سلمان خان د «دبنګ۳» انځورنو په اخيستو پیل وکړ

0 729

د هندي سېنما وتلي ستوري او د دبنګ فلمونو مشهور ممثل سلمان خان د «دبنګ درې» فلم انځور اخيستنه یا شوټېنګ پیل کړ.
د دبنګ درې فلم لپاره د سلمان خان ډېر مینه‌وال له ډېرې مودې په تمه وو چې کله به د دې فلم انځور اخيستنه پیلېږي، خو سلمان خان د خپلو مینه‌والو صبر پای ته ورساوه او رسماً يې د دې فلم پروډیوسر ارباز خان او لارښوود پرابودیوا په حضور کې د دې فلم ډکول پیل کړل.
د دبنګ فلمونو په لړۍ کې له سلمان خان سره د بالیووډ سېنما وتلې اداکاره سونکشي سینها هم په دې فلم کې د مرکزي ممثلې په حيث کار کوي او په یوې ویډيو کې خپلو مینه‌والو ته وايي چې ډېر زر به یې د خوښې فلم ورته نندرې ته وړاندې کړي.
له ۲۰۱۰ کاله را په دې خوا له سونکشي سینها سره د سلمان خان درېیم فلم دی چې د بنګ په لړۍ کې يې ورسره یوځای ډکوي او تر دې مهال د دې فلم لړۍ هم ډېره بریالۍ بلل شوې ده.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply