د رنګونه ارواپوهنه

0 1,274

لیکوال: بېلا بېل

ژباړن: جاوید آفتاب

نامتو بریتانیايي پوه ایزاک نیوټن په ۱۶۶۰م. کې کشف کړه، چې کله خالص سپین نُور له یوه منشور څخه تېر شي؛ نو په اوو د لیدو وړ رنګونو(طیف رنګونو) تجزیه کېږي. نیوټن دا هم کشف کړه، چې هر رنګ د یوه موج له طول څخه تشکیل شوی او په نورو رنګونو د تجزیې وړ نه دی. وروسته بیا نورو څېړنو وښودله، چې د نُور له ترکیب څخه کولای شو مختلف رنګونه رامنځ ته کړو. د بېلګې په ډول: د سور نُور او زېړ نُور له ترکیب څخه نارنجي رنګ رامنځ ته شو. هغه رنګ چې د دوو نورو رنګونو له ترکیب څخه رامنځ ته شي ترکیبي رنګ یې بولي. ځینې رنګونه لکه (زېړ او ارغواني) د ترکیب په صورت کې یو بل خنثی کوي او سپین نور جوړوي، چې دې رنګونو ته بشپړ رنګونه ویل کېږي.

دا چې د رنګونو اثر تر یوه حده ذهني دی او د مختلفو اشخاصو په مورد کې توپير کوي، خو د رنګونو ځیني تاثیرات په ټوله نړۍ کې په یوه معنا او مفهوم وي. هغه رنګونه چې د طیف رنګونو (اووه رنګه) د سور رنګ په برخه کې قرار لري، ګرم رنګونه پېژندل شوي، چې دا برخه یې له ګرم او صمیمانه احساساتو څخه د غوسې او عصبانیت احساس ته د بدلون وړ دي. هغه رنګونو چې د طیف د اوبرنګ (آبي‌رنګ) په برخه کې قرار لري؛ ساړه (یخ) رنګونه نومول شوي دي. چې آبي، ارغواني او شین رنګونه په کې شامل دي. دا رنګونه معمولاً ارام او سکون بخښونکي دي، خو کله کله کېداشي د غمګینۍ او بې تفاوتۍ احساس په ذهن کې پیدا کړي.

د رنګونو ارواپوهنه په ځینو پخوانیو فرهنګونو لکه د (مصریانو او چینیانو) کې د درملنې طریقې په توګه به له رنګونو څخه ګټه اخیستل کېده. دې کار ته چې ځینې وخت ورته د درملنې نور یا د رنګ پېژندنې نوم هم ورکړل شوی اوس هم ترې د درملنې د طریقې په توګه ګټه اخیستل کېږي.

په دې طریقه کې :

  • له سور رنګ څخه د بدن او ذهن تحریک او د تمرکز زیاتوالي لپاره کار اخیستل کېږي.
  • له زېړ رنګ څخه د اعصابو تحریک لپاره کار اخیستل کېږي.
  • له نارنجي رنګ څخه د انرژۍ د کچې لوړوالي لپاره کار اخیستل کېږي.
  • له اوبرنګ (آبي‌رنګ) څخه د درد کموالي او د ناروغۍ تسکین لپاره کار اخیستل کېږي.
  • له نیلي رنګ څخه د بدن د پوستکي د ناارامۍ د تسکین لپاره کار اخیستل کېږي.

اکثر ارواپوهان د درملنې رنګ په اړه شک لري او وايي چې د رنګونو احتمالي تاثیراتو په اړه مبالغه شوې او رنګونه په مختلفو فرهنګونو کې بېلا بېلې معناوې لري. څېړونکو ښودلې چې په ډېرو مواردو کې د رنګونو تاثیرات د انسان په حالت کې بدلون او موقتي تاثیرات لري. د بېلګې په ډول: په یوه ابي خونه کې اوسېدو سره ښايي په لومړیو کې انسان د ارامتیا احساس وکړي، خو دا اغېز وروسته له هغې چې دوی سکون ترلاسه کړ، بېرته په تدریج سره کموالی پيدا کوي.

رنګونو زموږ ټول ژوند په خپل واک کې اخیستی او لرېوالی ترې ناشونی دی. هر رنګ خپل داستان لري، خپل کلتور او حس لري، نو اړینه ده چې رنګونه وپېژنو، په اروايي اغېز یې پوه شو او له شتون څخه یې ګټه واخلو. هو ! دا اړینه ده چې هر انسان باید د رنګونو ارواپوهنې په اساس خپل اروایي وضعیت او د ځان ناخبره ضمیر وپېژني. د شخص دروني حالات او سلیقوي بدلون ته په پام سره د دې ټېسټ د تجسس پایلې به متفاوتې وي. هره ورځ کولای شو دا ټېسټ ترسره کړو او د خپلې روحیې بدلون ووینو. لاندې د هر رنګ شخصیت پېژندنه او د انسانانو رفتاري ځانګړتیاوې، چې د چا کوم رنګ خوښ او دا هم ویل شوي چې دا رنګ د کوم ځای یا شي لپاره مناسب او ګټې یې څه دي؟ په ځانګړي ډول: کور، لباس، کاري چاپېریال او داسې نورو برخو کې ترې ګټه واخلو. رنګونه مختلف مفاهیم لري. ځینې یې انسان ته ارامتیا او سکون وربخښي، ځینې یې د مستۍ او حیرانتیا لامل کېږي، خو ځينې یې بیا انسان ته د غم، خپګان او خواشینۍ احساس ورکوي.

د رنګونو ارواپوهنې په اساس شخصیت پېژندنه

سپین : پاکي او معصومیت

شپین رنګ د پاکۍ او ارامتیا سمبول دی، ناوې ځکه په ودونو کې سپین لباس اغوندې، چې د معصومیت او پاکۍ نمونه ده. سپین رنګ نُور منعکسوي او د اوړي رنګونو کې شمېرل کېږي. روښانه او ملایم رنګ دی، ځکه په سینګار او مود کې ډېر زیات مینه‌وال لري او له هر شي سره تناسب لري. دا چې په سپین رنګ ګرد او داغ واضح ښکاري، نو په دې دلیل نسبت نورو رنګونو ته یې پاک ساتل یو څه ستونزمن دي. ډاکټران او نرسان/ نرسانې سپین لباس اغوندي، چې استریل کېدو (د بوي ضد) ځانګړتیا لري. یو ارام او ښه اورېدونکی شخص به یاست، له نورو به نظر اخلۍ، ملګرتیا ته به ارزښت ورکوۍ او په خپله خوښه به ملګرو ته وخت په اختیار کې ورکوۍ. د ټولو خونو لپاره مناسب رنګ دی؛ خو خالص سپین رنګ انسان ته د یخنۍ احساس ورکوي.

شین : ځیرمن (کنجکاو)

په اوس وخت کې شین رنګ د سینګار (ډکوریشن) په پار ټر ټولو ډېر کارېدونکی رنګ دی، ځکه د طبیعت مظهر دی. د سترګو لپاره شین رنګ تر ټولو ملایم رنګ دی او کولای شي، چې د لیدو ځواک سره په ډېر‌والي کې مرسته وکړي. شین رنګ ارام بخښونکی دی او تشنج له منځه وړي. د ډېرو خلکو تمه وي چې د تلویزیون پر ښيښه را ظاهرېدونکي خلک په شین رنګه خونه کې وي، چې سکون ترلاسه کړي. په روغتونونو کې اکثر له شین رنګ څخه ګټه اخیستل کېږي، ځکه دا رنګ ناروغانو ته ارام او سکون وربخښي.

د ماشومانو خونې لپاره له زېړ رنګ سره ډېر مناسب رنګ دی، ځکه ارام بخښونکی دی په ځانګړي ډول روښانه شین رنګ، چې اسماني رنګ ته مایل وي. نارینه‌وو ته اړوند تېز شین رنګ د محافظه کارۍ او ثروت نخښه ده. شین رنګ د طبیعت او تازه ګۍ رنګ دی، که چېرې له دې رنګ سره علاقه لرۍ، ژوند به مو ښکلی او اسانه وي. له هغو خلکو سره پرېمانه ګډ ټکي لرۍ، چې نارنجي رنګ خوښوي. له نورو خلکو سره ستاسې اړیکې د اصول او تړون په اساس دي. نه مو خوښېږي، چې په ژوند کې مو کومه پېښه رامنځ ته شي، اما د نورو په ژوند کې پېښو ته په ډېرې ځیرکتیا سره پام کوۍ.

سور : خوشحال، خو خود پرست

سور رنګ خوشالوونکی او حرکت پيدا کوونکی دی او له شوره ډک رنګ دی (د مینې رنګ دی) څوک چې سور رنګه لباس اغوندې خوږ لګي او یو له ګرمو رنګونو څخه دی. دا رنګ د حیرانتیا، وړتیا، عشق او افراط ښودنې رنګ دی. دا رنګ کولای شي، چې د خوړو په هضم کې مرسته وکړي، له همدې امله په رستورانتونو او (فسټ فوډ) خوراکي ځایونو کې له دې رنګ څخه ګټه اخیستل کېږي. تاسې هم کولای شئ، چې په پخلنځي، خوړو خونې او دسترخوان لپاره له دې رنګ څخه ګټه واخلئ. سور رنګ انرژي ورکونکی او ځواک بخښونکی دی.

څېړنو ښودلې چې اوږد مهال کې له دې رنګه ګټه اخیستل په انسان کې د جنجال او د منفي حرکتونو د رامنځ ته کېدو لامل کېږي. دا رنګ کولای شي، چې د انسانانو د تنفس په شمېر کې زیاتوالی رامنځ ته کړي. که چېرې غواړئ، صمیمي، حیرانونکې او توده فضا ولرئ، نو بسنه کوي چې د ناستې یا د خوب خونې یواځې یو دېوال مو سور رنګه وي.

سور رنګ له شوره ډک او تېز رنګ دی، چې د زړه د ټکان او تنفس د تېزوالي لامل کېږي. همدارنګه د مینې رنګ هم دی. سور رنګ ژر پام را اړوي او هغوی چې سور رنګه لباس په تن کوي په سترګو خوږ لګي، ځکه سور رنګ ډېر تېز دی.

سور رنګه موټر د غلو د پام وړ موخه وي. دا رنګ د شدت او زور زیاتي ښکارندوی دی، چې ځینې وخت د دوی په مخالف جهت کې وي. سور رنګ د عشق، کرکې، فدا کارۍ، تاوتریخوالي، وینې او اور رنګ دی. هغوی چې له دې رنګ سره علاقه لري، هیڅ کله په ژوند کې بې تفاوته نه وي. دا ډول اشخاص تېز او سرکښه او په عین حال کې فعال، زړور او لږ بېړه کوونکي وي. د ماتې احتمال یې په ځانګړي ډول په مینه کې ډېر وي. د نورو په اړه یې بېړنۍ پرېکړې اکثر د ملګرتیا د له منځه تلو لامل کېږي. حتا تر دې چې په مینه کې په بشپړ ډول فداکاره وي؛ خو که کومه پېښه یې د تمې خلاف وي، پرته له تفکر او لامل څرنګوالي څخه جنګ کوي. دوه لوی عیبه (خود پرستي او عدم کنټرول) د دوی په نفس کې وي او دوه غوره ښېګڼې (زړه خوښي او لویې غوښتنې حس) لري. په ټوله کې د سور رنګ مینه وال د متضادو خصوصیاتو څخه برخمن وي. په سوداګرۍ کې یې عمل د حملې په څېر وي، خو په شخصي چارو کې بیا داسې نه وي.

ارغواني :  عارفانه او بې پروا

ارغوان د سلطنتۍ، د جمال ښودنې، ثروت او ظرافت رنګ دی. همدارنګه دا رنګ زنانه‌یي او رویایي دی. ارغواني یو ډول د خاورې رنګ دی او په طبیعت کې پرېمانه دی. روښانه قهوه‌یي رنګ د صداقت ښودنې نخښه ده، په داسې حال کې چې تېز قهوه یي د لرګي او څرمن سره ورته دی. همدارنګه ارغواني رنګ کېدای شي خواشینوونکی او ناهیلی کوونکی وي. ډېر نارینه‌وو ته تمایل لري. وايي: ارغواني رنګ یې د خوښې وړ رنګ دی.

د ډېر ټینګار او عظمت رنګ دی. د دې رنګ مینه‌وال ښکلا او ظرافت پسې لېوني کېږي، مغرور او ټولنیز وي. له داسې خلکو سره ژوند کول خوندور وي او ډېر په معنوي چارو تمرکز کوي. ارغواني د عارفانو د خوښې رنګ هم دی.

نارنجي : صداقت بخښونکی او له هوس بازۍ نه خالي

یو ترکیبي رنګ دی او هغوي چې دا رنګ خپل د خوښې رنګ بولي په نفس متکي نه دي. ټولنیز او خوش خوي دي او خلکو سره ښه رفتار کوي. په داسې خلکو کې نفوذ کول ستونزمن دي، څوک چې له داسې خلکو سره مینه کوي هغوی سره په اسانه توګه واده کولای شي. داسې خلک هوس بازه نه وي؛ خو که چا سره ملګرتیا وکړي صادق او فداکاره وي. که چېرې دا ډول خلک له هغه چا سره واده وکړي، چې د دوی په څېر اخلاقي ځانګړتیاوې ولري؛ نېکمرغه به شي.

نارنجي رنګ ګرم او اشتها راړونکی دی. د همدې لپاره توصیه کېږي، چې د پخلنځي، رستورانت، ډوډۍ خوړلو خونې او دسترخوان رنګ دې نارنجي وي.

اوبرنګ (ابـي) : منظم، زیارکښ او د یواځېتوب احساس

اوبرنګ د اسمان او اقیانوس رنګ او یو له هغو رنګونو نه دی چې ډېر خوښونکي لري. دا رنګ هم د سور رنګ په څېر د متضاد غبرګون سبب کېږي. ابي د سولې او ارامتیا رنګ دی او د دې لامل کېږي، چې د بدن شیمیایي مواد په سکون سره تولید کړي، نو له همدې امله اکثر د خوب خونو کې همدا رنګ کارول کېږي. اوبرنګ کېدای شي چې سوړ او ناهیلی هم اوسي. مشاورین توصیه کوي، چې د کار موندنې مرکې پر مهال ابرنګه لباس په تن کړئ، ځکه اوبرنګ د وفادارۍ نخښه ده. په اوبرنګه خونو کې خلک ډېر فعال وي. څېړونو ښودلې چې په اوبرنګه سپورتي سالون کې وزن پورته کوونکي کولای شي، چې دروند وزن پورته کړي.

اوبرنګ یو له سړو (یخو) رنګونو څخه دی. دا د تازه والي، سولې، خپلواکۍ، روغتیا او ارامۍ ښودنې رنګ دی. دا رنګ د هغه کورونو لپاره ډېر ښه دی، چې ډېر لمر ته مخامخ وي؛ ځکه د سوړوالي حس له القا سره د خونې تودوخه بدلون مومي او له تودوخې سره فضا متعادله کوي. دا رنګ کولای شي، چې د تنفس (ساه ایستنې) جریان را کم کړي، په همدې دلیل هغو کسانو ته، چې په اروايي فشار (سټرس) اخته دي، توصیه کېږي، چې په کورني او کاري چاپېریال کې له دې رنګ ډېره ګټه واخلي. که چېرې له دې ډلې خلکو څخه یاست چې پراخ، ارام او یواځې کور خوښوۍ، نو بیا د کور په چاپېریال او فضا کې همدا رنګ وکاروئ. په معمول ډول د دې رنګ خوښونکي ځیرک، وفادار، پلټونکي او صادق وي. د ماشومانو او خوب خونو لپاره روښانه ابي رنګ کارولو باندې ډېر ټینګار کېږي، ځکه دا رنګ ډېر ارام بخښونکی دی. که چېرې مو د کور په کومه خونه کې سور رنګ کارولی وي او غواړۍ، یو څه اندازه یې تېزوالی را کم کړئ، نو ورسره یواځې له اوبرنګ نه ګټه واخلئ.

که چېرې له دې رنګ سره علاقه لرۍ، نو په بشپړ ډول کولای شئ، چې خپل هوس، احساسات او حیرانتیا کنټرول کړۍ. ستاسې ظاهري سکون او ارام نور خلک دې ته اړ باسي، چې ستاسې درناوی وکړي او تاسې به هم خوښ وۍ، چې نور ستاسې درناوی او ستاینه وکړي. په پېرلو (اخیستو) او لباس اغوستو کې قناعت کوې او د شرم او حیا او کله کله د غرور له امله به اکثر غواړې، چې یواځې اووسې. د نورو ناپوهي او حماقت تاسې ستړي کوي او هغه کسان، چې د هوښ او پوهې له اړخه تر تاسې غوره وي، تاسې نارامه کوي. خپلې چارې په نظم، ترتیب او د ټاکلي قواعدو په اساس ترسره کوې. ستاسې یو ځانګړی صفت دا چې هر کار پر خپل وخت ترسره کوۍ. یو فعال شخص یاست هغه څه چې په لاس کې لرۍ تر دې چې په ظاهر کې یې لا ښه ښکاره کړې، دې ته ترجیح ورکوۍ، چې ګټور اوسې.

قهوه‌یي : د باور وړ

که چېرې قهوه‌یي رنګ خوښوۍ، نو پر تاسې باید پوره حساب وشي. باثباته، سپېڅلی، شاعر او لږ فیلسوف ډوله یاست. په خپله خبره کلک ولاړ یاست، سره د دې چې ډېرې لږې پرېکړې کوۍ؛ اما هر ځل چې پرېکړه کوۍ هغه عملي کوۍ هم. پر تاسو پوره باور کېدای شي، چې د نورو راز او پیسې ساتلی شۍ. غواړۍ چې په خپله نړۍ کې اوسې او ځینې وخت خپل شا و خوا ملګرو سره له تاوتریخوالي ډک چلند وکړې. په مینه کې هیڅ کله هم بد بینه، تنګ نظره او تند نه یاست. منطقي شخص یاست او له عمل وړاندې پر فکر کولو ته ترجیح ورکوۍ. له ځان پرته بل پر هیڅ چا باور نه لرۍ. پیسې مو پر ځای لږوۍ، ذره ذره یې راټولوۍ او ساتنه یې کوۍ.

زېړ : خوښ او فعال

زېړ رنګ نور ته تر ټولو نږدې رنګ دی او د خوشالۍ او ګرموالي لامل کېږي. زېړ لمريز رنګ خوښ او پام را اړوونکی رنګ دی. سره د دې چې یو خوښوونکی رنګ په نظر راځي، خو په زېړ رنګه خونو کې خلک ډېر زر په غوسه کېږي او ماشومان په کې ډېر ژاړي. ذهن فعاله کوي، د دفترونو،  مطالعې او ماشومانو خونو لپاره مناسب رنګ دی؛ خو د خوب خونې ته مناسب نه دی. لیمویي زېړ رنګ له خالص زېړ رنګ څخه غوره دی.

زېړ رنګ نسبت نورو رنګونو ته ډېر د سترګو پام راګرځوي. که چېرې ډېره ګټه ترې واخیستل شي کېداشي غوسه راپارونکې اووسي.  تمرکز زیاتوي، له همدې امله حقوقي دوسیو لپاره ترې کار اخیستل کېږي. همدا ډول متابولیزم چټکوي. تل د ویلو لپاره یو څه لرۍ، خپلو ملګرو سره خبرې کول خوښوۍ او هغوی سره په اړیکه کې یاست. هر چېرې چې وې، ډېر اجتماعي او شوخ به وې او خلک به ستاسې په لور را جذبېږي. یو له هغو رنګونو چې ډېر د خلکو پام ځان ته را اړوي زېړ رنګ دی.

فېروزه‌یي : خبر نه منونکی او ګزمز

د دې رنګ خوښونکي اسرار امېزه او احساساتي دي او خپل شخصي کارونه ډېر ښه اداره کوي. تل د خپل کار په لټه کې وي، با ثباته وي او د خپلو کارونو په اړه د نورو نصیحتونو ته کمه پاملرنه کوي. فیروزه‌یي رنګ معمولاً د ښځو د خوښې رنګ دی.

بنفش : ځان خوښی او زړور

که چېرې مو دا رنګ خوښ وي؛ اراده لرونکي یاست او پر خپلې ارادې ټینګ ولاړ یاست. لومړی مو ځان ته پام وي بیا نورو ته. سره د دې چې د نورو کارونه هم ترسره کوۍ.

بنفش؛ تور بخن (خر دلی) : زړه خوښی

د اوبرنګ او سور رنګ له ترکیب څخه رامنځ ته کېږي. بنفش د اوبرنګ ثابتوالي او د سور رنګ انرژۍ څخه برخمن دی. دا رنګ د وفادارۍ جوهر درلودونکی دی. د ځواک، پاکۍ، اصلیت، عیاشۍ او موقف غوښتنې سمبول دی. ذهن د مال او شتمنۍ، ثروت او افراط لوري ته هدایت کوي. د څېړنو له مخې په حدود د ۷۵٪ نوي ځوانان مخکې له بلوغت څخه دې رنګ سره علاقه لري. دا رنګ په طبیعت کې ډېر کم دی او ځینې خلک یې ساختګي او غیر واقعي نظر ته راولي. روښانه بنفش رنګ د ښځینه‌وو طراحانو لپاره مناسب رنګ دی؛ همدارنګه د ماشومانو محصولاتو لپاره هم کولای شئ له دې رنګ څخه ګټه واخلئ.

روښانه بنفش رنګ د رومانتیکۍ، مینې، غربت او زړه تنګۍ احساس را برسېره کوي.

تت یا توربخن بنفش رنګ د خپګان او ناارامۍ نخښه ده، کولای شي د هواس تیتېدو او د زړه ماتېدو لامل شي.

   که چېرې مو دا رنګ خوښ وي. ډېر محتاط کاره یاست. ملګرتیا درته یوه نړۍ ارزښت لري، له هر چا سره ملګرتیا پالې، خو فکر مو وي، چې په ځینو وختونو کې په هر چا باور کول در ته د سر درد نه شي.

مشکي یا تور : خوش ذوقه او ظرافت طبع

مشکي د سلطنت او ځواک رنګ دی. دا رنګ په مود کې ډېر طرفداران لري، ځکه شخص په کې ډنګر ښکاري. همدارنګه شیک او دوامداره دی. مشکي د اطاعت او فرمانبردارۍ ښودنې رنګ هم دی. عسیوي ملایان مشکي رنګه جامې اغوندي، تر څو خلکو ته وښیې، چې د خپل خدای اطاعت کوي. ځینې د مود کارپوهان وايي: د ښځو لپاره مشکي لباس اغوستل د نارینه‌وو فرمانبردارۍ په معنا دی. مشکي لباس کېدای شي غوسه پارونکی اوسي، یعنې هغوی چې مشکي جامې اغوندي منزوي او شریر ښکاري. منفي فکره شخصیتونه، لکه دراکولاهم اکثر مشکي رنګه جامې اغوندي.

دا د ټولو د عقيدې په خلاف د ناهیلۍ او غم رنګ نه دی، بلکې د خوش ذوقۍ او ظرافت طبعۍ نخښه ده. که چېرې د دې رنګ خوښونکي یاست؛ په بشپړ ډول شا و خوا وګړو ته په درناوي قایل یاست او د دې لپاره چې نور خلک باارزښته او لوړ وښيۍ د هغوی په وړاندې له هیڅ ډول کمۍ څخه درېغ نه کوۍ او هېڅ وخت ځان په نورو نه تحمیلوۍ او همدارنګه د نورو عقاید او نظریات په اسانۍ سره منۍ. ملګري مو چې ستاسې په نسبت کوم نظر لري، ستاسې لپاره ډېر مهم دی. تل د وروستي مود په لټه کې یاست او ډېرې پيسې مو د ورځني مود سره سم د نویو توکو په پېرلو باندې لګوۍ.

خړ : د بې نیازۍ احساس

دا د نړۍ له خوښیو نه د سترګو پټولو رنګ دی. هغوی چې له دې رنګ سره مینه لري اکثر په ژوند کې د رضایت احساس کوي. خاکستري د هوښیارانو رنګ دی او هغه ځوانان چې له دې رنګ د مینې اظهار کوي په اصل کې ځان د پوخ عمره اشخاصو سره یو شان او یو ډول بولي او په ژوند کې د بې نیازۍ احساس کوي. په مینه کې له ځانه ډېر خلکو ته تمایل لري او اکثر له هغه خلکو څخه چې په فکري لحاظ له تاسې لوړوالی لري په ډېرې اسانې سره مو د پام وړ ګرځي.

کریمي : نوی فکر

کریمي رنګ له دوو (زېړ او سپین) رنګونو له ترکیب څخه رامنځ ته کېږي. هغوی چې په کریمي رنګ مئین دي، له نویو افکارو سره علاقه لري. د دې رنګ خوښونکي د خوشاله ژوند تېرلو لپاره ډېرې علاقې او دلچسپۍ ته اړتیا لري.

غنمرنګ (صورتي) : د نورو د خوښۍ وړ

غنمرنګ یو تر ټولو زیات خیالي یا تخیلي رنګ دی، چې ډېر ارام بخښونکی دی. ورزشي لوبډلې ځینې وخت د مقابلې لوبډلې د لباس بدلولو خونه یا ځای په همدې رنګ رنګوي، ځکه د رقیب لوبډلې روحیه کمزورې کوي. غنمرنګ په اصل کې هماغه سور رنګ دی، چې کمرنګه شوی دی. که چېرې مو دا رنګ خوښ وي؛ نو د سور رنګ ټول صفتونه لرۍ. البته لږ د نرم اوصافو خاوندان یاست، تېرېدونکي یعنې حوصله لرونکي یاست او په مینه کې له تُندۍ کار نه اخلۍ.

نور ښه درک کولای شۍ، له خلکو سره نرم او له لطف نه ډک چلند کوۍ او د مستۍ او خوش اخلاقۍ له امله به په نورو ګران یاست. هغوی چې دې رنګ سره علاقه لري اکثر به په ژوند کې ماتې، تاوتریخوالی او سختې زغمي که له هر څومره ستونزو سره مخامخ شي.

ښځه او د رنګونو ارواپوهنه

ښځې نسبت هغه خلکو ته چې اوبرنګه لباس اغوندي ډېر باور او د راحتۍ احساس کوي. خپلو ښځو ته مو یوه ګېدۍ یا یو دانه سور ګل د مینې په نوم ورکړئ. هغو ښځو ته چې یواځې د ملګرتیا اړیکه ورسره لرۍ (د مینې اړیکه نه وي) زېړ رنګه ګل ډالۍ کړئ. د ناستې یوه خونه مو په خشن او تېز سور بخن رنګ کړئ، تر څو مو ښځې ستاسو ځواک او انرژۍ ته میلان وښيي. د خوب خونه په شین رنګ سره انسان ته د ځوانۍ او طبیعت احساس ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply