دلمه مرچ او ګټې یې!

0 766

حمیدالله حمیدي-

دلمه مرچ په اصل کې د بانجانو له کورنۍ څخه دي. وده یې په روزنې پورې اړه لري. هر څومره یې چې ښه روزنه وشي، په هماغه کچه ښه وده کوي. رنګ یې له شنه پیلېږي، ورو ورو ژېړ، نارنجي او په پای کې سور رنګ خپلوي. علمي نوم یې(Capsicum Annuum) د رنګ سوروالی یې پر پخېدو دلالت کوي.

هر څومره یې چې رنګ تېز وي، هغومره د مغذي موادو کچه پکې زیاته وي. دغه مرچ هم لکه د نورو ترخو شنو مرچو په څېر، وچېدای هم شي چې هغې ته بیا (پاپریکا) وایي. دلمه مرچ د سلاد په بشقاب کې یوازې یوه اضافي سبزي نه، بلکې ډېرې ګټې هم لري. دغه مرچ هم پوخ او هم خام خوړل کېدایی شي. دا چې دغه مرچ ډېرې زیاتې ګټې لري، نو له همدې کبله یې ډاکټران او د تغذیې د برخې متخصصان د خوړو سپارښتنه کوي. دلمه مرچ د بدن مقاومت لوړوي او د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې د سپر په څېر کار ورکوي. سترګې روغې ساتي، د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي، د مور په خېټه کې د جنین لپاره مغذي مواد جوړوي، وزن کموي، له سرطاني ناروغۍ سره مبارزه کوي، عصبي سیسټم قوي کوي، له وخته مخکې د ژر زړښت مخه نیسي، له تنفسي سیسټم سره مرسته کوي، د وینې جریان ګړندی کوي او د هاضمې سیسټم پیاوړی کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply