د سولي ارزښت او حکم / ژ: زبیر افغان

0 1,069

پېژندنه:

له صَلَحَ یصلَحُ یا له یَصلِحُ صَلاحاً او صُلُوحاً څخه جوړ دی چې د فساد د ایسته کېدو مانا ور کوي. صلاح د فساد ضد دی، اصلاح بیا د افساد نقیض دی او استصلاح(سمون غوښتل) هم د استفساد(فساد غوښتل) نقیض دی. خراب شی چې جوړ کاندي عرب وايي، اصلح الشیء، اصلح الدابة بیا سپرتیا ته د بوده تر سمېدا وورسته وايي. کله چې یو قوم تر خپل منځ شخړې ختمې کړي، نو وايي؛ اصطلح القوم. ابن فارس ویلي: صاد، لام او حا اصل حروف دي چې د فساد خلاف دي.

صلح(سوله): د دښمنۍ پای، که تر خپل منځ شخړو ته پای ور کړي، نو وايي، تصالح القوم بینهم. صلح(سوله) روغه ده، یاني تر شخړې وروسته روغه جوړه ده. صلوح مصدر دی، کله د یوه قوم په اړه داسي هم وايي: قوم صلوح. که صلاح په زیر وویل سي نو د مصالحې مصدر دی چې عرب يې مونث وايي. الصلح اسم دی چې مذکر او مونث دواړه کارېږي. اصلح مابینهم(د دوی ترمنځ یې سوله ور وکړه) و صالحهم(روغه يې سره وکړه) مصدرونه يې مصالحه او صلاح دواړه دي.

نو سوله په ځانګړې لغوي مانا: د مخالفت ختمول، د دښمنۍ له منځه وړل، د شخړو درول، د دوستي، اتحاد او سلامتیا راستنول. په عمومي مانا: د فساد ختمول او عمومي ښيګڼې و سمون ته لار هوارول.

صلح (سوله) د شریعت له مخې:

د صلحي(سولي) اصطلاحي شرعي مانا کي له قراني تګلاري سره سم علماؤ لغوي مانا ته تمایل ښکاره کړی دی. امام طبري د دې ايت (أَوْ إِصْلَاحٍ بَيْنَ النَّاسِ) [النساء: ۱۱۴] په تفسیر کي ویلي:  سوله د دښمنانو ترمنځ له هغه څه سره سم اصلاح ده چې الله تعالی ورته روا کړي وي. د دې لپاره چې له الهي امر سره سم ترخپل منځ مینه او اتحاد رامنځته کړي.

امام الوسي ویلي: د خلګو ترمنځ له اصلاح هدف، د خلګو ترمنځ د هغه مهال مینه او دوستي ده چې سره وران سي او شرعي حدودو ته پکي پام وسي.د الروض المربع لیکوال داسي تعریف کړی دی: هغه تړون دی چې د دښمنانو ترمنځ اصلاح راولي. ابن قدامه يې داسي تعریف کړی دی: د مخالفانو ترمنځ د اصلاح تړون دی.الموسوعة الفقهیة په دې ډول تعریف کړی: د دښمنانو ترمنځ هغه تړون دی چې دښمني ختمه او دوی موافقت ته پرې ورسېږي.

ځيني علماؤ یادونه کړې چې شونې ده د شخړې تر رادبره کېدا مخکي سوله وشي او د شخړې مخه ډب کړي. دا قول له ابن جریر طبري، ابن عرفه المالکي او ابن عاشور څخه نقل شوی دی. خو دا هغه مهال چې د شخړې وقوع احتمالي وي، لکه چې قران کریم يې یادونه کړې ده: (فَمَنْ خَافَ مِنْ مُوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ) [البقره: ۱۸۲]

ژباړه: البته که له چا سره دا اندېښنه وي چې وصیت کوونکي په ناپوهۍ یا په قصدي توګه حق تلفي کړېده؛ او هغه د دې موضوع د اړوندو کسانو په منځ کښي روغه وکړي، نو پر هغه هيڅ وبال نشته، الله بښونکی او رحم کوونکی دی.

دلته د نزاع تر وقوع مخکي بلکي د اسبابو د پيداکېدا مهال يې د اصلاح امر کړی دی.

مصالح، هغه دی چې د سولي په تړون کي موجود وي. مصالح عنه، بیا هغه څه دي چې پرې شخړه وي یا سوله په رامنځته کېږي.

لنډیز:

هر هغه څه چې د خلګو ترمنځ پرې توافق راوستل شي، شخړه په ختمه کړل شي، جنګ په ودرول شي، واقع شوی یا احتمالي خصومت په قطع کړل شي، دا سوله ده که څه هم دښمني کي وژنې شوې وي، د مال پر سر وي، د عزت لوټېدل يې سبب وي یا هم پر ادیانو وي. الهي وینا ده: (وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا) [ال عمران: ۱۰۳]

ټول یو ځای شئ، د الله رسۍ کلکه ونیسئ او تیت و پرک کېږئ مه.

یا هر بل شي کي چې د خلګو ترمنځ د شخړې سبب کېږي، مګر سوله به د کتاب الله او نبوي سنتو د شرطونو موافق وي چې شریعت  ورته جواز ور کړی.

د سولي فضیلت او ارزښت:

سوله که د عامو انسانانو ترمنځ وي یا د مومنانو ترمنځ له سترو نیکو اعمالو څخه ده چې الله تعالی مومنان هڅولي او امر يې هم په کړی. د سولي په راتلو انسانان ډېري ګټې تر لاسه کوي او که د سولي په نه شتون کي ټولنه له لویو مفاسدو سره مخېږي. په لاندي کرښو کي د سولي پر اهمیت او د خلګو ترمنځ د سمون پر اړتیا غږېږم.

الله تعالی مکرر د سولي امر کړی:

الله تعالی په خپل کتاب کي مومنان ترخپل منځ په دوامداره اصلاح امر کړی، د مسلمانانو ټولۍ به لکه د مینه ناکو ملګرو غوندي وي. د قران کریم دا امر څلور ځایه راغلی، درې يې په سورت حجرات کي راغلي او یو ځای په انفال سورت کي امر شوی دی. په دې کي شک نه شته چې الله تعالی خپل بندګان یوازي او یوازي په هغه څه امر کوي چې د هغوی خیر پکي وي، دا امر که یوځای راغلی وای هم کافي وو، خو دا چې تکرارا امر کوي او ترغیب يې ور کړی، اهمیت يې ښه جوتېږي. الله تعالی وايي:

فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ [الانفال: ۱]

ژباړه: نو تاسي له الله څخه ووېرېږئ او خپل منځي اړيکي سمي کړئ.

سعدي ویلي: یاني تر خپل منځ مو کینه، پریکړون او یو بل ته شا ګرزول په دوستي، مینه او پيوستون بدل کړئ، په دې سره تاسو متحد کېږئ، د پریکړون له امله چې شخړې، دښمنۍ او ستونزې درته پيدا وي هغه به ختمې شي. د خپل منځي سمون په برخه کي ښه اخلاق او د خطا کونکو بخښل هم داخلېږي، ځکه په دې هم د زړونو کینې پاکېږي.

بل ځای هم الهي وینا ده:

وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِنْ فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ () إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ [الحجرات: ۹- ۱۰)

ژباړه: او که له مؤمنانو څخه دوې ډلې پخپلو منځو کښي په جنک شي، نو د هغو په منځ کښي صلح وکړئ. بیا که له هغو څخه یوه ډله پر بلي تېری وکړي، نو له تیري کوونکي (ډلي) سره وجنګېږئ، تر دې پوري چې هغوی د الله د حُکم خوا ته راوګرځي. بیا کله چې هغوی راوګرځي، نو په منځ کښي يې په عدل سره سوله وکړئ، او انصاف وکړئ چې الله انصاف کوونکي خوښوي. مؤمنان خو یو دبل سره وروڼه وي، نو د خپلو وروڼو په منځ کښي مناسبات سم کړئ، او د الله څخه ووېرېږئ، هیله ده چې پر تاسي رحم وکړای شي.

د دې ايت د شانزول په اړه له انس بن مالک څخه روايت دی چې ویل يې: رسول الله ته وویل شول، کاش ته عبد الله بن ابی ته ورغلی وای؟ رسول الله د خره په وسیله د هغه لور ته حرکت وکړ او مسلمانان پياده ور روان شول. هغه ځمکه دوړنه وه، کله چې رسول الله ص راغی، ده وویل: له ما لیرې شه، د خره بوی دي په تکلیف کړم. انس ویل، د انصارو یوه کس وویل: قسم په الله تر تا د رسول الله د خره ښه بوی ځي. راوي ویل، د عبد الله په ګټه هم یو کس د هغه له قومه په غوسه شو، بیا د هر یوه ملګري یو بل ته په قهر شول، ان په لښتو، لاسونو او پایزارو يې سره وهل. موږ داسي پوه شوي یو چې پاس ايت په همدې اړه نازل شوی دی.

سعدي ویلي: ضمنا دا مومنان یو پر بل له بغاوت او ظلمه منعه کوي او دا وايي، که مومنانو سره قتل کړل؛ پر نورو مومنانو لازمي ده چې د هغوی ترمنځ په ښه منځګړیتوب د اصلاح هڅې وکړي. داسي تګلاره غوره کړي چې سمون ته لار هواره کړي، که اصلاح وشوه خو ښه تر ښه، که بیا يوې ډلې پر بلې تېری وکړ، مومنان دي هغه ډله وټکوي چې بغاوت کوي څو د الله امر ته راوګرزي. یاني ښېګڼې کول او له بدو مخ اړول د خدای او رسول حدود دي چې تر ټولو ستر شر په خپل ذات کي جنګ او قتال دی.

زمخشري د انما المومنون ایت په اړه ویلي: ايت د هغه چا لپاره دلیل دی چې د مخالفو مومنانو ترمنځ د اصلاح هڅې کوي، دا يې بیان کړې چې ایمان د خپلو خاوندانو ترمنځ د قریب سبب او نژدې نسب په وجه هغسي پیوستون کړی چې که تر ورورګلوي زیات  او ښکاره نه دی نو تر کم نه دی او هدف ته په رسېدو کي هم تر هغه پاته نه دی.که د نسبي وروڼو ترمنځ شخړه پېښه شي، نو دخلګو عادت دا دی چې د شخړې د ختمېدا او له منځه تلو لپاره را پارېږي، د سولي او سفیرانو د استولو له کبله پر ځانو تکلیفونه مني، ان چې مخالفان توافق ته راګرزي او کمزوري اړيکې بیا پیاوړې شي. ديني وروڼه په ډېر ټينګار د دې حقدار دي. که پوښتنه وشي چې ولي يې دوه یاد کړي، جمعه يې نه ده ویلې؟ ځواب دادی چې که دوو کسانو ترمنځ د شخړې مهال مصالحه لازمه وي، نو د زیاتو ترمنځ خو بیخي لازمه ده؛ ځکه د زیاتو کسانو په دښمني کي نسبت د دوو کسانو دښمنۍ ته فساد زیات دی. چا ویلي چې له (اخوین) څخه مراد اوس او خزرج دي. نورو بیا ايت په (اِخوتکم او اِخوانکم) قراءت کړی دی. مفهوم يې دادی چې مومنان سره وروڼه دي، دوی د همدې لپاره خاص شوي دي چې د پرديتوب شکونه يې له منځه ولاړ شي. په اتحاد او یووالي کي د دوی يو پر بل مهرباني له دې انکار کوي چې ترخپل منځ دي اړيکې پريکړې، که دا کار فرضا وشي نو تاسو يې ژر مخنیوي ته ور وړاندي شئ. ستاسو دا کړنه الهي رحمت ته د رسېدا سبب کېږي او که تاسو ورته هیله ولرئ نو د هغه حقیقي مهرباني به وګورئ.

امام رازي د (انما المومنون اخوة) په اړه ویلي چې دا د هدایت تتمه ده؛ ځکه د (وان طائفتان من المومنین اقتتلوا فاصلحوا بینهما) څخه یو چا دا فکر اخیست که د قومونو ترمنځ شخړه وي نو دا امر لازمي دی، امام که د دوو کسانو ترمنځ شخړه وي، فساد يې عمومي نه دی له دې امله اصلاح هم اړینه ده، یا هم اصلاح د قتال مهال اړینه ده که کنځلې یا رد بد ویلي وي بیا د اصلاح امر متوجې نه دی. الله تعالی وویل(فاصلحوا بین اخویکم) که څه هم فتنه يې عامه نه وي، یا هم که چاره بیخي ستره نه وي لکه قتال، بلکي د مومنانو ترمنځ ډېره وړه اختلافي خبره وي تاسو اصلاح ته ځانونه اماده کړئ.

د سولي حکم او منل يې:

اول؛ د خلګو ترمنځ د سولي حکم:

د  خلګو ترمنځ د سولي هڅې فرضي کفايي دی، الله تعالی په عمومي ډول امر او سپارښتنه کړې. الهي وینا ده: (لَا خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِنْ نَجْوَاهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلَاحٍ بَيْنَ النَّاسِ)[النساء: ۱۱۴]

د خلکو په پټو مجلسونو کښي زیاتره څه ښېګڼه نه وي، هو، که څوک په پټه توګه د صدقې او خیرات لارښوونه وکړي یا د کوم ښه کار لپاره یا د خلکو په چارو کښي د اصلاح کولو لپاره چا ته څه وايي، نو البته دا ښه خبره ده.

په خاص ډول يې د مومنانو ترمنځ د سولي امر کړی: (وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِنْ فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ  إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ)[الحجرات: ۹، ۱۰]

ژباړه: او که له مؤمنانو څخه دوې ډلې پخپلو منځو کښي په جنک شي، نو د هغو په منځ کښي صلح وکړئ. بیا که له هغو څخه یوه ډله پر بلي تېری وکړي، نو له تیري کوونکي (ډلي) سره وجنګېږئ، تر دې پوري چې هغوی د الله د حُکم خوا ته راوګرځي. بیا کله چې هغوی راوګرځي، نو په منځ کښي يې په عدل سره سوله وکړئ، او انصاف وکړئ چې الله انصاف کوونکي خوښوي. مؤمنان خو یو دبل سره وروڼه وي، نو د خپلو وروڼو په منځ کښي مناسبات سم کړئ، او د الله څخه ووېرېږئ، هیله ده چې پر تاسي رحم وکړای شي.

علماؤ ویلي: د مومنانو له ځانګړي ذکر سره په (انما) حصر دا په ګوته کوي چې د اصلاح امر او وجوب هغه مهال کېږي چې د دوی ترمنځ اسلامي اخوت وي. دوه يې ځکه ذکر کړي چې که تر دې د زیاتو شخړه وي، نو د اصلاح هڅې هم باید تیزي وي، لامل يې جوت دی چې دلته فتنه او فساد زیات دی.

امام شافعي ویلي: که مومنان تفرقه وکړي او په شخړه سره اخته شي پر هر یوه دا لازمه ده چې دوی سولي ته راوبولي څو جنګ ونه کړي. د سولي په راتلو د مصلح له اوږو د ګنا بار شوه کېږي، ځکه د فساد اصلاح کفايي فرض دی، کله چې يې یو د اداینې لپاره ولاړ شي له نورو يې  مسوولیت ایسته کېږي او که يې ټول ونه کړي؛ ټول ګنهګارېږي.

دویم؛ د سولي د حکم منل:

په اسلامي شریعت کي د سولي د حکم منل د پنځو تکلیفي احکامو پر محور راڅرخي. کله د سولي حکم منل واجب او نه منل يې حرام وي، په خاص ډول هغه مهال چې راجح مصلحت پکي نغښتی وي، لکه د مسلمانانو ترمنځ د شخړې خاتمه، الهي وینا ده:  (که د مومنانو دوو ډلو سره جګړه وکړه، نو ترمنځ يې سوله وکړئ، که بیا یوې پر بلې تېری وکړ، تاسو له هغې سره جنګ وکړئ چې تېری يې کړی څو د الله امر ومني) او دا یوازي د سولي په منلو کېدای شي. که دا حکم ومني، بیا الله امر کوي: (که يې دې ته غاړه کېښوده، بیا تر منځ په عدل فیصله وکړئ) او یو بل ځای الهي وینا ده: (له الله څخه وډار شئ او خپل منځي سمون وپالئ)[الانفال: ۱)

کله سوله حرامه وي، هغه مهال چې باطل شرط پکي ځای شوی وي، یا څرګند مفاسد پرې مرتب وي، لکه په زور واده چې تر ژونده به ماینه له مېړه سره په داسي حال کي اوسي چې دین او نفس یې ځني خوندي نه وي.

یو مهال بیا سوله د مندوب درجه لري، لکه په قصدي قتل کي معافي او د دیت منل، یا هغه سوله چې له اموالو سره تړلې وي، شارع د سولي سپارښتنه کړې. په دې سوله کي  ځيني وختونه له خپله حقه لاس اخیستل هم وي، مګر یو شخص به له خپله حقه تېرېدلو ته نه مجبورېږي، بلکي دا کار به په خپله خوښه او د تسامح له مخې کوي.

سوله د مباح مرتبې ته هم راځي، دا هغه مهال چې مصلحتونه او مفاسد يې سره مساوي وي. ابن عرفة هم زموږ خبرو ته ورته څرګندونې کړې دي:  سوله د خپل ذات له مخې کله مندوب وي، که يې مصلحت تعین شي بیا واجبېږي، که سوله داسي فساد ته مفضي کېږي چې له منځه وړل يې واجب وي بیا حرامه یا مکروه ده، د نکاح سره تړلې سوله بیا راجحه ده.

لنډیز:

سوله د انسانانو ترمنځ اوږده مخینه لري چې په هيڅ شریعت  او قانون کې د دې دروازه کله هم نه ده تړل شوې. اسلامي شریعت کي هم د دې دروازه خلاصه ایله شوې او هر وخت له ځانګړو شرایطو سره د هر چا سره سوله کېدای شي. لکه جنګ ته چې انسان کله د اړتیا له مخې پنا یوسي، سوله هم په بشري نړۍ کې د همدې لړۍ یوه نه بیلېدونکې کړۍ ده. سوله هم د انسان د ژوند یوه اړتیا ده، انسان هر وخت کوښښ کوي چې ژوند يې وژغورل شي. مګر جنګونه او ناامنۍ د انسان دا هیله ختموي، له دې امله سولي ته اړتیا ده چې انساني ژوند ته نجات ور کړل شي. د همدې لپاره اسماني شریعتونو او انساني قوانینو هر وخت پر دې بحث کړی او هر وخت پر جنګ سولي ته ترجیح ور کول شوې. سوله کې ارزښتونه خوندي کېږي، انسان ارام وي، شرعي او دنیوي اهدافو ته په اسانه لاس رسوی مومي. په تېره اوس وخت جنګونو ډېره خطرناکه بڼه غوره کړې چې د پخوا په شان ډېر وژونکي او ډارونکي دي. خو بل لور ته په نړۍ کې اوس دا زمینه هم برابره شوې چې له جنګ پرته هم اهدافو ته ځان رسول ممکن شوي دي. هغه سوله ییزې لارې چارې چې نن په جمعي ډول ځینو ولوسونو وکړې او یا يې کوي تر هغو جنګونو ډېري ګټې پکې سته چې پخوا به انسان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یوازينۍ وسیله بلله.

په هیواد کي د دایمې سولي او امن په هیله!

نوټ: د ایاتونو ترجمه د تفسیر کابلي څخه کاپي سوې.

د زبیر افغان ژباړه او زیاتونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply