له هغه وروسته چې له یوې خو د امریکا متحده ایالاتو او بله خوا افغان حکومت له وسلهوالو طالبانو سره د سولې خبرو اترو د پیل او د دې پروسې د بري لپاره چټکې هلې ځلې پیل کړي، په دې برخه کې یې د پام وړ اقدامات کړي او ورسره هممهال د افغانانو هیلې هم زیاتې شوې، خو طالبان لا هم د افغان سولې د بریا پر اصلي او مهم اړخه چې افغان حکومت دی، سترګې پټوي او پر ځای یې فرعي ناستو ته لومړیتوب او دوام ورکړی دی.
که څه هم د افغان سولې په توده فضا کې د امریکا او طالبانو تر ناندریو او ګواښونو وروسته داسې انګېرل کېده چې د افغان سولې روانه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ شوې، خو پاکستان ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر سفر وروسته، د امریکا او طالبانو استازي پرون او وړمه ورځ یو ځل بیا په دوحه کې سره جرګه شول او پر افغان سوله یې خبرې وکړې.
د دې غونډې جزیات تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو د سولې عالي شورا پرون له امریکا وغوښتل چې د بینالافغاني خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي.
له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو کولو د طالبانو انکار نه یوازې د سولې روانې پروسې د ځنډ لامل کېږي، بلکې دغه پروسه لا هم پېچلې کوي او د سیمې او عربي هېوادونو په رقابت یې بدلوي.
طالبانو تر دې وړاندې د ابوظبي په غونډه کې له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو کولو انکاری کړی و.
سره له دې چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی د ابوظبي غونډې پر مهال متحده عربي اماراتو ته تللی و، خو طالبانو ورسره و نه لیدل. دې ډلې هغه مهال هم نه یوازې د افغانانو د تمې خلاف عمل وکړ، بلکې ثابته یې کړه چې د سولې خبرې اترې خپلواکې نهشي کولای او هر ډول چې ورته لارښوونه کېږي، هماغسې مخ ته ځي او اوس یې یو ځل بیا وښووه چې د افغان سولې بریا او په هېواد کې د جګړې پای ته رسولو ته ژمن نه دي او غواړي د پردیو په اشاره، د افغانانو د وینې تویېدل همداسې دوام وکړي.
وسلهوالو طالبانو اوس هم د سولې اصلي ادرس چې افغان حکومت دی، نه دی پېژندلی. که څه هم امریکا د افغان سولې برخه کې د پام وړ رول لوبولای شي، خو په دې اړه د هيڅ ډول پرېکړې واک نه لري او دا پروسه به بالاخره د افغان حکومت او طالبانو په مخامخ خبرو بریالۍ کېږي.
سره له دې چې پاکستاني چارواکیو څو ځله له افغان او امریکايي چارواکیو سره د بینالافغاني مذاکراتو لپاره د طالبانو د حاضرولو ژمنه کړې وه، خو د طالبانو اوسنی دریځ ښيي چې اسلاماباد د تېر په څېر یو ځل بیا له خپلې ژمنې اوښتی او د افغان سولې په پروسه کې د لا ډېرو امتیازونو په لټه کې دی.
طالبان په ښکاره ښيي چې خپلواک دي او د پاکستان د هغې ژمنې خلاف عمل کوي چې چارواکیو یې له افغان حکومت او امریکایانو سره کړې، خو په اصل کې هر ګام د اسلاماباد په خوښه او اشاره ږدي او اوسنی دریځ یې هم د دې لپاره غوره کړی چې له یوې خوا ځان خپلواک وښيي او بله خوا هم په افغان سوله کې د پاکستان ګټې او امتیازونه یقیني کړي.
وسلهوال طالبان که رښتیا غواړي په هېواد کې روانه پردۍ جګړه چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي، پای ته ورسوي او افغانان سولهیز ژوند ولري؛ نو باید د امریکایانو، پاکستانیانو، روسانو، عربانو، ايرانیانو او چینایانو پر ځای خپلو افغانانو ته چې حکومت یې استازيتوب کوي، لومړیتوب ورکړي او څومره ژر چې کېدای شي، د سولې له اوسني فرصت او جوړ شوي بستره ګټه واخلي.
تر هغو چې افغانان خپله ستونزه په خپلو کې حل نه کړي او په اړه یې یوه معقوله سولهیزه پرېکړه و نه کړي، په هېواد کې روانه جګړه به همداسې دوام مومي.
اوس افغان حکومت او امریکا ته په کار ده چې سولې ته د رسېدو لپاره د سیاسي هلو ځلو تر څنګ، د جګړې په ډګر کې پر طالبانو بریدونه ډېر او هغوی اړ کړي چې د سولې مېز ته غاړه کېږدي او هم پر پاکستان خپل فشارونه نه یوازې ډېر، بلکې لا هم زور ورکړي او دغه هېواد مجبور کړي چې د بینالافغاني سولې لپاره طالبان له افغان حکومت سره خبرو اترو ته چمتو او حاضر کړي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320