نیویارک ټایمز: پاکستانی پوځ د پښتونژغورنې مدني حرکت ځپي

0 713

امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼه د پښتونژغورنې غورځنگ په تړاو په خپاره کړي، مطلب کې وايي پاکستانى پوځ د مدني حقونو یو داسې ملاتړی غورځنگ ځپي، چې د عدم تشدد لاره تعقيبوي. لیکنه د دغه غورځنگ مشر منظور احمد پشتين کړې. نوموړي په خپله ليکنه کې ډيورنډ کرښې ته نژدې قبايلي سيمو کې خلکو ته د سر او مال اوښتي زيانونه او هغو ناخوالو ته اشاره کړې چې دوى ورسره مخ دي. پښتين وايي د دوى غورځنگ سوله ييز دى، د پښتنو لپاره د امنيت او سياسي حقونو غوښتنه کوي او غواړي چې د امنيتي ځواکونو او اورپکو له لوري د زرگونو پښتنو د وژل کېدو په تړاو پلټنې وشي. د پښتين په وينا، دوى له پاکستاني مشرتابه سره گڼې ناستې کړې او ځينو جنرالانو ان په علني يا څرگنده توگه د دوى شکايتونه منلي خو د د دوى د اندېښنو لرې کولو لپاره يې گام نه دى پورته کړى. مطلب کې راغلي چې د پي ټي اېم غړي له هر احتجاج وروسته د بلوا، خيانت او ترهگري په تور نيول شوي چې يو شمېر يې لا هم بالکل نادرکه دي. هغه پخپله لیکنه کې له نړیوالو حقوقي او بشري بنسټونو غوښتي، چې ددوی غږ بدرګه کړي او په دې توګه ددغه سوله ییز او مدني حرکت ملاتړ وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply