روسیې په کابل له امریکا سره ښکر په ښکر کېږي

0 564




درې میاشتې وړاندې چې د طالبانو او روسیانو تر منځ د اړیکو د ټینګېدو خبرونه یقیني شول، له ځینو ځیرکو سیاستوالو سره د افغانستان په کړکېچ او راتلونکي کې د روسیې د نفوذ د زیاتېدو اندېښنه را وټوکېده، خو ماسکو ته د طالب پلاوي په ورتګ سره یقیني شوه چې روسیه د افغانستان په مساله کې د سوریې د لانجې په څېر د واشنګټن ننګولو ته ملا تړلې. درېیم او تر ټولو ښکاره څرک یې د افغانستان د سولې په تړاو په ملګرو ملتونو کې وړاندې شوي پرېکړه‌لیک ته ممتنع رایه ورکول وو. دا له ۱۷کلونو وروسته لومړی ځل دی چې روسیه د افغانستان په تړاو د امریکا په مشري نړیوالو هڅو سره غاړه نه وړي. 
مسکو ان د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې پر افغانستان د امریکا په مشري یرغل ته مثبت ځواب ورکړی و او ترې را وروسته په ټولو کلونو کې یې تل د واشنګټن هڅو ته د هوکړې سر خوځولی او کله یې هم د مخالفت تکل نه و کړی، خو روسیه اوس پوهېږي چې د افغانستان په دننه کې په سیاسي او جنګي ډګر کې دومره دوستان لري چې پانګونه پرې نه ضایع کېږي.

په سیاسي ډګر کې په پخوانۍ شمالي ټلوالې سربېره د پخواني ولسمشر په ګډون یو شمېر نورو کسانو هم له امریکا سره د دښمني او عقدې په ټس کې د روسیې لمن نیولې. ښاغلي کرزي خو په ښکاره ویلي چې په سیمه کې د امریکا پرتله روسان مثبت رول لوبولای شي او تمه یې دا ده چې ماسکو په راتلونکي افغانستان کې خپل مثبت رول پراخ کړي. 
روسان فکر کوي چې د امریکايي ښکېلتیا د پای په شپو او ورځو کې د افغانستان د سولې او جګړې ۱۷کلنې لوبې ته نوی لوری ورکولای شي. د سولې د همدې روانو پرمختګونو په منځ منځ کې د ماسکو ارادې ځینو ته بل ډول ښکاري او له کرملین څخه د نوې ښوروا بوی پورته کیږي چې طالبان او د امریکا پروني مرور افغان دوستان به پرې ورپنډ شي. 
ښکاري چې دا ځل روسانو ډېر دقیق او سنجول شوي ګامونه پورته کړي او هڅه یې دا ده چې امریکا په افغانستان کې تر خوږ ګوته ونیسي. په دې لړ کې یې کابل واشنګټن ته ورخوشې کړی او تمرکز یې پرحکومت مخالفو ورټول کړی چې فکر کوي په راتلونکي افغانستان کې به مهم رول ولري.

د ماسکو او طالبانو تر منځ اړیکې اوس تر بل هر مهاله تودې برېښي او روسان فکر کوي، چې په افغانستان کې یې ډاډمن دوستان موندلي او له دوی سره یارانه پالل ورته ګټه رسوي. روسانو په دغه یارانه کې د منځنۍ اسیا هېوادونه او چین هم خپل اړخ ته درولي او په سیمه کې د امریکا د راتلونکي تیاره تصویر ننداره ورته ښيي. 
سرګي لاوروف چټکې منډې پیل کړې چې د روان مېلادي کال تر پایه طالبانو ته د ماسکو یوه بله لیدنه هم برابره کړي چې د پیل شوي ډیالوګ پر نويو اړخونو خبرې ورسره وکړي. ورسره سم امریکا هڅې تېزې کړې چې د افغانستان شخړه نور اړخونه پیدا نه کړي او کیسه د دوی تر ګورت لاندې وي.

زلمي خلیلزاد په همدې موخه مسکو ته سر ورښکاره کړ او هلته یې روسانو ته روښانه کړه، چې افغانان باید د خپل برخلیک ټاکلو ته پرېښودل شي. ظاهراً یې د خبرو مشري ته اشاره کوله، خو اصلي اشاره یې د روسیې په ګډون هغو هېوادونو ته وه چې فکر کوي په افغانستان کې د نوې مداخلې زمینه ورته برابره شوې.

مسکو سیمې ته له نویو عینکو ګوري او پر هغو سندونو او پلانونو یې له سره ذره‌بین ور اچولی چې د ۲۰مې پېړۍ د دويمې نیمايي په لومړیو کې روسي سیاستوالو او جنرالانو کښلی وو. هغه مهال روسیې په افغانستان کې له نظامي او سیاسي مسالو ورهاخوا په پرمختیايي پروژو کې هم ځان ښکېل کړی و او د بل هر هېواد پرتله یې دلته ونډه او اغېز پراخ وو. فکر کوي هماغه ډول یوه فضا را منځ ته کولو ته ځان رسولی او برابرولای شي.
خو د امریکا د دفاع وزیر جنرال مټیس هغې وینا به روسیه په خپل پلان او فکر کې یو څه مغشوشه کړې وي چې له طالبانو سره د خبرو په مساله کې یې له افغانستانه د خپلو سرتېريو د وتلو مساله جلا کړه.

امریکایان له طالبانو سره جوړجاړي ته د جګړې د پای ته رسېدو په سترګه ګوري چې په افغانستان کې به یې حضور ډاډمن وي او دوی به په یوه ارام افغانستان کې له واکمن دولت سره راشه درشه جاري ساتي، خو روسان فکر کوي چې د دوی په پخواني ګاونډي افغانستان کې د امریکايي حضور شپې پای ته رسېدلي او سیمه دوی ته ورپاتې کېدونکې ده. په همدې سوچ کې روسیان یو په بل پسې ګامونه پورته کوي او غواړي چې له منځنۍ اسیا ورهاخوا خپله لمن پراخه او را منځ ته کېدونکي اغېز ته هوا ورکړي.

خو د افغانانو له انده په داسې وخت کې چې تازه د سولې خبرو یو لوری خپل کړی د روسیې مخ پر زیاتېدونکې ښکېلتیا او ټکر روانې پرمختیاوې په سیند لاهو کوي او د افغانستان کړکېچ له نوي بن بست سره مخامخ کوي. په کور دننه ټولو مطرح ډلو ته په کار دي چې تاریخي تجربو ته په کتو له پېښو سره چلند وکړي او له په لاس ورغلي فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply