوادبي قوت وشنل او وڅېړل، د پوهاند مجروح ټوله هڅه تعقلي اوشعوري وه، یعني نوموړی د انسان دغه ویراني دنیاته ډېر دقیق ځير اومتوجه وو او او ددې تورجهان په توروسمڅو کې يې ترډېره حده د پېژند اومعرفت ډېوې وځلولې، اما له بده مرغه د هغو ډېوو ځلا بېرته تيته او کمزورې سوه، په یوشتمه مېلادي پېړی کې چې انساني دروني دنیا د لازیاتو مرضونو او ستونزو سره لاس اوګرېوان ده نو پکار ده چې د نوو مرضونو د تشخیص اودرملني لپاره نوي طبیبان اونوي دارو درمل را پیداسي، د تداوی لاري اوچاري يې په نوو ليدلورو وسنجول سي، اوس دغه دنیا د یو ادبي_فکري مکتب د نوي ايجاد او نوي اجتهاد اشده تقاضا لري.
وړاندیزونه:
اوس وخت کې اړینه ده چې ترممکن حده د (انسان) دروني دنیاته خپله (انسان) متوجه سي، او ددې توجه راجلبول د ادیب د وس څخه پوره ده اوبس.
د نن زمانې ادیب ته بویه چې د خپل ادبي تخلیق په لړ کې (انسان) راويښ او راولاړ کړي ترڅو د خپل هغه (نا رامه) جهان د روو او لېویانو سره د مقابلې اومجاهدې په موخه لاس په کارسي، ادیب دادنده لري چې داچاره په هنري ژبه ورته تلقین کړي او( انسان) ته دا په زغرده ووايې چې ته یوه بله دنیا لرې چې هلته یوبل محشر روان دی اوستا د ډېرو بهرنیو عملونو پایله د همهغه جهان ناسنجیده اوناخوداګاه نفسي ټکرونه دي چې لانورهم پر بېروني دنیا بد اغېز ښندي.
ادیب د ادب په ژبه دا چاره ښه ترسره کولای سي چې(انسان) لومړی د درون په دنیاکې فکري سفرکولوته وهڅوي اوکله چې هر(انسان) داسفرپيل کړي نو دا درک به ارومرو ورته پیداسي او وبه کولای سي چې هلته نوري نورازي بلاوي وګوري او وروسته يې وځپي.
پایله اولنډون:
د انسان دواړي دنیاوي اوس ځکه ناروغي او ويجاړي دي چې دی لا په ټولیز ډول د شعور ترهغه کچي نه دی رسېدلی چې له ځانه وپوښتي او وايې چې داڅه دي چې زه يې په غیر اختیاري توګه د ګړنګونو ترڅنډو رسولی یم؟اوکومه ده هغه ژغورونکي لاره چې (زه) له دې پاڼ څخه له لوېدلو بچ سم، دغه شعوربه (انسان) ته څوک ورکوي؟ دا د هر ځيرمن متوجه شخص دنده ده، د هغه چا چې ددغه جهان د رامولو اوفتحه کولو چاره ترسره کولای سي، خو ادیب! دغه چاره د ادبي وسایلو په غوره کاروني سره لاښه ترا پلې کولای سي، ادیب د جمعي عواطفو په خوځولوسره د (انسان) درون ته ځیرمن اوتعقلي سفرکولای سي اوهلته د تورو بلاوو د تړلو او رامولو بریالي تصفیوي عملیات ترسره کولای سي.
که چېري خپلي دروني محرکي بلاوي د نفسي ریاضت اوتعقلي درایت په شعوري ځنځيرونو ټينګي وتړو نو تمه کېدلای سي چې(انسان) به له (انسان) څخه شر ونه ویني.
په پېرزوینه اودرناوي.
٧\٣\١٤٠٢

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.