ولس باعزته سوله غواړي

0 727

د ننګرهار په غني خېلو کې د ولس استازو او قومي مشرانو ولسمشر غني ته په خطاب کې وویل، موږ د مسکو سوله نه غواړو، موږ د مکې او هغه سوله غواړو چې ته یې غواړې ځکه موږ پوهېږو چې ستا سوله د وطن په خیر ده او زموږ ټولو عزت په کې خوندي دی. هغوی وویل، شورویانو پر افغانستان د یرغل پرمهال یو نیم میلیون افغانان شهیدان کړي دي. دوی په افغانستان کې شرمېدلې ماتې خوړلې، هغوی د غچ اخیستنې په فکر کې دي او هیڅ وخت به افغانستان ته سوله رانه ولي او نه هم د مسکو سوله د افغانانو په درد خوري.

جمهوررئیس وویل، موږ سوله مکه معظمه کې غواړو، هغه خوږه ده که مسکو؟ ولس وایي مکې معمظې ته نه ولاړل او مسکو ته لاړل. هیله ده هغوی چې سولې پسې مسکو ته تللي وو، د ولس دې پوښتنې ته ځواب ووايي.

په دې کې شک نشته چې نه مسکو په افغانستان کې د سولې طرفداره ده او نه هم هغوی چې له قطر او کابل څخه دغې غونډې ته ورغلي وو د سولې غوښتونکي دي. دوی یوازې او یوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره تللي وو، ځکه هلته دوی نه د ولس او نه هم د حکومت نمایندګي وکړای شوه، بلکې ډېر کمزوری دریځ یې اختیار کړ. بله مهمه خبره داده چې ولس لا هم په مسکو او لا هم په دغو ورغلو کسانو شک لري او پر دوی بې باوره دي، نو هیله ده چې د سولې په برخه کې د ولس اندېښنو ته ځواب وویل شي او د دوی غوښتنو ته درناوی وشي.

جمهوررئیس وویل، تلپاتې او باعزته سوله راتلونکې ده او زه تل حاضر یم چې دغسې سولې ته خپل سر نذرانه کړم. هغوی چې وایي د سولې لپاره څوکۍ قرباني کړه، نو څوکۍ خو مې د پلار او نیکه جایداد نه، بلکې د ولس امانت دی او اختیار یې هم له ولس سره دی. افغانان د عزت خلک دي د عزت ژوند او باعزته سوله غواړي، ځکه چې په باعزته سوله کې د ټولو ښېګڼه او عزت خوندي دی. 

جمهوررئیس وویل، طالبان دې  د سولې د مذاکراتو لپاره کابل، ننګرهار او کندهار ته راشي، دفتر هم ورکوو او امنیت یې هم ساتو. د کوچني اختر د اوربند په څېر به دا هر څه سم مدیریت کړو.  نو که طالبان رښتیا هم د سولې طرفدار وي او په بین الافغاني مذاکراتو باور لري او په خپله هغه ادعا کې چې وایي ولس له موږ سره دی صادق وي، نو بیا ولې د مسکو، دوحې او نورو ځایونو پرځای خپل وطن ته نه راځي د ولس په منځ کې یې چې هر ځای خوښ وي همغه ځای دې د سولې د مذاکراتو لپاره انتخاب کړي. 

له کابل څخه مسکو ته تللې ډلې نه په مسکو کې واحد نظر او دریځ درلود او نه یې اوس په کابل کې لري. هر یو د خپل ځان د مطرح کولو لپاره د سولې په پلمه خپلې شخصي اجنډاوې مخته کوي، لکه ولسمشر کرزی چې وایي د سولې لپاره دې لویه جرګه جوړه شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply