ولسمشر غني د اسلامي هیوادونو سکوت مات کړ/اېمل پیاوړی

0 593

اېمل پیاوړی

افغانستان یو اسلامي هیواد دی، نو له دې امله یې د نړۍ له اسلامي هیوادونو سره اړیکې او فعال سیاست ځانګړی ارزښت لري، خو له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې د افغانستان په اړه د اسلامي نړۍ د هیوادونو سیاست چندان ډېر واضح نه وو، په دې کې شک نشته چې د جهاد په کلونو کې یې له جهادي ډلو ټپلو سره د وسلو او پیسو مرستې موجودې وې، مګر دولت په دولت اړیکې یې لا هم مبهمې وې.

حتی د کرزي صاحب د حکومت په دیارلسو کالو کې هم د اسلامي نړۍ هیوادونو د افغانستان په اړه خپل مبهم سیاست واضح نه کړ او نه یې هم خپل سکوت او پڅ دریځ بدل کړ. د دې ترڅنګ لا دا شکونه او باورونه هم موجود وو چې عربي هیوادونه له طالبانو او افراطي ډلو سره پټې مرستې کوي.

ولسمشر غني د خپل بهرني سیاست دغه دویمه کړۍ چې اسلامي هېوادونه دي، د هغه ارزښت له مخې چې زموږ د هېواد په کورني وضعیت مثبت او منفي اغېز کوي؛ مهمه وبلله، ځکه زموږ لیدلوری، تفکر او ټولې کړنې د اسلام د مبین دین په ارزښتونو او باورونو  ولاړې دي او زموږ د ژوند هېڅ یوه داسې برخه نشته، چې اسلامي فرهنګ پرې واکمن نه وي. نو له همدې امله یې په تېرو څلورو کالو کې د افغانستان او د نړۍ د اسلامي هیوادونو په اړیکو او سیاستونو کې پام وړ تحرک او مثبت بدلون رامنځته کړ.

له اسلامي هېوادونو سره په تېرو دو کالو کې د افغانستان اړیکې تر پخوا لا زیاتې پیاوړې شوې، ځکه جمهور رئیس په ولسمشریزو ټاکنو کې تر بریالیتوب وروسته سعودي عربستان ته سفر وکړ او د عمرې حج مراسم یې پرځای کړل. د جمهور رئیس غني د هلو ځلو له برکته د اسلامي هېوادونو ګډه اجماع جوړه شوه او د لومړي ځل لپاره د سعودي لوی مفتي شیخ عبدالعزیز بن عبدالله  د ترهګري پر ضد فتوا ورکړه او ځانمرګي بریدونه یې حرام وبلل.

دوی همدارنګه چمتووالی وښوده چې د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او پر وسله والو افغان طالبانو یې غږ وکړ چې خپله نامشروع جګړه چې هیڅ دیني جنبه نه لري او په حقیقت کې ورور وژنه او مسلمان وژنه ده، ودروي. د دې ترڅنګ سعودي افغانستان  ته۲۵۰۰۰ د کار ویزې ورکولو موافقه او ژمنه وکړه.

سعودي عربستان ته د ولسمشر غني د سفرونو پرمهال سعودي مقاماتو  ومنله چې افغانانو ته به افغاني پاسپورټونه وېشل کېږي. په عربي متحده اماراتو، قطر او سعودي کې د افغانانو د پاسپورټونوستونزې حل شوې. په عربي متحده اماراتو او سعودي کې مېشتو افغانانو ته د افغاني نصاب لرونکو ښوونخیو د جوړولو لارښوونه.

همدارنګه دسعودي پاچا جمهور رئیس محمد اشرف غني ته له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او نظامي برخو کې د خپل هېواد د همکاریو ډاډ ورکړ. په افغانستان کې ګڼو برخو کې د پانګونې فرصتونو ته په کتو پانګونې ته هڅول شوي دي.

لنډه دا چې په تېرو څلورو کالو کې چې د ولسمشر غني د هڅو او پاملرنې له برکته د اسلامۍ نړۍ هیوادونو سره د افغانستان د اړیکو په پرمختګ کې څومره ښه والی راغلی، نو بېساری دی، ځکه د اسلامي نړۍ هیوادونه د سولې په ګډون په هره برخه کې له افغانستان سره همکاریو ته چمتووالی ښودلی دی. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply