مېلر او باجوه د افغان سولې په اړ خبرې کړې دي

0 611

لوړپوړو امریکايي او پاکستاني پوځيانو د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر پاکستان ته تللی دی او هلته یې د پاکستاني پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي دي. دواړو لورو په دې لیدنه کې په افغانستان کې د سولې په اړه بحثونه کړي دي. د پاکستان د پوځ مشر په دې لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان سوله د پاکستان د سولې او ثبات لپاره مهمه ده، نو ځکه اسلام اباد په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دی. دواړو لورو همدا راز ټینګار کړی چې په افغانستان کې روانه جګړه دداسې مذاکراتو پر مټ پای ته رسېدلی شي چې مشري او مالکیت یې افغانان وکړي. امریکايي لوري له پاکستان غوښتي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې خپلې همکارۍ و نه سپموي. پاکستاني اړخ ژمنه کړې چې دوی به د افغانستان د سولې له پروسې سره هر اړخیزه همکاري کوي.

سپوږمۍ رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply