“پاکستان خپل اټوم بم د افغان جهاد له برکته ترلاسه کړی”

0 881

خدای نور ناصر

بي بي سي، اسلام اباد

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په افشا شویو دېرش کاله پخوانیو یادښتونو کې ویل شوي، امریکا له ننه څلوردېرش کاله وړاندې د پاکستان پر هغو هلو ځلو خبره وه، چې د اتومي وسلو لپاره يې کولې.

دغه یادښتونه چې امریکا يې دېرش کاله وروسته د خپلو وګړیو لپاره افشا کوي، په کې ویل شوي، هغه وخت د امریکا لپاره له افغانستانه د شوروي اتحاد وتل مهم ول ځکه نو د پاکستان پر دې هلو ځلو غلې پاته شوه.

په دې یادښتونو کې لیکل شوي د پاکستان د هغه وخت پوځي دیکتاتور ضیاالحق او د چین مرستیال صدراعظم دينګ زیاوپینګ په دې بریالي شول چې له امریکا يې د شوروي اتحاد ضد جګړه کې دا ګټه واخیسته، ځکه چې پاکستان يې نژدې ملګری و.

په دغو افشا شویو یادښتونو کې راغلي، په دې سربېره چې امریکا د پاکستان پر اتومي وسلو غلې پاته شوه، د چین مرستیال صدراعظم امریکا پر دې قانع کړه چې له پاکستان سره مالي او پوځي مرستې هم وکړي.

پاکستان اټومي وسله
په ۱۹۷۰ مو او ۸۰ مو کلونو کې یې د افغانستان له جهاد سره د مرستې لپاره پاکستان ته پیسې ورکولې او په تېرو نژدې دوو لسیزو کې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ورکوي.

پاکستان تل وايي په افغان جګړه کې يې ډېرې قربانۍ ورکړې دي او په دغه هېواد کې څو لسیزې د افغان کډوالو پاتې کېدل یادوي.

خو د پاکستان په سنا مجلس کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتور عثمان کاکړ بیا د دې برعکس پاکستان د امریکا ملګری نه، ‘تالۍ څټی ‘ بولي، چې په خبره يې تل يې د پښتنو افغانانو پر سر له امریکا او نورې نړۍ ګټې ترلاسې کړې دي.

هغه وايي “پاکستان د امریکا او نورې نړۍ ملګری نه، تالۍ څټی و او لاهم دی، چې د پېسو لپاره يې افغانستان وران کړ “.

  • پښتون ملتپال سناتور وايي، پاکستان د افغان جګړې له لومړۍ ورځې بیا تر ننه پورې ګټې اخیستې دي، خو تاوان يې افغان ولس او پاکستان مېشتو پښتنو ته رسېدلی.

سناتور عثمان کاکړ او ګوند ېې چې تل د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پر رول نیوکې کوي وايي، د دغه هېواد چارواکي دې د پیسو لپاره نه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره وکړي.

پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل تر اوسه امریکا په دوامداره توګه پاکستان ته پیسې ورکوي چې میلیارډونو ډالرو ته رسېږي.

په ۱۹۷۰ مو او ۸۰ مو کلونو کې یې د افغانستان له جهاد سره د مرستې لپاره پاکستان ته پیسې ورکولې او په تېرو نژدې دوو لسیزو کې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ورکوي.

Afghan war helped Pakistan keep nuclear option: US papers

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply