ولسمشر غني باثباته او پر ځان بسیا افغانستان غواړي

0 886

محمدبشیر یوسفزوی-

ولسمشر غني د ژوند په داسې پړاو (اویا کلن) کې دی چې نه د شهرت هوس کوي او نه هم د مال دولت، ځکه چې هغه لا له ځوانۍ څخه د خپلې وړتیا، کړنو، لاسته راوړنو او پرمختګونو له امله کافي شهرت لري. افغانستان، سیمه او نړۍ یې پېژني، ځکه نو د شهرت اړتیا یې نه پېښېږي.

دویمه دا چې هغه د احمدزیو د معتبرو او خانانو له کورنۍ او نسب څخه دی، د شتمنۍ او جایداد کمی یې هم نشته. هغه هر څه لري او څه چې لري هغه هم کافي ګڼي او هم یې قناعت ورباندې کړی، ځکه په ډېرو مواردو کې همدا اوس له خپلو شخصي پیسو څخه خیریه چارو کې او اړمنو سره مرسته کوي، ښه بېلګه یې په پکتیکا کې د شخصي پیسو څخه د درې سوه زره ډالرو په ارزښت د ۲۶ ښوونخیو د ودانیو جوړول و.

ولسمشر غني هر څه لري، مګر بیا هم ارام نه دی، ځکه ارام نه دی چې پر هیواد تپل شوي جنګ ته ځورېږي، د خپلو خلکو د ژوند، ناامنۍ او نورو ستونزو ته کړېږي. هغه غواړي چې هیواد یې باثباته او پر ځان بسیا وي. هیوادوال یې ارام او د عزت ژوند ولري. هغه خپلې ټولې برنامې او پروګرامونه همدغو لویو او ملي موخو ته د رسېدو لپاره ځانګړي کړي دي.

ولسمشر غني د هیواد لپاره خاص لید لري، خاص په دې مانا چې د ده پلان او برنامه لنډمهالې نه بلکې اوږدمهالې ده. هغه غواړي چې په خپلو هڅو او کوښښونو سره حداقل د افغانستان د راتلونکو سلو کالو بقا تضمین کړي. هغه د راتلونکو نسلونو پر وړاندې ځان مسوول ګڼي او د دغه مسوولیت د ښه ترسره کېدو لپاره شپه او ورځ کار کوي. هغه وایي ځکه د ورځې شپاړس ساعته کار کوم، چې نورو په تېرو څلوېښتو کالو کې د ورځې دوه ساعته کار کړی، نو ضایع شوي ساعتونه باید زه جبران کړم.

ولسمشر غني پر افرادو او اشخاصو نه، بلکې په سیستمونواو میکانیزمونو او بنسټونو باور لري. هغه غواړي دا هر څه په اساسي توګه ورغاوي. د بهرنیو بسپنو شوقي هم نه دی او نه یې غوښتونکی دی، هغه د بهرنیو بسپنو پرځای دې ته ارزښت ورکوي چې بهرني پانګوال او تاجران دې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړي، تر څو د افغانستان ملي منابعو څخه موثره استفاده وشي. کار ایجاد شي، داخلي او ملي عواید لوړ شي او په دې ډول پر بهرنیو مرستو تکیه او انحصار کم شي.

ولسمشر غني نه یوازې د باثباته او پر ځان بسیا افغانستان هیله لري، بلکې د دې لپاره برنامه، پوهه او پروګرامونه هم لري، مګر پر هیواد تحمیل شوی جنګ یې د ملي او لویو برنامو پر وړاندې اساسي خنډ دی، هغه کوښښ کوي چې په هر قېمت وي، جنګ باید پای ومومي، تر څو هغه وخت او منابع چې پر جنګ لګول کېږي د هیواد ابادۍ او بیارغاونې ته ځانګړې شي.

ولسمشر غني سپېڅلې او ملي موخې لري او که خدای کول هغه به ډېر ژر خپلو دغو لویو موخو ته ورسېږي.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply