داودزی: تر اوسه مو سعودي غونډې ته د پلاوي استولو پرېکړه نه ده کړې

0 504



د امریکا په ګډون د سیمې د ځینو هېوادونو او د طالبانو دویمې غونډې ته د چمتوالي په درشل کې افغان حکومت لا دې غونډې ته د کوم پلاوي استولو پرېکړه نه ده کړې. که څه هم د سولې شورا ویاند پرون وویل چې دوی به دې غونډې ته یو پلاوی ولېږي خو د دغې شورا د دارالانشا رییس عمر داودزی وایي تر اوسه یې لا په دې اړه پرېکړه نه ده کړې او څو پورې چې طالبانو سره د مخامخ خبرو قوي ضمانت نه وي ورکړل شوی دوی به په یاده غونډه کې ګډون ونه کړي. هغه زیاته کړه دوی په وار وار له طالب استازي سره د خبرو لپاره پلاوی ټاکلی دی خو هغوی په شا شوي دي نو تېرو تجربو ته په کتو به له ضمانت پرته کوم پلاوی سعودي ته ونه لېږي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې روانه میلادي میاشت د سعودي په جده کې د امریکایي پلاوي په ګډون د سیمې ځینې هېوادونه له طالب استازو سره خپله دویمه ناسته ترسره کړي.

سپوږمۍ رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply