محمدروښان ښاد /پر طالبانو او پاکستان فشارونه زیات شوي

0 547
roshan shad

له افغانستان سره په پوله د پرتو هېوادونو له ډلې له پاکستان پرته  نور هېوادونه د افغانستان او سیمې ثبات ته ژمن دي، ځکه هغوی دا درک کوي چې باثباته افغانستان د سیمې او د دوی د سیاسي ، اقتصادي او نورو ګټو د خوندیتوب لپاره ګټور دي.

هند له کابل سره د سولې، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې پوره همکار دی، ځکه هند باورمند دی چې  باثباته  افغانستان د  هند د ثبات لپاره ګټور دی او همدارنګه دغه دوه ملګري هیوادونه یو د بل  متقابلو ګټو ته ژمن دي.

پاکستان  لا هم له افغانستان سره نه یوازۍ همکارۍ ته چمتو نه دی، بلکې د بې ثباتۍ هڅې کوي او د همدې لپاره د طالبانو له ملاتړ لاس نه اخلي. حتی روسیه او ایران یې هم په دې برخه کې د ځان ملګري کړي دي. روسیه او ایران یې له امریکا سره د مخالفت په پلمه په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ملاتړ ته هڅولي دي.

امریکا د پاکستان، ایران، روسیې او حتی چین له دغې پټې خواخوږۍ او یووالي اندېښنه لري، نو له همدې امله کوښښ کوي چې په افغانستان کې د جنګ مسلې ته د پای ټکی کېږدي او وسله وال طالبان له افغان حکومت سره پخلا کړي، ځکه امریکا داسې ګڼي چې که وسله وال طالبان د دوی له ولکې ووتل او د دوی رقیبانو (ایران، چین او روسیې) ته په لاس ورغلل، نو په افغانستان کې یې د افغان حکومت او د دوی پر ضد پیاوړي کولی شي، نو له همدې امله د امریکا هڅې د افغان سولې په برخه کې تر پخوا زیاتې چټکې شوې دي.

که څه هم ځینې داسې ګڼي چې په اوسنیو شرایطو کې به سخته وي چې ډیپلوماسي طالبان د کابل دولت پر ضد له نظامي اقدام څخه شاته کړي، مګر د همدې لپاره امریکا او افغان حکومت پر طالبانو بریدونه او فشارونه زیات کړي او په دې وروستیو دوه میاشتو کې یې سخت ځپلي دي. طالبان د جنګ ودرولو ته تقریباً اماده شوي دي، ځکه له خلیلزاد سره د دوی لیدنې د جنګ د ودرولو او سولې ته د غاړې اېښودلو په مانا دي.

د افغانستان د سولې مذاکراتو  په اړه دا هم ویل کېږي چې د پاکستان له فعال رول پرته ناشونې ده او د همدې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو پر پاکستان سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي، تر څو د وسله والو طالبانو له ملاتړ لاس واخلي او د سولې پروسه کې همکاري وکړي.

سره له دې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د اور او جنګ تاو دپاکستان لمنې ته هم ور رسېدلی دی. وخت ناوخت د ترهګریزو بریدونو شاهد وي، مګر د دې باوجود یې پاکستان لا هم پرځان نه راوړي او نه هم  له دې ټولو ناخوالودرس اخلي، ځکه لا هم د پاکستان استخبارات د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي، مګر د متحدو ایالتونو وروستیو فشارونو پاکستان له انزوا او داخلي ناورین سره مخ کړی او داسې ښکاري چې پاکستان به کرار کرار خپله غاړه نرمه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply