د سولې مذاکرات بیا هم بې پایلې و/ ګلرحمن رحماني

0 669

ویل کېږي چې  امریکا او طالبانو په قطر کې د  امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش، د بندیانو پر تبادلې، اوربند، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو لپاره د زمینې برابرولو، نورو هیوادونو ته له افغانستان څخه خطر نه پېښیدلو په اړه بحث او خبرې کړې دي. مګر ښاغلي  زلمی خلیلزاد وویل موږ له طالبانو سره په اوربند او د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې کړي ، خو تر اوسه پورې امریکا د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر کومې پرېکړې ته نه ده رسېدلې. هغه وویل، که د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر پریکړه یا تصمیم نیول کېږی له افغان حکومت سره تر بحث وروسته به تصمیم نیسو .

سره له دې چې د دغو شپږ ورځنیو مذاکراتو کومه عملي پایله نه ده ترلاسه شوې، خو دواړه لوري طالبانو او امریکا خوشبیني ښیي  او ویلي یې دي چې خبرې یې ګټورې وې. دېته ورته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تازه په یو ټویټ کی ویلي چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې ګټورې وې که طالبان موږ ته دا ضمانت راکړي چې خپله خاوره به د امریکا او نورو بهرنیو هیوادونو لپاره نه استعمالوي نو موږ به له افغانستان څخه ډېر ژر خپل عسکر وباسو .

د ځینو راپورونو پر اساس په دغه غونډه کې کوربه هیواد قطر او پاکستان دوه هغه هیوادونه وو چې د امریکا او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو زمینه یې برابره کړې وه، ځکه د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند د خپل هیواد په استازولي ویلي چی پاکستان د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره هر ډول مرستې ته اماده دی،موږ د سیمه ییزې اجماع د جوړېدو لپاره هر ډول مرسته کوو .

په افغانستان کی ډیرو رسنیو داسې اوازې خپرې کړې چې د افغان جګړې د پای ته رسېدو په خاطر امریکا او طالبان د موقت حکومت د جوړیدو کوشش کوي خو زلمي خلیلزاد په نړیوالو او کورنیو رسنیو کې دا ډول خپاره شوي معلومات ناسم وګڼل، هغه زیاته کړه د موقت حکومت موضوع په دوحه کې تکرار شوې نده او نه زه دا صلاحیت لرم چی په افغانستان کی د موقت حکومت په جوړیدو له طالبانو سره وغږیږم، ځکه زما صلاحیت دا ده چی د طالبانو او افغان حکومت تر منځ بین الافغانی مذاکراتو ته لاره هواره کړم .

موقت حکومت ته تر طالبانو هم د حامد کرزي په ګډون یو شمېر په کور ناست سیاستوال لمن وهي او فکر کوي چې دغه د بخت مارغه به د دوی په سر کېني او بیا به د څو کالو لپاره په واک کې راشي، خو افغانان له موقتو حکومتونو کرکه او ترخې خاطرې لري او نه غواړي چې یو ځل بیا دې هغه تېرې تجربې تکرار شي.

اصل مسله داده چې تر هغو بین الافغاني مذاکرات د حکومت او طالبانو تر منځ ونشي، نو دغه ډول مذاکرات به همداسې بې پایلې تمامېږي، ځکه اصل دادی چې مذاکرات باید د ښکېلو لوریو تر منځ وي، نه د ښکېل او دریمګړي. د جنګ قرباني افغانان دي، نو د سولې د مذاکراتو مالکیت هم باید د افغانانو وي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply