د پښتو ادب د راغ اوباغ بې خزانه پسرلی

همت عمرزوی

503
پرادبیاتو خبري:
د پښتو ادب د راغ اوباغ بې خزانه پسرلی:
د ادبي دنیا د معنوي خاصیت او دروني ماهیت په اساس، ژوند ته کتل او ليدلوری د خالصانه انساني عواطفو او مینه ګرو هیلو په لوراندو ولولو معطوف وي، دلته د سپېڅلي غیرنفساني محبت خوږه فضا او جذابه ځلا حاکمه وي، انسان په رښتینې معنا د خپل غایي جوهر په خوږلنو سمبال ددې جهان پر غولي په هنري ظرافتونو لوبېږي، ژوند په کوثري ملغلرو جلاداري جلوې کوې، او د خپلي پاکی پر سپيني رڼا د سپېدو رنګونه شندي، ددغسي منوري دنیا په ښکلاګانو منور او خیالور زرغون پسرلی زمونږ د ادب پر نیمه شاړه دښته را وټوکېدی، وغوړېدی او د معناپه ابدي اوبو يې د پښتو ادب خودرویه ګلونه خړوب خړوب او شاداب شاداب کړه.
د استاد پسرلي مرحوم غنیمت شتون زمونږ د وطن ادبیات د شلمي پېړی په لړ کې د خوځون او یون په مرامي مزله کې په خورا هنرمندانه او استادانه توګه وخوځول اوترمنزله یې ورسول ، ادبي مزل په پاک نیت او بې تمي روحیې لویه حوصله او اوږدمهاله سلسله غواړي، استاد دغه پراخه سینه له نېکه مرغه درلوده چې زمونږ ددغه زماني پړاو د ادب اوفرهنګ د بې سامانه دنیا تدبیري پالنه او سنجیده روزنه وکړي، لوی خلک د لویو مرامونو په پاللو سره لوی منزلونه د لویو مزلونو په ترسره کولو سره ټاکي، د استاد پسرلي د هدفمند ژوند غوره امتیاز دادی چې نوموړی د هغه وخت او زمان په لوړ اوځوړ ښورانده ټولنیز حالت کې بیاهم په ډېر ټینګ ثبات سره توانېدلی دی چې د ملي ادب ملي چاري ښه سمبالي او همغالي کړي، کوم ادبي اوفرهنګي چوپړ چې استاد په ټول مهارت اولوړشهامت ترسره کړی دی زه داسي باورلرم چې د وطن د معاصر تاریخ په ادبي اوفرهنګي څېرو کې به ډېرو کمو خلکو ترسره کړی وي، د استاد د کار ممیزه او انفرادیت په دې ټکي کې نغښتی دی چې هرڅه يې بې ریا اوبې ادعا په پټه خوله ترسره کړي دي، د استاد د ویاړلي، بې تکلفه اوسپيره ملنګانه ژوند پرمصداق زه داوایم چې لوی هنرمندان او د فکر خلک دوه ډوله دنیالري،  یوه يې عادي او ګډه بشري مادي دنیاده چې هر انسان د ټولنیز اودودیز جبرپه اساس مجبور دی چې لږ اوډېرد سازش سر ورسره و ښوروي، اوبله یې د خپل هنري او دروني ذوق پربنیاد بېله، منفرِده، یاغي شخصي دنیاده چې دی د عمومي دنیا له توراوبوره، شراوشوره څخه ورځي اوهلته د سکون په نیامت پناه وروړي، په دغي بې آزاري او آرامي سکوني دنیاکې که هنرمند د مادي دنیا له جبره ورپرېښودل سي دانو ده ته لوی نعمت او غوره غنیمت دی، داسي لوی او فکرمند هنرمندان لکه استاد پسرلي ترډېره بریده په دغه جهان کې د ځان لپاره د معنوي ژوند معنایزه جونګړه ودانه کړې او د مادي جهان د چم اوخم، د کاږه واږه طلِسم څخه یې ځان ژغورلی دی، د پښتني سایکولوژیک، روحي جهان د عمران او ښېرازی لپاره چې ارواښاد استاد پسرلي کوم بنیادي او آبادي بنسټونه ايښې دي هغه به د هستی پر میدان د تل لپاره د روان اوراتلونکي پښتانه ادبي خوځون د کاراوزیار لارښود او رهنمود وي، مونږ که په معاصرادبي تاریخ کې د هر پښتني ادبي، ژورنالیستيکي اوفرهنګي بهیر د ريښې او انګېزې سريښته وچېړو نوبېخ او منشا يې د استاد د فکر له سرچیني څخه را ولاړېږي.
پایله اولنډون:
ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی زمونږ د پښتوفرهنګي یون هغه نومیالی او فرهنګیالی ملاتړلی خدمتګار دی چې تصنعي شهرت اومادي دولت يې نه غوښت، ادبي خدمت يې په معنوي روحیه ترسره کړی دی، د خپلي هنري دنیا په زینتي سینګار د معنوي شهرت او ادبي  دولت خاوند دی، ژوند يې د استغنا او معنا په زیور پسوللی او ویاړلی دی، او د خپل لوړاومغتنم ادبي اوفرهنګي میراث په پرېښودلو سره يې د معنوي دنیا پر لوړ مِنار جاویدان یادګار حک او ماندګار دی.
مونږته به دا ګټوره چاره نه وي چې د مادي ژوند له کشمکشونواو بې موجبه هوسونو راووزو، او د مرحوم استادپسرلي په څېر د مادي ښامار د وژلو هڅه د معنوي ځواک په پولادي تبرترسره کړو، آیا پردې فکر کول نه دي پکار چې استاد د خپلو مادي غریزو مغرور ښامارپه کومو وسایلو او کوم مهارت د تل لپاره د فناه اونېستی کندي ته ورګزار کړ؟
د معتدل او ګټور ژوند د کولو اوخپلولو راز به د استاد په مثالي ژوندکې ونه مومو؟
سپيره دنیا شوه حسرت آباده.
مکلف ژوندکړه مینه برباده.
هریو کوڼ کړی فشار د خپل زړه.
څوک به دي واوري د زړه فریاده.
په پېرزوینه اودرناوي.
٢١٣\١٤٠٢

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.