روحاني: د امریکا له اندېښنو سره سره فضاته سپوږمکۍ استوو

0 525



د ايران ولسمشر وايي، هېواد به يې ډېر ژر له هغو توغنديو په استفادې چې په دغه هېواد کې جوړ شوي، د ځمکې په مدار کې ٢ سپوږمکۍ يا سټلايټونه ځاى پر ځاى کړي. حسن روحاني ويلي، تهران به د امريکا له هغو اندېښنو سره سره چې ويلي يې دي، دا کار به د ايران د بالسټيک ميزايلو له پرمختيا سره نوره مرسته هم وکړي، دا اقدام کوي. روحاني د دغو توغنديو او سپوږمکيو په اړه نور جزيات نه دي ورکړي. څو ورځې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو خبردارى ورکړى و چې ايران دې د درېيو راکټونو د توغولو پلانونه نه عملي کوي. پمپيو دا فضا ته توغول کېدونکي وسايط بللي وو او ادعا يې کړې وه چې دغه وسايط د اټمي سروکو لېږدوونکو بالسټيک ميزايلو ته ورته دي چې توغول به يې د ملګرو ملتونو له پرېکړه ليکه سرغړونه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply