خلیلزاد او ملا برادر به د افغان سولې لپاره څه وکړي؟

0 491

له هغه وروسته چې له امریکايي استازیو او د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د لیدلو او مخامخ خبرو لپاره د افغان حکومت په غوښتنه او د ملګرو ملتونو او امریکا په مداخلې اسلام‌اباد ته د طالبانو استازيو ته د تګ اجازه ور نه‌ کړل شوه او دغه غونډه چې طالبانو یې وار د مخه په اړه اعلامیه خپرې کړې وې، لغوه شوه، ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن رسماً د طالبانو له استازیو سره د پنځم ځل لپاره په قطر کې پر افغان سولې خبرې وکړي.
که څه هم طالبانو د دوحې په غونډه کې د دې ډلې د مرستیال او د قطر دفتر د رییس ملا عبدالغني برادر د نه ګډون خبر ورکړی و او ویلي یې و چې دی به هاغه مهال په دغو خبرو اترو کې برخه واخلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم پکې وي، خو ملا برادر پرون قطر ته ورسېد او نن به له امریکايي استازیو سره پر افغان سولې مخامخ خبرې وکړي.
زلمي خلیلزاد پرون پر ټویټرپاڼې له ملا برادر سره د غرمنۍ خوړو تر څنګ، له پاکستانه مننه کړې وه چې د ده لپاره یې قطر ته د تګ اسانتیاوې برابرې کړې.
پاکستان نه مخکې او نه هم اوس غوښتل چې ملا برادر د افغان سولې په اړه له امریکايي یا افغان چارواکیو سره وګوري، خو داسې ښکاري، لکه څنګه چې دی یې د امریکا په غوښتنه له بنده خوشی کړ، داسې یې د واشنګټن په فشار قطر ته د تګ اجازه ورکړه.
د امریکا او طالبانو استازي چې اوس ملا برادر هم پکې ګډون کړی، ښايي له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو اترو د پیل، احتمالي اوربند، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او دا چې ترهګر به د امریکا او متحدینو پر وړاندې یې د افغانستان خاوره نه کاروي، بحث وشي.
اوس چې زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د دې پړاو خبرو اترو تر پیلولو مخکې له افغان حکومت سره پر یوې واحدې کار طرحې او نظر سلا شوی او ډاډ یې ورکړی چې د افغان سولې پروسې ټول مذاکرات به د حکومت په همغږي او سلا، مخې ته وړي او بله خوا ملا برادر چې د طالبانو په منځ کې پراخ نفوذ لري هم په دغه غونډه کې ګډون کړی؛ نو ښايي د تېرو غونډو په پرتله چې د افغانانو او هېواد د راتلونکې په اړه به یې ګڼ شمېر پوښتنې او اندېښنې راپورته کولې، په دې غونډه کې د افغانستان قضیې د رښتیني او تلپاتې حل په برخه کې څه نا څه ګټور بحث او ان هوکړې وشي.
که ملا برادر اوس هم په هغه لید او دریځ چې پرې مشهور دی، د افغان سولې په پروسه کې ګډون کړی وي او هلته له امریکايي چارواکیو سره پر مهمو موضوعاتو، په تېره بيا د بین‌ الافغاني خبرو اترو د پیل او اوربند په اړه هوکړې ته هم ورسېږي؛ نو له شک پرته چې د قطر دا غونډه به ګټوره او د افغان سولې روانه پروسه به خپل اصلي مسیر ته برابره کړي.
خو که د اسلام‌اباد له لوري ملا شوی او په مغرضانه شرایطو قطر ته لېږل شوی وي؛ نو بیا که څه هم دا غونډه به هم د افغان سولې لپاره څه نا څه ګټوره تمامه شي، خو هغومره چې تمه ده او باید نور د سولې روانې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي، د قطر دا غونډه به هم د تېرو هغو په څېر پای ومومي.
د افغان سولې د بریا په برخه کې تر ټولو ستر او اغېزناک رول پاکستان لري، ځکه هغه هېواد پر وسله‌والو طالبانو پوره نفوذ لري او څنګه چې وغواړي، په هماغې لارې یې بېولای شي چې د افغان سولې روانو خبرو اترو ته د طالبانو حاضرول او د طالبانو د اعلامیې په خلاف او د امریکا په فشار د دوحې غونډې ته د ملا برادر لېږل یې تازه بېلګې دي.
دا پروسه به هغه مهال بریالۍ کېږي چې پاکستان اړ شي د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، خوندي ځایونه ور نه ‌کړي، سیاسي، مالي او نظامي ملاتړ یې و نه ‌کړي او نور د هغوی په وسېله خپله پیل کړې لوبه پای ته ورسوي او طالبان له افغان حکومت سره د سولې مېز ته راولي.
اوس دا د سیمې او نړيوالو هېوادونو، په تېره بيا د امریکا مسوولیت دی چې پر اسلام‌اباد فشار راوړي، ځکه پر پاکستان له فشاره پرته د افغان سولې روانه پروسه اسانه نه‌شې بریالۍ کېدای.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply