دغه شیان هېڅکله په ګوګل کې مه لټوئ/ حمیدالله حمیدي

0 703
ګوګل لټون د انټرنېټ نړۍ ته د ننوتو دروازه ده. هغه څه چې تاسو یې په ګوګل کې لټوی، ستاسو پر تجربو او ورځني ژوند مستقیم اغېز کوي. دا سمه ده چې ګوګل لټون ډېری وخت ستاسو سره د ستونزو په هواري کې مرسته کوي، خو ډېر کله هغه معلومات چې د نامسلکي کسانو لخوا په ناقانوني ډول د پیسو ګټلو لپاره په بېلا بېلو وېبپاڼو کې ځای پر ځای شوي، تاسو غلط لوري ته بیایي او پر ورځني ژوند مو منفي اغېز کوي. دلته یې ځینو ته اشاره کوو:
۱- د ناروغیو نښې
لومړی یې باید د روغتیا له برخې پیل کړو. ډېرې وېبپاڼې شته چې د ناروغیو د نښو په اړه یې معلومات خپاره کړي وي چې تر ډېره دغه وېبپاڼې د نامسلکي کسانو په مرسته چلېږي. د ناروغیو د نښو په اړه په ګوګل کې پلټنه تاسو ته د ګټې پر ځای زیان رسوي او ډاروي مو.
۲- جنایي جرمونه
کېدای شي په ذهن کې مو در وګرځي چې بم څه ډول جوړېږي، د نشې ټابلېټ څخه ډول جوړېږي او یا دې ته ورته نور موارد. د جنایي جرمونو پولیس دغه ډول کسان څاري او د (IP) ادرس له لارې یې پیدا کولی شي. سرطان، د پوستکي ناروغۍ، خطرناک حیوانات، د هوا ککړوالی او دې ته ورته نور مسایل هغه څه دي چې په اړه یې پلټنه کول ستاسو ژوند ګواښلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply