پاکستاني ریاست، مونږ او امریکه!

0 453

داسې  شواهد، قرائن او منطق شته چې پاکستان به د امریکې او جناب خلیلزاد ټولې د افغانستان او‌سیمې  د سولې او جوړجاړۍ برنامې ناکامه او امریکا به سیمه کې د ستر فضیحت سر مواجه او خپله به  د کاشغر ګوادر او مشابه چینایی و د سیمې د هژموني خپلو محاسباتو پر اساس خپلې پروژې عملي او  د چین غږیږې ته پوره پوره پریوځي. صرف سوال د وخت دی!
پاکستاني _ پنجابي ریاست جناب خلیلزاد ته د هغه افغاني الاصل بودن له یاده نه شي ایستلای. پاکستان او د هغه افغاني تړلې حلقې او افراد د خلیلزاد په وجود کې نور د امریکې سره مکر او دوکه نه شي کولای. پاکستاني ریاست په دې پوهیږي چې د مکر او دوکې په صورت کې به خلیلزاد د سپنې ماڼۍ چوکیدار په پوره منطق د پاکستان د اعمالو په ماهیت پوه کړي. نو هماغسې چې ویل کېدل جنرال پرویز مشرف د پاکستان د وقت جمهور رئيس د خلیلزاد د برطرفۍ وخت کې د امریکې د وقت جمهور رئيس ته شکایت کړای وه، نو اوس به هم پاکستان د خلیلزاد په بدنامولو او ددې امریکایي دندې نه د ایسته کولو لپاره په مناسبه بهانه اقدام وکړي. واقعیت دادی چې د پاکستاني ریاست ماهیت  د پښتنو، افغانانو او افغانستان دښمنانه وه او د افغانستان جهاد یې دفاع پاکستان بله، همداسې دښمانه دی او زمان ثابته کړه او ثابت به کړي  چې دشمن به پاتې شي!

 و ما علینا الا البلاغ المبین

 د. ص. سعیدي ۱۲/۱۲/۲۰۱۸

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply