پر ادبیاتو خبري: په شعرليکلو کې ارادي هڅه

همت عمرزوی

455
ریاضت يې د شکلونو تقاضا ده.
کنه شعر د یاغي الوت فضا ده.
د شعري الهام په راتګ کې خورا  زیات بحثونه اومناقشې ترسره سوي دي، د(آمد) او (آورد) په اړه هم ډېردلایل او توجیهات وړاندي سوي دي، اودا طبیعي ده چې هره تیوري اونظریه خپل پلویان او منقدین لري او د همدې موافقینو اومخالفینو مختلفو نظرونو او فکري ټکرونو د موضوع و روښانتیا او اجتهاد ته لاره پرانستې ده، دا د هرعلم، هنر، او څېړنیزي برخي تیوریکي او استدلالي خصوصیات دي، مونږدلته غواړو چې د شعر پر طبیعي او تصنعي اړخ لږتم سو، شعري ونه د درون په دنیاکې راشنه کېږي، وده مومي او ثمرته رسېږي، ولي میوه يې د حواسو پرمادي نړی محسوسېږي، امابیاهم دروني ذوقي او قلبي دنیا ته خپل خواږه ورکوي، د انسان همهغه ناليدلي دنیا تسکینوي، مونږ غواړو چې دغه مسله یوڅه وشنو چې شاعرته دغه شعري کیف څرنګه ورپيداکېږي اوڅه ډول يې د ویلو اولیکلو تجربه ترسره کېږي؟
مامخکي وویل چې پردې موضوع له حده زیات بحث او شننه سوې ده، که مونږ بیا له سره پر زړو لارو د خپل دې بحث شننیزګامونه اخلو نو (پرپخوانو پلونو به بیا ولاړسو مینه) بې موجبه تکراراوابتذال د هنر اوهنري دنیا د رنګ زردی او پيکه کېدو سبب ګرځي، په هرحال په شعر کې ریاضت اوپه فکري فشار د شعر لیکل د شعریت پر کیفیت څه ډول اغیزه کوي؟
زه فکرکوم چې د شعر د بهرنی دنیا آبادول تخنیکي اوشکلي تمرینونه غواړي، د قالب ټاکل، د قافیواوردیفونو غوره کول د کلیماتو او الفاظو شعوري اوپرځای استعمال… دا ډول مسایل په شعرکې ریاضت او تمرین ته اړتیالري، اما کله چې خبره د شعري الهام او را خوټکېدلي شاعرانه جوش کوو هلته خبره بې اختیاره اوبې مهاره ده، ددغه دروني جوش اوخروښ عامل اومحرک که هرڅه وي، وي به، خو حالت ناڅرګند دی، سړی نه سي ویلای چې دغه برغکي کیف څنګه اوله کومه را پيداسو چې شاعريې څه ویلو اوڅه لیکلوته اړویست، دا مسله د ابهاماتو په لایناکو پردو کې لاهم ناڅرګنده اومستوره پاته ده.
پایله او لنډون:
د شعر په ویلو اولیکلو کې د ارادي اوغیرارادي هڅو د انډول اوتناسب کچ مېچ په بشپړ ډول سره، ناشونی دی، د شعري کیفیتونو او الهامي څپو سېلابي راتویدل غیرارادي چاره ده اودابه د ناڅرګندو اوناکشف سوو ابهاماتو د دنیا له غېږي بې اختیاره طوفاني شاعرانه دباوو وبولو، اما د شعربهرنی جامي د ارادي هڅو په هنري اوتخنیکي بخیو ګنډل کېږي، بنا” شعري تراوش یو پټ اومرموز خوځنده مقطعي حالت دی چې د سترګو په رپ کې راځي او شاعرته د کلیماتواو لفظونو په داراومدارکې د اوډلو اوترتیبولو چانس په لاس ورکوي، دا مسله داسي بېلګه لري لکه د لوړو غرونو اوبې مهاره خوړونو څخه چې د باران د شړق اوپړق سره طوفاني خښمېدلي سېلابي څپي مخ پر هوارو اوژرو را ونړېږي اوس نو دلته په سمه او هواره کې ورته ولاړ خلک مجبور دي چې دغه قهرجني او خودجوشه اوبه په کوم داسي مسير ورسمي اوسیخي کړي چې خرابي او وراني پېښه نه کړي، د شعر دروني څپې هم عینا” دغسي شاعرانه تدبیر غواړي ترڅو شاعر د لفظونو په نرمو ویالوکې دغه بې باکه او بې مهاره څپي رامي او آرامي کړي او د خپلو مخاطبینو پر ذوقي اوفکري ورشويې د اغیزاوخړوب په پار په هنري اوجادويې ژبه تراشلي او توږلي ور وتړي ترڅو دغه کروندې د جل وهلو او تندي کولو څخه و ژغوري.
په پېرزوینه اودرناوي.

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.