موخه سوله ده، نه د عسکرو وتل/ مطیع الله سحر

0 535

امریکايي ځواکونه چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهيسې په افغانستان کې حضور لري، دوی په لومړیو کې ان تر ۲۰۱۴ کال پورې د جنګ مسوولیت په غاړه درلود، خو له هغه وروسته چې امنیتي انتقال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وشو، نو د دوی حضور اوس د جنګ په مانا نه دی، بلکې دوی یوازې  افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مسلکي روزنه او سلا مشورې ورکوي. او د دوی د دې او نورو همکاریو له برکته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې ښې غوړېدلې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیل زاد  د قطر په دوحه کې له طالب مشرانو سره له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو پر ایستلو خبرې کړې وې، خو په دې اړه لا هم وروستۍ هوکړه نه ده شوې، ځکه دوی ویلي چې د سولې د بریالي کېدو په صورت کې به خپل عسکر له افغانستانه باسي.

ښاغلي خلیل زاد ته د طالبانو شرط دادی چې د امریکایي عسکرو د وتلو له مهالوېش وروسته به له افغان حکومت سره د سولې په تړاو مخامخ خبرو ته کیني او خپلې ستونزي به ورسره شریکې کړي، خو دا هر څه هغه وخت کېدلی شي چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه د تل لپاره خپل بار او بستر واخلي.

 افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه خپل ولس ته دا ډاډ ورکوي چې د امریکایي عسکرو له وتلو وروسته دوی د وضعیت د کابو کولو توان لري او هیڅ ډول ستونزه به پېښه نشي. نو د امریکایي عسکرو وتل ځکه د اندېښنې وړ نه دي چې اوس افغانستان پیاوړې ملي اردو او اتل سرتېري لري. دوی د وطن ساتنه په  خپله کولی شي. له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د وطن هر ډول امنیت د افغانستان پياوړي او ځواکمنو امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې امریکايي ځواکونه ۱۹ کاله کېږي چې په عراق او افغانستان کې پرجګړو بوخت دي. چې په دې سره امریکايي ځواکونو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي. او له ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ شوي دي. هغه وايي زموږ موخه د عسکرو وېستل نه، بلکې د سولې پروسي بریالي کېدل دي او تر هغو چې سوله ونشي، نو عسکر به یې هم په افغانستان کې وي.

په لومړیو کې چې د امریکایي عسکرو د وتلو اوازې زیاتې وې، نو وسله والو طالبانو هم د فتحې خوبونه لیدل، مګر اوس چې په دې پوه شول چې تر هغو پورې سوله نه وي شوې، نو دوی له افغانستان څخه نه وځي، نو اوس دوی مجبور دي چې له افغان دولت سره د سولې مذاکرات وکړي.

افغان ولسمشر تل پر امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاړي، ځکه دوی د  وطن د دفاع لپاه په مېړانه جنګېږي. زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د ولس پراخ ملاتړ هم له ځانه سره لري، ځکه کله چې ملا عباس ستانکزي د ملي اردو د منحلېدو خبره وکړه، نو ولس توند او پراخ غبرګون وښوده او له همدې امله یې د مسکو په غونډه کې خپله خبره بېرته اصلاح کړه او وې ویل چې د ده خبرې ناسمې تعبیر شوې دي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply