زړښت او نښې نښانې یې

0 533

-حمیدالله حمیدي

زړښت هغه طبیعي پدیده ده چې له ۶۰ کلنۍ وروسته پر انسان اطلاقېږي. د دې پدیدې نښې په ټولو عمر خوړلو کسانو کې یو شان، خو سرعت یې بیا

توپیر لري. د بېلګې په ډول، ډېری کسان به مو لیدلي وي چې لا ۶۰ کلنۍ ته نه وي رسېدلي، خو بې شیمې او بې حوصلې شي، خو برعکس داسې کسان هم شته چې ان ۷۰ کلنۍ ته رسېدلي وي، خو لا هم ښه تندرست او مزي ښکاري. دویمه ډله یې بریالي عمر خوړلي کسان دي، چې دوی ان له ځوانۍ څخه ورزش کړی او سالم غذایي رژیم یې مراعات کړی دی. د لوړ عمر کسان باید د ځوانۍ په پرتله ډېر د خپل ځان خیال وساتي؛ ځکه د بدن دفاعي سيسټم او په ټوله کې د بدن غړي، نور د پخوا په څېر نه وي. کله چې د انسان عمر لوړېږي، یوه تر ټولو لویه ستونزه چې ورسره مخ کېږي، هغه د اشتها نه درلودل دي. د یوازېتوب احساس، خپګان، جانبي عوارض، درمل، د پنځه ګونو حواسو ضعف، د غاښونو ستونزې او د خوړو بې خوندي ټول هغه عوامل دي، چې د عمر خوړلو کسانو د اشتها د کموالي لامل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply