پرادبیاتو خبري: استاد پژواک

همت عمرزوی

349
  پرادبیاتو خبري:
            خو پخپله ابدي نوی مضمون یم:
             
استادپژواک
د لویو او نومیالیو شخصیتونو د ابدیت راز د دوی په معنوي ژوند او طبیعي ماهیت کې نغښتی دی، نوی نسل او اخلاف يې هغه وخت د متبحیراومدبرمعنوي شخص په توګه درک کوي چې دده د لوی اوغني شخصیت په لوی جهان کې د خوځون اولټون فکري ګامونه اوشعوري مزلونه و وهي، مونږ هغه وخت د یو لوی غنیمت انسان د پېژند غوره اوبشپړدرک کولای سو چې خپله دده په معنوي دنیاکې د تفکراوتدبرپه ژبه ورسره وږغېږو او د درون په دنیاکې د شعور په سترګو ورته ځيرسو، هلته مونږ کولای سوچې د اورېدلو او ليدلو د تعبیر توپيراوتاثیر پرتلنه او شننه ښه تجربه کړو، ځکه په داسي متقابل بحث او مفاهمې کې خپله مطلوب اومقصود شخص د خپل ځان په اړه تعرف درته کوي، دده د ژوند مسیر، کاراوکردار، ویل اوليکل خپله دده د ماهیتي جوهر درون اومضمون راسپړي اوشني، اړتیانسته چې مونږ دده په هکله د نورو د لیداوقضاوت د تول ننداره وکړويعني د خپل ځان د تشریح اوتوضیح، فصیح بیان دی پخپله وي.
د پورته لنډي سریزې پرمصداق مونږ په دې ځېرنه اوشننه کې د افغانستان د ویاړمن بچي ارواښاد استاد عبدالرحمن پژواک د لوی او دروندشخصیت د ځلانده ګوټونو ځیني غنیمت اړخونو څېړو اویادوو.
استاد پژواک د یو ژمن اصیل افغان په توګه د وطن او ولس بې ریا اوبې مدعا خالصانه چوپړ ترسره کړ، نه يې نازوغوښت اونه يې امتیاز، نه د دولت شوقي وو اونه د شهرت، موخه یې د انساني ژوند د عدالت او برابری تامین وو، حق، قانون، انسانیت او عدالت يې د هرانسان لپاره مرام او کلام وو، په هر کاري او وظیفوي منصب کې يې د انسان لپاره خیر، عزت اوعدالت غوښت، نیت يې صفااو لار يې رڼاوه، د جهاني سیاست په کږو وږو مزلونواوپيچمونو کې د یو راسته، معتدل اوباثباته هدفمند سياسي مشر په  حیث مخ پر وړاندي ولوبېد او وخوځېد، او دا معناداره انساني، اسلامي او افغاني لاره يې خپل نوي راروان ځوان کهول ته په هسکه او ویاړمنه غاړه د کار اویادګار په توګه پرېښوده.
نوموړی په خپل ادبي جهان کې هم همداسي ویاړلی اومنلی ګوهرباره اومعناداره مقام لري، د شعرمضمون اومنځپانګه یې هم یادو سپېڅلو انساني آرمانونواو بشري دردونوته وقف او ځانګړې ده، استاد پژواک لکه څنګه چې په کردارکې جرتمنداوغیرتمنددی په ادبي اوشعري دنیا کې هم د حقیقت ویلو او ریانه کولو یوغوره مثال دی.
سکندر د زمانې یم بې هنداري.
چې خاوند د خپل ګرېوان او خپل ځنګون یم.
استاد د خپل نیت او صداقت په ګرېوان کې د دنیا د بې عدالتیو ناکردې ګوري او د خپل پاک وجدان په معتدل ترازويې محاسبه کوي، نوځکه  ورته د نیاومن لیدلوري په اساس د شک په سترګه ګوري.
مساوات به لټوم په ګورستان کې.
چې پکښې سي برابر شاه اوګدا.
استاد پژواک د خپل وظیفوي مسولیت پربنسټ په داسي یو نړیوالي لویي اداري کې په کار مامور وو چې هلته د کار تمرکزترډېره بریده د نړیوالي سولي او بشري حقونو د تحقق او یو ايډیال جهاني عدالت او انساني برابری په موخه راټول وو، اما استاد د انسانانو د ویلو او کولو د یو لوی ټکراوتضاد په احساسولو دومره ناهیلی سوی دی چې نوريې ددې دنیا د مساوات آرمان د ناامیدی په قبرکې ښخ کړی دی، او د بلي دنیا په غېږ کې  د عدالت اومساوات هیله اوغوښتنه کوي.
په دنیاکې خو شتمن اومستان ګرځي.
خو محشرکې دېوالي دي دا وګړي.
استاد د انسانانو په مجازي اوتېرایستونکي ژوندکې د خپل استادانه اوفرزانه لیدلوري په اساس نصایح کونکی تنقید کوي، او مونږ دې مهم ټکي ته متوجه کوي چې ددې مادي دنیا په رغبت اومحبت کې څومره غرق یو اوڅه ډول ناآرامه منډي وهو ترڅو مال اومقام ترلاسه کړو خو د ابدي دنیا د تلپاتي مال او مقام لپاره څرنګه بې پروااوبې غوره یو!
پایله اولنډون:
ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک د هیواد له هغو ویاړلو اوښاغلو درنو مشرانو څخه دی چې د وطن تاریخ به تل پرې زرین او وزین وي، د وطن د محبت درس، د شخصیت د استغنااو درایت درس، د استقامت او صداقت درس، د خدمت او شرافت درس، د رښتینولی او خودارادیت درس، د دینداری او خود داری درس، د تقوا او رښتیا درس…. اوبلاخره د انسانیت، افغانیت او اسلامیت درسونه د نوموړي استاد د ځلانده ژوند پيغامونه اوبابونه دي، نو مونږته بویه چې ددې باوقاره او با دستاره شخصیت د مطلوب ژوند ګوټونه او اړخونه لانورهم را وسپړو.
د خپل قام د فریادونو انعکاس یم.
پژواک نه یم د پردیو د نِدا.
په پېرزوینه او درناوي.
٢٤\٤\١٤٠٢

 

 

***************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.