د سلمان خان مور د کټرینا کیف د ننګور کېدو خوبونه وینی

0 1,065

د هندوستانۍ سېنما سلطان سلمان خان مور تر اوسه هم د بالیوډ ښکلی او تجربه کارې اداکارې د نګور کېدو خوبونه وینی.

هندۍ رسنۍ وایی، د سلمان خان مور هیله لری چې کټرینا کیف به یې د زوی مېرمن او د دې نګور شی.

د سلمان خان واده نه یوازې د نوموړی مور او کورنۍ په تلوسه او انتظار کې دی بلکې مینوال یې هم له ډېره وخته د واده د خبر د اورېدو لپاره د انتظار شېبې شمېری.

دبنګ خان یا سلمان خان تر ۵۰ کالو زیات عمر لری خو لا تر اوسه یې د واده کولو لپاره زړه نه دی ښه کړی.

د هندی رسنیو د رپوټ له مخې، د هرې مور په څېر د سلمان خان مور سلما خان هم هیله منده ده چې زوی به یې ژر د نامزادۍ او واده پرېکړه وکړی او کټرینا به یې کور د مېرمنې په توګه کور ته راشی.

کټرینا کیف او سلمان خان مور

د راپورونو له مخې، کټرینا کیف د سلمان خان مور ته ډېره ګرانه او زیاته یې خوښیږی هم، په رپوټ کې راغلی کله چې کټرینا د خان کور ته ولاړه شی نو ضرور یوځل د نوموړی د مور سره ګوری.

د سلمان خان مور په داسې مهال د کټرینا د نګور کېدو خوبونه ګوری چې دبنګ خان او دغې ښکلې فلم ستورې کټرینا د عاشقۍ او یارانۍ یو دور تېر کړی او له څه مودې یارانې وروسته کیف سلمان خان پرېښوده او پرځای رنبیر کپور سره د یارۍ تار وغځوو.

سره له دې چې وروسته د رنبیر کپور او کټرینا کیف ملګرتیا هم خرابه شوه او سره جلا شول، خو په اوس وخت کې د کیف د یارانې او ملګرتیا په تړاؤ خبرونه نه ورکول کیږی.

مېرمن سلما خان وایی، په دې کوم اعتراض هم نه لری چې کټرینا یو ځل د دې زوی پریښی او رنبیر کپور سره یې یارې کړې ده او په خبره یې اوس هم غواړی چې دغه فلمی ستورې یې د زوې مېرمن شی.

باید یاده شی چې نه یوازې د سلما خان بلکې د سلمان خان مینوال هم دا غواړی چې د کټرینا ـ سلمان جوړه دې سره د واده په تار وتړل شی.

دا چې سلمان خان به د خپلې مور دغه خوب پوره کړی کنه دا به وخت معلومه کړی مګر په اوس وخت کې نوموړی د مور د هیلی خلاف د واده لپاره کومه دلچسپی نه لری او په ځینو مرکو یې بار بار ویلی چې واده فقط د پیسو بربادی او بس.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply