د واسطو قرباني کرکيټ/ وصيل پېروز 

0 781

د افغانستان داسې اداره به نه وي چې څوک ورته د معيار پر ځای په واسطه انتخاب نه شي، اوس مهال دا د افغان ادارو يو عمومي رواج ګرځېدلی دی او بده لا دا ده چې اوس خلکو ته دا کار هيڅ بد نه ښکاري او ټول په ډاګه وايي چې فلانۍ ادارې ته فلاني راوستی دی او دا اعتراف يې پر تندي د شرم هيڅ ډول خوله نه راولي. د يوه ملت لپاره دا تر ټولو بدې شېبې دي چې ادارې يې د استعداد پر ځای تر شناخت، واسطې او قرابت قربانېږي.
کرکيټ د افغانستان لپاره يوه داسې لوبه ده چې په بېخي کم وخت کې يې د لسيزو مزلونه پکې کړي او په ډېر لنډ مهال کې د نړيوالې کرکيټ شورا تر بشپړ غړيتوب پورې رسېدلی دی او پر همدې بنياد اوس هر کال افغان کرکيټ بورډ ته په لسګونو ميليونونه ډالر ورکول کېږي چې په هېواد کې يې د کرکيټ پر وده او د ملي او نورو کورنيو لوبډلو پر تمويل ولګوي، خو دلته هم فساد، شناخت، واسطې، درغلي، خيانت، قرابت او نورو بدو او شرموونکو اړيکو معيار، صداقت، استعداد، رښتنولي او حق ته ژمنتيا تر پښو لاندې کړي او د دې کرغېړن جال له امله په سلګونو حقوق تروړل کېږي او بې‌شمېره استعدادونه خاورې کېږي.
د کرکيټ په لوبه کې واسطه او بې استعدادي ډېره ژر څرګندېږي، خو د افغانستان د کرکيټ مسوولين دومره سپين سترګي دي چې له دې هر څه سره سره د واسطو په زور راغلي لوبغاړي بيا بيا لوبوي او له صفر پرفارمنس سره سره په هيڅ ډول د ملي لوبډلې له سفرونو او سکواډه نه ډراپېږي او د واسطې دا لوبغاړي له کوم معيار او قانون پرته هر وخت مستقیماً لوبډلې ته اخيستل کېږي، د دوی له وجهې هغه ټول لوبغاړي پر تش ميدان پاتي وي چې ملي لوبډلې ته د تللو په هدف يې ټول کال په کورني کرکيټ کې خولې توی کړې وي، بې تنخوا او بې معاشه يې لوبې کړې وي او له سلو کورنيو جنجالونو سره سره يې کرکيټ نه وي پرېيښی او له دې هر څه سره د خپل استعداد د ثبوت لپاره سلګونه منډې، لسګونه وېکيټې او نور پرفارمنس وړاندي کوي، مګر بيا هم د اصغر او ورسره برانډ په معيار ځکه نه وي پوره چې د دوی د حلقې او انډيوالي د ګروپ غړی نه وي.
د اصغر افغان ورور کريم جنت په کورني کرکيټ کې له کوم پرفارمنس پرته مستقيماً ملي لوبډلې ته ولاړ او هر وخت همداسي مستقيم او هوايي اخيستل کېږي، د هغه خورېیی وقار سلام‌خېل په کورني کرکيټ کې له عمده کارکردګي پرته مستقيماً د ملې لوبډلې ټيسټ سکواډ ته واخيستل شو او منير احمد چې د منډو امبارونه لري، لا هم بې سرنوشته پاتې دی. سره له دې چې منير احمد يو ښه وېکيټ ساتونکی هم دی، په کورني فرسټ کلاس لوبو کې ښه پرفارمنس لري او فيټنيس يې اوږد فارميټ ته جوړ دی، خو د ده پر ځای بيا هم د خراب پرفارمنس لرونکی شهزاد ټيسټ ته اخيستل کېږي چې هيڅ يې بدن او فيټنيس ټيسټ کرکيټ ته نه جوړېږي، مګر دا چې د اصغر افغان انډيوال دی، له هر قانون او معياره مبرا دی.
د قانون له مخې په يوه اداره کې د دوو وروڼو کار کول ممنوع دي، خو په کرکيټ بورډ کې هستي ګل او تاج ملوک عالم رسمي دندې لري او دواړه ډالري معاشونه اخلي، داسي خير او خيرت دی لکه دوی دوه چې د قانون په متن کې مستثنا شوي وي.
ډېره بده لا دا چې د بورډ رييس هم د ولسمشر له خوا هوايي وټاکل شو، هغه په دوبۍ کې و او له هماغه ځايه يې پر فېسبوک پوسټ وکړ چې زه رييس شوم او چې کابل ته راغی، رسماً معرفي شو. دا د کرکيټ پر سر يوه ډېره بد ترينه معامله ده چې شوې، دا له هغو زرګونو ځوانو خوشاليو او احساساتو سره لوبې دي چې کرکيټ يې کيرير دی، کرکيټ يې خوښي ده او هغه يې د ژوند هدف دی. د عزيز الله فضلي استعداد، زده کړې او سويه هر هغه چاته مالومه ده چې صرف يو څو شېبې يې مخامخ ليدلی دی، له کرکيټه مطلق ناخبره دی او د يوې داسې لويي ادارې مسووليت لپاره وړ کس نه دی. خو نه پوهېږم چې داسي خلک د ولسمشر په معيار کې څنګه پوره خېژي، په داسې حال کې چې ولسمشر د انسانشناسي ډګري هم لري!
د بورډ د زونونو پر مشري تر دې بدترې معاملې روانې دي او د لوبغاړو له سرنوشت سره هر مسوول تر خپله وسه لوبې کوي، له تېرو اتو مياشتو راهيسې د کورني کرکيټ لوبغاړو ته معاش نه دی ورکړل شوی، خو رييس او ډله يې د دوبۍ او هند په چکرو کې خپلې مزې او چړچې کوي. د کوم قانون او اړتيا له مخې بايد د بورډ رييس له لوبډلې سره د لوبو پر مهال سفر وکړي؟ مګر دا غير قانوني کار زموږ د بورډ ټول رييسان که پخوا وو او که اوس دي په دومره زړورتيا او سپين سترګي سره کوي لکه د دوی قانوني حق چې وي او د دې ملت پيسې پرې داسې لګوي لکه د ده شخصي شتمني چې وي.
د کرکيټ واسطې او قرابتونه استعدادونه وژني، اصول او قانون ماتوي. د اصولو او قوانينو دا ماتېدنه کاش تش ماتېدنه وای، دا به د هغو ټولو وياړونو او برياوو ماتې وي چې د کرکيټ په ډګر کې ګټل شوي دي، دا به د يوې بريالۍ کيسې له خپګانه ډک پای وي او د يوه ملت په حيث به مو د کرکيټ په نړۍ کي خپلو سيالانو ته د سرټيټي يو ابدي شرم وي. هيله ده مسوول چارواکي پېښېدونکي زيانونه درک کړي او په دې مهمه اداره کې د خپلسري او انډيوالي مخه ونيسي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply