تهران ښار یوې ناڅرګندې بد بویۍ په سر اخیستی دی

0 522


د رسنیو د راپورونو له مخې په تهران کې یو بد او کرکجن بوی خپور شوی دی خو تر اوسه یې اصلي لامل نه دی په ګوته شوی. په تهران کې په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه سختې ناندرۍ روانې دي. د تهران اوسېدونکي پر حکومت نیوکه کوي چې د خلکو اندېښنو ته ځواب نه وايي او دداسې یوه خطرناک بد بوی په اړه پټه خوله دي چې ټول تهران یې په سر اخیستی دی. ځینو راپورونو ویلي وو، چې ښايي د کانالیزاسیون پایپونه چاودلي او یا غوڅ شوي وي، خو د تهران ښاروالي وایي چې کانالیزاسیون کې ستونزه نشته ده. ایرانی حکومت تر اوسه په دې اړه پټه خوله دی خو د تهران اوسېدونکو ته سخته اندېښنه پیدا شوې ده. د نړیوال بانک د یوې سروې له مخې تهران د ککړو ښارونو په کتار کې راځي، خو دا څرګنده نه ده، چې دغه بوی د تهران له ککړتیا سره اړیکه لري که په دې ښار کې کومه بله ستونزه رامنځ ته شوې ده.

سپوږمۍ رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply